........... بسم الله الرحمن الرحيم.
إنَّ الحمدَ لله نحمَدُه، ونستعينه، ونستغفره، ونعوذ بالله من شرور أنفسنا، ومن سيئات أعمالنا، من يهده الله فلا مضلّ له، ومن يُضلل فلا هادي له. وأشهد أنّ لا إله إلاّ اللهُ وحده لا شريك له. وأشهد أنّ محمداً عبده ورسولُه.
أما بعد :
الله پاک ځيو ورځو او شپو ته پر ځينو غوره والى او بهتري د دې لپاره ورکړي ده چي په هغه کي بنده د فرض او سنت عبادت څخه ماسوا نور نفلي عبادتونه هم وکړي لکه د عرفي ورځ او دجمعي ورځ او دا شان د رمضان د مياشتي ورځو او شپو ته يي په دې سره عزت ورکړى دى چي په دې کي تر نورو ورځو شپو عبادت ډير ثواب لري په دې لړ کي الله پاک د محرم الحرام ومياشتي ته هم فضيلت او غوره والى ورکړى دى لکه الله پاک فرمايي:
إِنَّ عِدَّةَ الشُّهُورِ عِنْدَ اللَّهِ اثْنَا عَشَرَ شَهْرًا فِي كِتَابِ اللَّهِ يَوْمَ خَلَقَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ مِنْهَا أَرْبَعَةٌ حُرُمٌ[سورة التوبة:الاية:٣٦]
امام رازي رحمه الله د دې ايت په تفسير کي فرمايي چي: پر دې اتفاق دى چي له اربعة حرم څخه ذوالقعدة او ذو الحجة او محرم او رجب مراد دي، دى د خبري په دوام سره ليکي چي د الحرم معنا دا دى چي: په دغه ورځو کي د ګناه تر نورو ورځو زيات عذاب دى، او د عبادت تر نورو ورځو زيات ثواب دى، او عربو به د دې مياشتي داسي تعظيم کاوى چي که په د غه وخت کي به چا د يو چا پلار ور وژلى واى هم و نو څه به يي نه ورته ويل.
د محرم الحرام د مياشتي فضيلت:
امام مسلم رحمه الله له ابوهريره رضي الله عنه څخه روايت کوي چي رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل چي: د رمضان تر روژو وروسته تر ټوله غوره روژې د محرم الحرام دي.
د دې مياشت بل فضيلت دا دى چي په دغه مياشت کي الله پاک يو داسي ورځ پيدا کړي ده چي هغه ته يوم عاشوراء وايي چي په دې ورځ الله پاک و موسى عليه السلام او د هغه قوم ته د دنيا له ستر ظالم فرعون څخه نجات ور کړى دى، امام بخاري رحمه الله د ابن عباس رضي الله عنه څخه روايت کوي چي: نبي عليه السلام چي کله ومديني ته راغلى نو يهودو به د عاشوراء د ورځي روژه نيوله، نو ده پوښتنه ځيني وکړه چي دا څه دي، هغوى په جواب کي ورته وويل چي دا ډير نيکمرغه ورځ ده په دې ورځ الله پاک بني اسرايلو ته له فرعونه نجات ورکړى دى، او موسى عليه السلام به د دې ورځي روژه نيوله.
د عاشوراء د ورځي روژه:
امام مسلم رحمه الله روايت کړى دى چي د ابن عباس رضي الله عنه څخه پوښتنه وسوه چي د عاشوراء د ورځي روژه څه حکم لري؟
ده ورته وفرمايل چي: د عاشوراء د روځي د روژي به رسول الله صلى الله عليه وسلم دونه اهتمام کاوى چي له دې ماسوا د بلي ورځي په باره کي مادونه اهتمام له ده نه دى ليدلى.
د عاشواء د ورځي په روژې سره د پوره کال ګناهونه معاف کيږي:
امام طبراني رحمه الله په معجم الاوسط کي روايت نقل کړى دى چي رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل چي: د عرفي د ورځي روژه د دوو کلو ګناهونه بخښي: د يو تير شوي کال او بل راتلونکي کال، او د عاشوراء د ورځي روژه بيا يوازي د يو کال ګناهونه بخښي.
او په بل روايت کي امام طبراني رحمه الله په معجم الاوسط کي له امة الله ابنة رزينة چي د دې مور د نبي عليه السلام خادمه وه روايت کوي چي ما د خپلي مور رزينة څخه اورېدلي دي چي هغې به وويل: رسول الله صلى الله عليه وسلم به د عاشوراء د ورځي دونه تعظيم کاوى چي کوچنيان به يي راوغوښتل او دا شان تى ورکونکې ښځي به يي راوغوښتي ورته وبه يي ويل چي تر ماښامه و خپلو کوچنيانو ته تى مه ورکوئ، بيا به يي د هغه کوچنيانو په خوله کي ناړه ور تو کړه دا ناړه به د هغوى بس وه.
دعاشوراء د ورځي د روژي فلسفه او حکمت:
امام بخاري د ابن عباس رضي الله عنه څخه روايت کوي چي کله نبي عليه السلام ومديني ته راغلى نو يهودو د عاشوراء د ورځي روژه نيوله ده پوښتنه وکړه چي دا څه دي دوى په جواب کي ورته وويل چي دا نيکه ورځ ده دا هغه ورځ ده چي الله پاک په دې ورځ کي بني اسرايل له خپله دښمنه ساتلي دي، او بيا موسى عليه السلام د دې ورځي روژه ونيوله، ده صلى الله عليه وسلم وفرمايل چي: د موسى عليه السلام په پيروي کي تر تاسو زه ډيره غوره يم په خپله يي روژه ونيوله او نورو ته يي د روژي امر وکړى.
د عاشوراء له ورځي سره يوه بله ورځ روژه نيول هم مستحب دى:
امام مسلم رحمه الله د عبد الله ابن عباس رضي الله عنه څخه روايت کوي چي رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل چي: که زه تر راتلونکي کال پوري ژوندى وم نو زه به ضرور د نهم ورځي روژه ورسره نيسم.
محقق ابن همام رحمه الله وايي چي د عاشوراء د ورځي روژه نيول مستحب دى خو له دې سره د يوې بلي ورځي که تر دې له مخه وي او که وروسته روژه نيول هم مستحب دى د دې لپاره چي د يهودو سره يي مخالفت راسي ځکه يهود يوازي د دغي ورځي روژه نيسي.
ځيني شپي ورځي تر ځينو ولي غوره وي؟
امام رازي رحمه الله دا مسله په ډير ښه اندز کي څيړ لي ده چي فرمايي: د زماني اجزاوي خو يو تر بله سره متشابه دي نو د دې علت او سبب څه دى چي ځيني تر ځينو غوره وي، د دې په څيړنه کي دى -رحمه الله- داسي وايي چي: دا په شريعت کي هيڅ لري خبره نده، ځکه د دې ډيري بليګي سته لکه الله پاک چي و بلد الحرام ته د دنيا پر ټولو ښارو عزت ورکړى دى، او د جمعي وورځي ته يي د هفتي پر ټولو ورځو بهتري ورکړي ده، او د عرفي وورځي ته يي په دې مخصوص عبادت کي تر ټولو ورځو زيات فضيلت ورکړى دى، او د رمضان و مياشتي ته يي پر ټولو مياشتو غوره والى ورکړى دى چي په هغي کي د روژي واجب کېدل دي، او د ورځي ځيني ساعتونه يي بيا په دې سره مختار کړي دي چي په هغوى کي لمونځ کول فرض دى، او دا شان ځيني شپي يي تر ځينو غوره کړيدي لکه د ليلة القدر شپه، هم داشان يي و ځينو اشخاصو ته تر نورو ډير غوره والى ورکړى دى چي په نبوت سره يي ممتاز کړي دي، نو چي دونه مثالونه په شريعت کي ظاهر او مشهور دي نو بيا څه لري خبره ده چي الله پاک دي وځينو مياشتو ته پر ځينو ډير عزت ورکړي.
د دې مياشتو د حرمت حکمت او فلسفه:
و دې مياشتو ته الله پاک د حرام لفظ استعمال کړى د دې مطلب دا دى چي په دغو مياشتو کي د الله مخلوق د شر څخه ځانونه وژغوري او په عبادت ځانونه عادت کړي، ځکه امام رازي رحمه الله وايي چي د انسان په طبيعت کي ظلم او فساد پورت دى نو له دې لويو بدکاريو څخه په عمومي ډول د انسان راګرزېدل څه اسانه کار نه دى، نو له هم دې امله الله پاک ځيني وختونو ته ځانګړى خصوصيت ورکړ چي په دغه وختونو کي جنګ او جدل او نور فسادونه مه کوى، او دا شان الله پاک ځينو ځايونو ته تر ځينو زيات تعظيم او احترام ورکړى دى تر دې پوري چي الله پاک په دغو متبرکو ځايونو کي انسان له منکراتو او له بدو کارو څخه منعه کړى دى.
نو څه لري خبره نه دى چي انسان دا فکر وکړي چي لکه په دغو ورځو کي چي له بدو او ناروا کارو څه بې غمه وم نو ولي خپل ژوند داسي ارام نه کړم جوړ چي د هيمشه لپاره له بدو کارو څه څخه پرهيز وکړم.