(يوولسمه برخه)
د اساسي قانون له چوکاټ څخه مې ډير څه اخستي (اقتباس) کړي دي ځکه چې له خواشينۍ سره بايد ووايم ډير څه په داګه ښکاره کوي. دا پروا نه لري چې څومره به د (اولس ټاکل شوي نمايندګان په ځان وياړي) مگر رښتيا خو دا ده چې هيڅ کله به ملي اسامبله ازادي ونه لري او يواځې ددې وظيفه لکه څنګه چې له اساسي قانون څخه څرګنده دهد پريزيډنت خوښالتيا او هوس تر سره کول وي. د دې هوس مانا هم پخپله له يحيى خان سره ده چې له هر وخت او موقع سره يې په مناسب ډول ترجمه کړي. نوموړي په ډيره زرنګۍ د اساسي قانون د جوړولو د اساساتو د لمړۍ او څلورمې مادې د ابهام په توګه مخکې د مخه د نفاق ژړي وشيندل او سياسي خنډونه يې پيدا کړل. يوې مادې د فدرالي چوکاټ ساختمان وړاندې کړ داسې چې ايالات به تامه اتونومي (Autonomy) ولري. يانې هغوى به په اداري، تقنيني او اقتصادي څانګوټولو کې (تام) واکولري. له بلې خوا هغې بلې مادې يانې چې مرکزي حکومت به ټول واک ونه لري مگر دومره واک به ولري چې وکولاى شي ټولې کورنى او باندينى ور سپارل شوې وظيفې به په ښه ډول سر ته ورسولاى شي. د دې لپاره کوم دائرةالمعارف په کار نه دى چې د دا ډول تضاد او دوه مخۍ تعريف وکړي.
يحيى خان په داسې حال کې چې عمومي اوضاع د ايالتي او ځانګړو حريفانو له خوا خړه پړه شوې وه د داسې کوږکيڼ سياست غوښتنه کوله چې حتى د پاکستان په وراسته شوي سياسي چاپيريال کې هم له امکان څخه لرې ښکاريده. له انتخاباتو څخه د مخه څلورمه ماده د سياسي ګوندونو له خوا د دې لپاره چې د خپلو اعلاميو ملاتړ يې کړى وي په تفصيل بيا تائيدله. مګر په اسامبله کې په خپله د نفاق اور ښه لمبور شوى و. تر داسې شرايطو لاندې جنرال يحيى خان چې تل تر تله يې د اولسونو د ملګري او حامي ادعا کوله او ويل به يې چې هغه کار ... دا دکار ... د ملي مصالحو په نظر کې نيولو سره وشول او يا کېږي او د دې مرام د پرمخ وړلو لپاره يې د (قانوني چوکاټ) د بيان ټول واک د ځان لپاره ساتلى و. حتى که به چيرې کوم وخت پر دې ټولو خنډونو برسيره ملي اسامبله بريالى شوه چې کوم تصميم ونيولاى شي بيا به هم د جنرال يحيى خان له لوري که چيرې به يې د ده له افکارو سره توپير درلود، شنډ شو. ټول هغه څه چې يو ځل د سياسي چوکاټ په نامه ياديدل اوس په ډاګه ښکاره شول او څرګنده شوه چې يحيى خان خپل غاښونه ښه تيره کړي دي.
اوس ډير ناوخته و. د نوي کال په ورځ نوي سياست د زاړه سياست مخالفتوه او ويجاړې را ژوندي کړل. په کلو او کوڅو کې نارامي او شخړې چې د رژيم له خوا د سياسي تشدد په نامه وبلل شوې د راتلونکو احتمالي ليډرانو په غوليدنې ثابتې کړې. تر دې شرطونو لاندې يحيى خان په ډير مکر سره خپله د (ټول يا هيڅ) ادعا په مخکې کړې وه يو ځل بيا دا خبره ثابته شوه چې خلک غوليدلي وو. د سياست مدارانو لپاره په خپل وار د انتخاباتو وزارتونو او دفترونو ته سره او سپين ورښودل شوي وو او ډيره سخته خبره وه چې دا ټول اميدونه يې رد کړي واى – ټولې هيلې يې په څټ وهلې واى. هغوى په ټول هرڅه سترګې پټې کړې. شيخ مجيب الرحمن او عوامي ليګ په ختيځ بنگال کې موکى ته کتل تر څو د پوځي بيروکراسۍ ځنځيرونه مات کړي.
جنرال يحيى خان پدې ښه پوهيده چې هغه څوک چې د ده په مخ کې به خنډ وگرځي او د لاس وهنې مخه به يې ونيسي ئواځې ختيځ بنګال و. د ختيز بنگال اولس د پاکستان په نسبت له سياست څخه ښه خبر و. له دوه لسيزوڅخه زياتې مودې تر استعمار لاندې د هغوى ژوندپوره درس ورکړى و او په پنجابي بيروکراسي ډير شکمن و. نو يحيى خان په ډيره زرنګى او مکر بيا مخ ته شو چې د بنګال د اولس له افکارو څخه د شک او تردد د لرې کولو هڅه وکړي. که څه هم پخپله د هغوى له زړه او روح څخه يې د خپل ځان د ملګريتوب هيله نه لرله. تخنيک يې خورا ساده اوډير اغيزناک و. د خپل قدرت په څو مياشتو کې يې مرکزي ادارې او حساس پوستونه له بنګاليانو څخه ډک کړل. پخوا چې د بنگاليانو شمير ممکن له دوه يا درۍ تنو څخه زيات نه و چې د وزارت مقامونه يې درلودل، اوس يې ګڼه درۍ چنده شوه. بنگاليانو دولتي بانکونه،د پلان کميسيونونه، دولتي کارپوريشنونه، د پاکستان سفارتونه او د راديو تلويزيون ادارې هم مزين کړل. د باندې هيوادونو ته د دولتي هيئتونو تګ راتګ هم په بنګالينو دروند شو. د ورځپاڼو چلوونکي ژورنالستان که څه هم ټول د ختيځ بنگال نه وو مگر د جنرال يحيى خان په لارښوونه بنګالي اولس ته لمړى حق ورکړ شو. هر څه به يې چې کول ټول به د نشراتو له خوا په ټينګه ملاتړ کېدل.
بله غوره خبره دا وه چې ادميرل احسن چې بحري افسر و د ختيځ بنگال ګورنر شو. دې هوښيار او پياوړي افسر د ولاياتو د دريايي ترانسپورت د رئيس په توګه ډير کلونه وظيفه اجرا کړې وه. د دې کلونوپه اوږدوکې نوموړي په ټولنه کې ډېر ملګري پيدا کړي وو، د ښه سړيتوب شهرت يې ګټلى و. په بنګاليانو هم ګران و اود ګورنر ټاکلو غوښتنه يې کړې وه. په ټولو برسيره د يحيى خان ټولې هغه خبرې وې چې په بنگالي اولس يې خپل زړه سوى ښکاره کاوه. د ١٩٦٩ کال د جولاى د مياشتې په اته ويشتمه نيټه يې په يوه راديويي او تلويزيوني برودکاست کې په ډاګه ومنله چې د (ختيځ بنگال اولس حق لري چې هغه څه چې ورسره شوي دي قانع نه وي - دوى اجازه نه لرله چې په غوره اولسي پريکړو او په خاصو ملي تصاميمو کې برخه واخلي.) اعلان يې وکړ چې د بنگالي اولس شمير به ژر تر ژره په پوځ کې زيات کړي او په دفاعي قدرت کې به هم د هغوبرخه پورته کړل شي.
که څه همدې کارروائيو په پنجابي زړونو کې د بنګالي اولس د پورته بيولو غوټه پيدا کړه مگر بنګاليانو يې هرکلى وکړ. هيڅ کله پنجابي واکداران په دوى دومره نه وو مهربان شوي.
ددې لپاره چې يحيى خان يو ګام يو ګام په مخ کې لاړ شي او د قانوني چوکاټ په هکله د بنگال د زړه شک وباسي نو د انتخاباتو په هکله يې د"مشابهت فورمول" مات کړ ځکه خو نوموړي داسې فکر کاوه چې ګوندې دا به د ټولو شکونه ورکړي. مگر برعکس د دې فورمول ماتونه سبب شوه چې نورې غوټې راپرانيزي.
که څه هم د "پاريټي" [مشابهت] مسئله د ډېرې اوږدې مودې شکايت دى خو دومره د اهميت وړ نه و. د دې مسئلې په هکله د عوامي ليګ په شپږ فقريزه غوښتنو کې اويا د زده کوونکو په يوولس فقريزه غوښتنوکې يادونه شوې نه وه. نو ممکن په ډيره اسانۍ ورباندې (د منل شوو نتايجو نوم ايښودل شوى واى. بنګالي اولس د دې موضوع له منځه وړلو ته متوجه نه و مگر د هغوى غوښتنې په پراخه ساحه کې د يوه بنيادي بدلون په هکله وې. هغوۍ په سيول [ملکي] او پوځي ساحو کې مساوي ګډون اود هغو خنډونو له منځه وړل غوښل کوم چې د دوى په اقتصادي تاوان بدليده.
دا چې جنرال يحيى خان د نامنل شويوحقايقو په توګه يوه نامنل شوې د حل لياره د تحفې په ډول د بنګالي اولس د چُپيدلولپاره وړاندې کړې وه اود ارامتيا هيله يې لرله، مگر برعکس هغوى ته يې داسې تېره چاړه وړاندې کړه چې تر هغې يې ړومبى لاس ته نه وه ورغلې.
دا خبره ډيرو ته په ډاګه څرګنده وه. مگر د يحيى خان سترګې، لدې سره چې پياوړى سياست مدار و، ور باندې پټې شوې وې او څه يې نه شوه ليدلى. ممکن دا د ډير غرورو له کبله وو.