د افغان کرکټ میرمنو سیالۍ سبا ته پای ته رسیږي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 41122
راحیله جواد
دخبریدو نیټه : 2010-12-27

د افغانستان کرکټ بورډ په کابل کې د افغان میرمنو کرکټ سیالۍ په لاره اچولي چې سبا ورځ ( د ډیسمبر ۲۸ او دسې شنبې) یې پایلوبې ترسره کیږي.

په دې سیالۍ کې ۶ لوبډلې ګډون لري چې څلور یې د ښونځیو( سرادار شهید محمد داود خان، امنه فدويرابعه بلخي ملکه سوریا)، یوه د علاالدین د یتیم خانې او بله لوبډله د بارکزي د میرمنو د کرکټ کلب دی.
تر دې دمه ځلورو( امنه فدوي، د علاالدین یتیم خانې، بارکزی کلب، ملکه سوریا)  لوبډلو نیمه پایلوبې ته لاره پیدا کړي چې نن لوبې کوي او د سبا ورځې لپاره به دوه لوبډلې پایلوبې ته لاره پیدا کوي.
دا دویم ځل دی چې افغان کرکټ بورډ د میرمنو کرکټ سیالۍ ترسره کوي. څو ورځې مخکې د مسلم هنډ په مالي مرسته د میرمنو سیالۍ ترسره شوي چې د سیالۍ اتلولي د سردار شهید محمد داود خان لوبډلې ترلاسه کړي و.

افغان کرکټ بورډ د ۲۰۱۱ز کال لپاره د میرمنو افغان ملي لوبډله جوړوي، افغان کرکټ بورډ د میرمنو لوبډلو باندې د څو میاشتو کار کوي،  د افغان میرمنو لوبډله به په ۲۰۱۱ز کال کې د اسیايي هیوادونو د میرمنو کرکټ سیالۍ کې په کویټ کې برخه اخلي