په هر نيم ساعت کي يوه افغانه مور د لنګون پر مهال مري

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 4122

دخبریدو نیټه : 2005-11-07

 د عامي روغتياوزارت سلاكار وويل: په افغانستان كي هره ورځ څه كم پنځوس تنه ښځي  د لنګون پر مهال خپل ژوند له لاسه وركوي. عبدالله فهيم زياته كړه:

په افغانستان كي هره ورځ اووه سوه تنه ماشومان چي عمرونه يې تر پنځو كلو كښته وي د لومړنيو ناسمو طبي امكاناتو له وجي خپل ژوند له لاسه وكوي. هغه وويل: د افغانستان د كليو او بانډو ډېر تر يو پر څلور افغان ماشومان چي عمرونه يې لا پنځو كلونو ته نه وي رسېدلي د ناسمي درملني او ناروغيو له كبله مري. ځيني ناروغۍ لكه ملاريا، نرى رنځ، شرى، اسهال زيات مهال د ماشوم د مرګ سبب ګرځي.

نوموړي د ناروغيو او سلو كي د شپېتو ماشومانو  او اويا ښځو د مرګ لامل ناسم خواړه و بلل او ويې ويل په افغانستان كي د بهرنيو مرستندويه ټولنو او موسسو پر شتون سربېره بيا هم زموږ روغتيايي حالت ډېر بد دى. عبدالله فهيم، د روغتيايي مركزونو نه شتون، اقتصادي ستونزي، د ډاكټرانو لږوالى، د روغتيايي چارو لږ كاركوونكي، لږ طبي امكانات او همداډول په روغتيايي چاروكي  د خلكو ناپوهي د افغان ښځو او ماشومانو د مړيني لاملونه څرګند كړل. هغه زياته كړه چې د افغانستان پنځه ويشت مليونه خلكو لپاره څلوېښت كوچني روغتونونه، د درې زرو په شا و خوا كي ډاكټران او تر څلور زره لږ نرسان په روغتيايي چارو بوخت دي.

 هغه د نړيوالي ټولني نه پاملرنې ته په  اشارې سره  د نيوكي په توګه د نړيوالي ټولني مرستي په روغتيايي چارو كي ناسمي وگڼلې. ده د نړيوالي ټولني پر شتون سربېره د تودوښي ډېرېدو او په ځانګړي ډول د ماشومانو ناروغيو ډېرېدو ته په اشارې سره داپه افغانستان كي يوه لويه غميزه وګڼله.