(ديارلسمه برخه)
په دې ټولو برسيره د حيراني او تعجب خبره ده چې پنجابي امران او د قدرت خاوندان تر پايه پورې پدې باور درلود چې ګوندى دا برياليتوب به شنډ کړى شي. داسې اوريدل کيدل چې له انتخاباتو څخه يوه اونۍ د مخه ځينو استخباراتي منابعو داسې راپور ورکړى و:
عوامي ليګ ٨٠
د قيوم مسلم ليګ ٧٠
مسلم ليګ (دولتانه ګروپ) ٤٠
نشنل عوامي ګوند ٣٥
د بوتهو پيپلز ګوند ٢٥
ايا دا غلطه محاسبه د بخښنې وړ وه؟ او يا دا چې په حقيقت کې کومه بله پرده ورباندې غوړيدلې وه او ايا د حکومتي اجنټانو هدف دا و چې پداسې ډول عامه اذهان وغولوي؟ په زړه پورې خبره چې وڅيړل شي – دا وروستنۍ خبره ده.
پدې هکله به دا غوره وي چې د اطلاعاتو وزير او د پريزيډنټ د غير رسمي مشاور پروفيسور چودرى له هغې بيانيې څخه چې د ١٩٧٠ کال د سپتامبر په لسمه نيټه يې په لندن کې پاکستاني ټولنې ته وکړه څه اقتباس کړى شي. دا له هغې پېښې څخه وروسته وه کومه چې د انتخاباتو نيټه د ختيځ بنگال د سيلاو راتلو له کبله د دسامبر اوومې نيټې ته وځنډول شوه. پروفيسور چودري د پاکستان د معاصر سياسي منظر په هکله خبرې وکړې او وروسته د حاضرينو له خوا له ځينو پوښتنو سره مخامخ شو. د دې پوښتنويوه برخه دټولنې د نشريې [نمره ٣١ – له ٤٦ څخه تر ٥٦ مخه پورې) وړاندې شوې چې د غور وړ ده.
کرنيل ج.ل هايدز: (يوه تن يوې رايې) په اساس به يوه ټاکل شوې اسامبله منځ ته راشي. ايا د دې اسامبلې غړوګڼ شمير به د ختيځ بنگال وي؟
پروفيسور چودري:هو!
کرنييل هايدز: د دې مانا به نو دا وي چې په اسامبله به تل تر تله ختيځ بنگال اکثريت ولري؟
پروفيسور چودري:هو! که څوک په ديموکراسي عقيده لري نو بايد د (يوه تن يوې رايې) اساس ومني. موږ په ديموکراسي عقيده لرو مگر هيله مودا ده چې په فدرالي تقنين کې به داسې څه لکه د (ختيځ پاکستان اولويديز پاکستان) خبره نه وي بلکه د ګوندونو په بڼه کې به پرمخ تګ وکړي. داسې هيله کوو چې هر ګوند چې اقتدار ته ورسيږي دا خبره به له منځه يوسي. نو دا پوښتنه نه پيدا کيږي چې ختيځ بنگال دې د يوه ګوند په څيره کې راووزي او بريالى دې شي. (او که چيرې داسې څه وشي نود هيواد دختميدلو مانا به ولري). موږپدې باور لرو چې داسې څه به پېښ نه شي.
ښاغلى اعظم: که چيرې حکومت ووايي چې هره پريکړه د ختيځ په ګټه او د پاکستان په ضد کيږي نو څه تدبير ته به لاس واجوي؟
پروفيسور چودري: لکه څنګه چې مې پخوا وويل داسې څه به چې لکه ختيځ او لويديځ يواځې يو يو ګوند راپورته شي له امکان څخه لرې خبره ده او زه باور لرم چې د دواړو تر منځ به کوم د ضد موضوع را جګه نه شي.
زما لپاره د پروفيسور چودري وينا درۍ حقيقتونه بيانوي:
١-که چيرې د ختيځ بنگال اولس په يوه ژبه او يوه زړه متحد شي او يو غږ وکړي نو د پاکستان لپاره ديموکراسي مانا نه لري اود منلو وړ به نه وي.
٢-که چيرې داسې پيښه وشي نو د پاکستان له خوا به که څه هم په ختميدو يې منتج شي، ټينګ مخنيوى وشي.
٣-پروفيسور صاحب هڅه کړې ترڅو حاضرينو ته وښيي چې ګوندې د ختيځ بنګال او پاکستان تر منځ تر هغه وختهپورې کوم تضاد نه و پېښ شوى او څوک پدې خبر نه وو.
له لومړنيوخبرو څخه په څرګند ډول د بنګله دېش د بې سترۍ نتيجه اخستله کېږي. دا به د هغه چا لپاره چې د پنجابي ديموکراسۍ په مانا نه پوهيږي او په بنګله دېش کې د پوځي استبداد له پردې نه شا ته پلان څخه خبر نه وو د سترګو لوڅولو ښه وسيله وي. د خواشينۍ وړ ده چې نه شم کولى د پروفيسور درېيمه خبره بې تفصيله پريږدم. زما لپاره د ډير تعجب وړ او نه شم کولاى چې پنجابي مارشالان د هغه پلن او خپاره جاسوسي جال (تور) سره سره دومره شان ته احمق او ړانده کاڼه شوي وو چې له انتخاباتو د مخه يې د ختيځ بنگال د اولسونو مفکوره نه شوه ليدلى. که چيرې دا ورته مخکې له مخه څرګنده شوې واى نو ممکن د خپلې محاسبې مخنيوى يې هم مخکې له مخه کړى واى. مگر وروسته شواهد او نښې داسې پړاو او اندازې ته ورسيدى چې حتى د دې احمقو او ړندو له سترګو څخه هم پاتې نه شوې.
مگر په حقيقت کې حکومت دومره بې خبر هم نه و. هر څه يې وکړل چې د پيښو مخنيوى وکړي مگر رښتيا خبره خودا ده چې کار له کاره تير شوى و – او دا ځکه چې حکومتي اجنټان له سره ناکام پاتې شول او په خپل وار د هغوى د ناکامى دليل دا و چې خپلو واکمنو اوماسترانو ته يې د دروغوښه زيري ورکول.
وروسته په انتخاباتو کې د حکومتي لاسوهنې په هکله ډير دليلونه موجود وو. ځينو وزيرانو د داسې لاسوهنې حال احوال پټ ونه ساته او د رايو اخستلو لپاره يې د پيسو او پانګې په ټولولو په رڼا پيل کړى و. د وراسته رژيم يوه غړي پنځلس مليونه روپۍ په يوه ځل له صنعتګرانو اوتجارانو څخه راغونډې کړې وې. اودا پيسې په شمالى صوبه سرحد کې د يوه ګوند د برياليتوب لپاره په کار اچول شوې وې. د پاکستاناولس ټول پدې پوره خبر و چې پنجابي ډلې هڅه کوله چې په شمالي صوبه سرحد کې د مسلم ليګ د (قيوم پارتۍ) په ګټه او په کراچۍ،سند اوپنجاب کې د جماعت اسلامي په ګټه کار وکړي. له خان عبدالقيوم خان سره مارشلا مرسته کوله او داسې شرط يې ورته مخکې کړى و چې هڅه وکړي د نشنل عوامي ګوند د مشر خان عبد الولى خان په ضد مجادله وکړي او ماته ورکړي. ولى خان له حکومت سره څه نه لرل اوهيڅ وختيې کومې اړيکې نه دي لرلې. حکومت ته دا ثابته شوې وه چې د پښتونستان او بلوچستان اولس ټول په هغه پسې په ټينګه ولاړ دى او په داسې لار روان و لکه کومه چې شيخ مجيب الرحمن غوره کړې وه. ولى خان هغه څوک و چې په رښتيا سره يې په ډاګه د شيخ مجيب الرحمن د شپږ فقريزه پلان ټينګ ملاتړ وکړ، نو هغه و چې د مسلم ليګ د قيوم ګروپ په ديره بى شرمانه توګه هڅه کوله چې د ولى خان پياوړتوب مات کړي. په هر ځاى کې د جاسوسي اجنټانو له خوا تهديدونه روان وو.
پدې ټولو برسيره په راولپينډۍ کې له پوځي مرکز څخه داسې افواهات اوريدل کيدل چې ممکن انتخابات د ١٩٧٠ کال د دسامبر له اوومې نيټې څخه لا نور هم وځنډيدل شي. ما پخپله چې کوم څه اوريدلي داسې راته څرګنديده چې "کومه لويه پيښه په مخکې وه."