كندهار د كركت په دووسياليو كي لمړي مقامونه خپل كړه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 41236

دخبریدو نیټه : 2011-01-01

لودين

د هيواد په پلازمينه كابل كي د كركټ د دوو سياليو په لړ كي كندهار او سويلي زون لمړي مقامونه تر لاسه كړه .

لمړۍ سيالۍ چي اووه ورځي مخكي د هيواد د اتو تكړه لوبډلو تر منځ په لاره اچول سوي وي نن يي پايلوبه د كندهار او ننګرهار ولايتونو تر منځ تر سره سوه .

د لوبي په پليدوكي پچه كندهار وګټل او توپ وهل يي پيل كړه .

كندهار د نهو لوبغاړو په سوزيدو سره ۱۳۸ منډي جوړي كړي چي ننګرهار ته يي ۱۳۹ منډي هدف وټاكه .

وروسته ننګرهار لوبه پيل كړه چي د ټولو لوبغاړو په سوځيدو سره يي په اتلسو اورونو كي ۹۷ منډي جوړي كړي چي په دې سره لوبه كندهار وګټل او لمړى مقام يي تر لاسه كړ .

د كركټ بله سيالي چي هم په پلازمينه كابل كي د هيواد د اتو زونونو  د پنځلس كلنو ځوانانو تر منځ پيل سوى وي نن يي په پايلوبه كي د جنوب لويديځي حوزي  اړوند د بست په نوم لوبډلي  د مس عينك په نوم لوبډلي ته په ماتي وركولو سره لمړى مقام تر لاسه كړ .

لمړى لوبه د بست لوبډلي پيل كړه چي  د اتو لوبغاړو په سوځولو سره يي  مس عينك لوبډلي ته ۱۳۶ منډي هدف و ټاكه خو مس عينك د ټولو لوبغاړو په سوځولو  ۵۷ منډي جوړي چي د مس عينك لوبډلي ته د ۸۵ منډو په توپير سره ماتي وركړه  او په دواړو سياليو كي د لوى كندهار لوبدلو لمړي مقامونه تر لاسه كړه .

په كندهار كي د كركټ  بورډ  مشر عبدالولي امين بينوا  ته وويل چي د كندهار او بست لوبډلي په دي سياليو كي ډيري ښي وځليدلي او ټولو لوبغاړو يي  په صداقت او ښه قوت سره لوبي وكړي .