د نوي کال په شپه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 41287

دخبریدو نیټه : 2011-01-04

د وږمه سباعامر یاداشتونه :
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
                                                د نوي کال په شپه                             
                                                                   
دجعې ورځ وه، ددوزرلسم کال وروستۍ ورځ، یعنې ددسامبریودېرشمه، نږدې ماښام و،ماغوښتل دخپلې یوې افغانې ملګرې دپلاردفاتحې لپاره دهغې کورته ورشم ، تورې جامې مې واغوستې ،دباندې واوره وریدله ، نودیخنۍ څخه دبچ کیدولولپاره توره خولۍ مې هم په سر کړه ،په خپلودستانو پسې دکورپه الماریوکې ډېره وګرځیدمه خوپه موندولویې بریالۍ نشوم،  رانه هیرشوي ووچې چېرې به مې ایښي وي .
داخبره زه پخپله هم منم چې  زه دنوروافغانومېرمنوپه شان دکورپه سمبالولوکې ښه سلیقه نه لرم او دې کار سره دومره مینه هم نه لرم . عامرچې زما سر ګرداني ولیده نو راته  يې وویل :  - زما  دستانې په لاسوکړه .
خوماورته وویل چې  :
- هغه خوغټې غټې دي .
 خپل ماشوم توب راپه زړه شو چې دکابل په ژمیوکې به مې هرماښام دخپل پلاردستانې  په شوخۍ راواخیستې اوخپل واړه ،.واړه لاسونه به مې ورکې دننه کړل ، او له دې کاره به مې یو عجیبه خوند اخیسته
. دعامردې وړاندیز خوشحاله کړم او  دڅولنډو شېبولپاره یې کابل ته  بوتلم ، له کوره لاوتلې نه وم چې دکورپه ټیلفون زنګ راغی، دبلې افغانې ملګرې غږمې واوریده ، له لنډو خبروڅخه وروسته مې دخپل تګ په اړه ورته وویل، هغې راته په ځواب کې وویل چې دهمدې لپاره یې زنګ وهلی ،غواړي له ماسره یوځای  فاتحې ته لاړه شي . 
دښارپه مرکزي برخه کې مودمیټرو دتم ځای سره نږدې  دلیدو وعده کېښوده .  له کوره ووتم خوشاله شوم چې ځه په دې پلمه به  نن تردومیاشتووروسته ورسره وګورمه . هواډېره سړه وه ، لاسونه مې یخ شول ، دعامرددستانوارمان راغی ، زه په میټروکې ناسته وم ، لاټاکلي تم ځای ته نه وم رسېدلې چې په موبایل مې زنګ راغی ،دکورنمبرو، وارخطاشوم ، په زړه کې مې تېرشول چې  ماشومانو کې مې کوم  یو  ځان نه وي خوږ کړی ، خوومې لیدل چې عامرپه ارامه لهجه رانه وپوښتل :
- ګلالۍ ! ته چېرې یې ؟
- زه خولارسیدلې نه یمه ، ولې ؟
- هسې .....ڼیليفون کړی و،چې ته فاتحې ته لاړه شه هغه نه شي درتلی .
- ښه   ........
ځان سره موسکۍ شوم ،ترشونډولاندې مې وویل
دوه پکه هغه هم سره ورکه .
 که څه هم زړه مې ډېرخپه شو، خوځان مې دتل په شان په دې وغولاووچې دااروپاده، ځه ! ښځې خپل کارکوه ،داسې دروبوله چې دلته هیڅ افغان نشته، افغانان خوپه افغانستان کې دي . وروسته مې وویل ځه شکردی څلورتنه افغانان خوپه کورکې راسره شته ،  یوازې خونه یم، نوددې نازولو افغانانولپاره مې دخپلې ملګرې په کورکې هم لنډې شېبې تېرې کړې . تېرماښام وچې دکورپه لوري راروانه شوم ، داځل په میټروکې ماته نږدې په بل سيټ کې دوه ویتنامۍ جینکۍ خواپه خوا ناستې وې ، عمرونه یې دشلواودېرشو په منځ کې ښکارېده، ددواړو پيتې پیتې پوزې وې ،ماته یې دافغانستان دهزاره جاتو دنجونوحسن راپه زړه کړ، خودهزاره جاتو جینکۍ سرې لوپټې اویاهم دګل سیب دسمالونه په سروي، دې جینکیو تورنرم اوپاسته ویښتان چې ددواړو یوبل ته نږدې ترتیب سره جوړشوي ووپه خپلو اوږوخلاص راپرېښي وو.
هغوی دواړه  په خپله ژبه باندې دومره خوږې اوصمیمي سره لګیا وې چې تابه سوچ کاوه ددوی په هره خبره سړی پوهیږي ، یوه خبره اودوخوله خندابه یې سره کوله ، بیاراته په مخامخ سیټ باندې یوه دپاخه عمرسړی اوترڅنګ یې یوه ښکلې ښځه  کېناسته ، دواړه دپنځوسوکالوبه په شاوخوا کې معلومیدل .وه ښځه سره سپینه وه ويښتان یې دنارینه ووپه شان لنډ وو خودلیوه دويښتانوپه شان یې رنګ کړي وو، دهغې ویښتانوماته دخپل ګاونډي سپی راپه زړه کړ، ماته مې ګاونډي ویلي ووچې دده دسپي موریوه لیوګۍ ده ، نوځکه داسې ببر اوښکلي ویښته لري .
دسړي سره ناسته ښځه ښکلې خوډېره غوسه ناکه ښکاریده ،ترڅنګ ناست سړی مهربانه ښکاریده، دهغه هم شنې خولږپیکه رنګې سترګې وې ،پوټکی یې داسیایي خلکوغوندې و، په سريې نسواري رنګه دوړیوخولۍ اېښې وه، چې دهغه غوږونه یې هم پکې پټ کړي وو.  نوی دکوبای پتلون یې په تن کړی و، بوټان يې هم نوي وو، دستانې یې په لاسو،نه وې .  کله چې مادهغه دلاس ګوتوته وکتل ،نوماته یې هغه باغبان راپه زړه کړ چې دهرپسرلي په رارسیدو سره به دجعې په ورځ به مې دپلارسره زمونږکورته راته اوزمونږدانګوردتاکونو(تاک بوري ) به یې کوله .هغه چې به زمونږ کورته راغی نو ماته به یې په لاس ستړې مه شي راکړه ، له کله نه  چې  ما دهغه لاسونه اوزیږې ګوتې لمس کړې وې نو  داپوښتنه راسره  پیدا شوې وه چې زما دپلارګوتې ولې دومره نرمې اوپستې دي اودهغه تاک بورکاکا ګوتې ....ترهغوچې مورمې راته وویل چې پلاردې ځکله قلمي ګوتې لري چې تل په قلم باندې کارکوي اوکاکاځکه زیږې ګوتې لري چې هغه تل بیل اودتاک بورۍ قیچي باندې کارکوي .
 سړی هم ویتنامي جینکوته فکروړی و، اوښځه په خپل سوچ کې بل ځای ته تللې ښکاريده، په هم دې وخت کې سړي ته په موبایل باندې زنګ راغی ،خوهغه وروخپل موبایل غلی کړ اوجیب ته یې کړ. زما ترتم ځای مخ کې ښځې اوسړي په خپلو کې سره  څه وویل اوله ټرین څخه کوزشول .
مادټرین له ښېښې نه هغوته کتل ،ترهغوچې هغوبرقي ځینې ته پورته کیدل ،ماهغوی څارل خدای زده ولې مې و انګیرله چې هغه دواړه به  ښځه اوخاوندوي ، په خپل تم ځای کې له ټرين څخه کوزه شوم ،دهغوداوړوپه اړه مې سوچ کاوه، داجوړه راته ډېره بې مینې ښکاره شوه .
 زه په همدې سوچ کې روانه وم چې ناڅاپی ډزو مې دسوچ لړۍ وشکوله . ډزې تیزې شوې شاوخوامې وارخطا وارخطا وکتل ،خوځای نه ښکاریده چې ډزې له کومې خوانه کیږي ،زما ترشا روان خلک ارامه په خپله لاره روان وو، بیاډزې شوې مابیا شاوخواوکتل ،ځان سره مې وویل لکه چې دلته هم داسلسه پیل شوه ، ترشاراروانولارویانوراته پام شونوراباندې موسکي شول ،لکه چې لیونۍ ورته ښکاره شوم .دمسعوداوګلبدین جګړې اودکابل ښارمې په زړه راوګرځیده ،اویاهم په دې وروستیوکې دپېښورسره نږدې په شاکس کې دمنګل باغ اوانصارالسلام ترمنځه جګړې ، چې دډزواوازونه یې ترحیات اباده رارسیدل ، که اوکه څوک په هغه ډزوکې ارامه روان ونودنورودخنداوړبه شو.اوهرچا به ویل دې لیوني ته ګوره ، خونن چې زه وارخطایمه زه دخنداوړشومه .
 د ډزو اوازونو تر کوره بدرګه کولم ، ډزې  دساعت په تیریدو نورې هم زیاتیدې، کله چې عامردکړکۍ څخه مخامخ دغونډۍ په لوري وکتل نوراته یې په خندا وویل :
-  لیونی داخودنوي کال ډزې دي . ته وګوره داهغه پټاقۍ دي چې دوی یې  داسمان په لوري ولي اورنګینې رڼاګانې ترې جوړیږي ، ته وګوره چې داسمان لمنه څومره دې رڼاګانورنګینه کړې ده .
خوددې رڼاګانو یوه سړه تبه مې په وجودکې رادننه شوه، ځان سره مې وویل:
-  دلته په دې وطنوکې ډزې خلکوته رنګینۍ اوخوشحالۍ ورکوي ،خوزمونږ په وطن کې داډزې اولسونوته غمونه ورکوي، څومره لوی توپیردی لویه خدایه ! له دې ډزودلته رڼاګانې وریږي خوزما په خاوره کې له دې ډزو نه سا ګانې ډوبیږي اوژوند ختمیږي .پاڅیدمه، دخپلې کوټې دکړکیوپردې مې راکوزې کړې اوپه خپلوګوتوباندې مې دخپلو غوږونوسوري بندل کړل .