كندهار:د فوټبال لوبي په ښه ډول رواني دي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 41527
اسدالله زړه سواند
دخبریدو نیټه : 2011-01-17

اسدالله زړه سواند:كندهار

دهېواد په كچه دقهرمانوفټبال لوبډلو تر مينځ دملي لوبډلي لپاره دغوراوي  دسياليو لوبي يوځلي بيا په كندهار ولايت كښي پيل سوي.
په يادو سياليو كي دكندهار ولايت ترڅنگ دهېواد داتو قهرمانو لوبډلو كابل ،هلمند ،هرات ،بلخ ،كاپسا ،غزني او بغلان لوبډلي هم گډون  لري

دكندهار دبدني روزني امريت او دكندهار ولايت اوسيدونكي خوښ دي چي يادي سيالۍ په كندهار ولايت كښي پيل سوي دى
ډگر جنرال محمد ظاهر اكبر دافغانستان دسپورت اوبدني روزني دكوميټي مشر وويل چي دكندهاري چارواكو لخو سپورتي لوبو ته دليولتيا او دكندهار ولايت اوسيدونكو مرسته چي په تېرو سياليو كښي  راسره كړي دوي يې دي ته ليواله كړي دي چي په كندهار ولايت كښي دا ډول  سيالي په لاره واچوي

د دوشنبي په ورځ دكندهار په احمد شاهي لوبغالي كښي دگډون كوونكو لوبډلو  لخوا د رسمي پريټ په ترسره كولو سره پيل سوه
دهېواد دقهرمانوفټبال  لوبډلو ترمنځ دسياليو لومړني لوبه دهلمند او كاپسا لوبډلو ترمينځ ترسره سول چي هلمندي ځوانانو وكولاي سواي چي دكاپسا قوي لوبډلي ته په ۶ گوله سره ماته وركړي چي كاپيسا دهڅو نتيجه يوازي يوگول وه

هلمندي ځوانانو  دكاپيسا څخه دي لوبي په گټلو سره وښودل چي دسياليو لپاره پوره تياري لري
او همدارنګه دوهمه لوبه د هرات او بغلان لوبډلو ترمنځ ترسره سوه چي هرات پنځه ګولونو په وهلو سره د بغلان څخه پنځه د يوه په وړاندي لوبه وګټله.

پاته دي نه وي چي داسيالي به پنځلس ورځي دوام ولري چي شاوخو درې مليونه افغاني لگښت پري راځي