افغان کرکټ ملي لوبډله په اماراتو کې د کاناډا، ایریلینډ، کینیا او اماراتو سره د فبروري میاشتې په لومړیو دوو اونیو کې پنځه یو ورځینۍ لوبې کوي.
افغان کرکټ بورډ ته د کرکټ نړیوالې شورا ډاډ ورکړی چې افغان ملي لوبډله به دوه یو ورځینۍ لوبې د کاناډا، کینیا او یا ایریلینډ هیواد سره کوي او درې نورې یو ورځینۍ لوبې به د متحده عربي اماراتو لوبډلو سره کوي.
ایریلینډ، کاناډا او کینیا د نړیوالو یو ورځینیو سیالیو جام لپاره د دوبۍ په ښار کې چمتوالی نیسي، د نوموړو لوبډلو څخه به دوه هیوادونه دوه ۵۰ اوریزه لوبې د افغانستان سره د فبروري په ۶ او ۸ نېټه کوي.
د افغان ملي لوبډلې به درې نورې یو ورځينۍ لوبې د متحده عربي اماراتو د ملي لوبډلې سره کوي چې تر اوسه لا نه ده ټاکل شوي چې د فبروري په څومه نېټه به وي.
افغان ملي لوبډله به د حمید حسن په مشرۍ متحده عربي اماراتو ته د جنوري په ۲۷ نېټه سفر کوي او دا ټولې لوبې به د افغان ملي لوبډلې په کورني کرکټ سټډیم( شارجه) مې ترسره کیږي.
د دې لوبو لپاره افغان کرکټ ملي لوبډله په لاندې ډول ده:
حمید حسن ، نوروز منګل ، کریم صادق ، نور علي ځدران ، شاپور ځدران ، میرویس اشرف خروټی ، شفیق الله شفق ، ګلبدین نایب ، سمیع الله شینواری ، شبیر نوري ، عبدالله مزاري ، محمد سمیع اغا ، محمد شهزاد ، محمدنبی عیسی خیل ، جاوید احمدي او اصغر سلام خېل .