افغان کرکټ ملي لوبډله د کینیا او کاناډا سره لوبې کوي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 41545
جواد
دخبریدو نیټه : 2011-01-18


افغان کرکټ بورډ ته د کرکټ نړیوالې شورا د افغان ملي لوبډلې د دوو لوبو مهال ویش اعلان کړ، افغان کرکټ ملي لوبډله به د فبرورې په ۶ نېټه د کینیا او په ۸ نېټه د کاناډا سره یو ورځینۍ دوه لوبې کوي.

دواړه لوبې به د عربي متحده عربي اماراتو د شارجې په لوبغالي کې ترسره کوي او درې نورې لوبې به د اماراتو سره هم کوي خو تر اوسه پورې افغان کرکټ بورډ ته د اماراتو کرکټ بورډ د اماراتو سره د لوبو په اړه مهال ویش نه دی معلوم کړی  خو زیات امکان شته چې افغان ملي لوبډله به د اماراتو سره لومړۍ لوبه په ۲۹ نېټه کوي.

افغان ملي لوبډله به د حمید حسن په مشرۍ متحده عربي اماراتو ته د جنوري په ۲۷ نېټه سفر کوي او دا ټولې لوبې به د افغان ملي لوبډلې په کورني کرکټ سټډیم( شارجه) مې ترسره کیږي.

د دې لوبو لپاره افغان کرکټ ملي لوبډله په لاندې ډول ده:

حمید حسن ، نوروز منګل ، کریم صادق ، نور علي ځدران ، شاپور ځدران ، میرویس اشرف خروټی ، شفیق الله شفق ، ګلبدین نایب ، سمیع الله شینواری ، شبیر نوري ، عبدالله مزاري ، محمد سمیع اغا ، محمد شهزاد ، محمدنبی عیسی خیل ، جاوید احمدي او اصغر سلام خېل .