له تېرو پنځو کلونو راهيسي دچين هيواد سره سودا ګريز تګ راتګ لرم دوه کاله مخکي مي فکر وکړ چي دمادي ګټي تر څنګ بايد معنوي ګټه هم هيواد ته يو سم .
په ږغيزه سوداګريزه ژبه يې تر يوځايه بلد وم ومي غوښتل په انځور ليک او دليک په ژبه يې هم پوه سم مخکي کلونو کي لا په چين کي دژبو دزده کړي دومره خصوصي مرکزونه هم نه وه خو په داورستيو کي زيات سول ، کله چي مي دوه کاله مخکي دچينايي ژبي زدکړه په علمي توګه پيل کړه په ټولګى کي مو تر دېرشو زياتو کسانو زدکړه کول چي په دې کي تورپوستي ، عربان ، روسان،جرمنيان ، ايرانيان او داسي نور را سره وو ، په دوى کي مي لاکله کله پريو روسي ټولګيوال چي (ويکتور) نومېدى په افغانستان کي ددوى دماتي په هکله ټوکي هم کولې او خندل به يې . ددرس په پيل کي يوڅه وار خطا وم چي ، په يوه مياشت دي د دوه زره افغانيو انډول ( چينايي يون) ور کړه چي په څه ډول به دا پېچلى ليک زده کوم ؟!، ښوونکې مو ښځينه وه (يدي) نومېدل ، کله چي يې درسي پلان وړاندي کړ په دې ډول و چي يو وار به په اول کتاب کي چينايي ژبه پونيټيک ډول ښوول کيږي په دوهم کتاب کي به د ژبي تر څنګ ليک هم تدريس کيږي ،ددرسي پلان له مخي يو کتاب په دوو مياشتو کي تدريس کېده ، درس مو پېل کړډېر ښه مي زده کېده ښوونکې هم په ډېر ښه مېتود درس راکاوه ، لس ورځي وروسته يو ورځ ښوونکې ټولګۍ ته راننوتل او له ورايه راته کتل چي لږ را نيژدې سول په مستعارنامه يې راته وويل چي (جان) تردرس وروسته پنځو دقيقودپاره کار درسره لرم ،هم ويل هوکې ، تر درس ترخلاصېدو وروسته ادارې ته ورسره ورسره ولاړم او راته ويې ويل : (( جان زه چي د کوم توري او لغات تلفظ کوم ته يې کټ مټ هغه ډول کوې تاثير په څه کي دى ؟ په لس پنځلس کاله کي چي مي هرڅومره بهرنيان ليدلي چي چينايي ژبه يې ښه پوره زده کړې وي خو بيا هم په وينګ کي ستونزه لري. )) سمدستي مي پام سو چي سړيه دادي دپښتو ژبي برکت دى او ورته ومي ويل چي استاد زه خو دومره لايق هم نه يم په اصل کي موږ يو بډايه ژبه لرو چي پښتو نوميږي، زموږ د ژبي تر نورو ژبو ډېر دي هر ډول ږغيز توري لرو چي هغه په نورو ژبو کي نسته ،بيا مي ورته د پښتو ژبي خپل اته توري( ټ،ډ،ړ،څ،ځ،ږ،ښ،ڼ) ورته انځوراوتلفظ کړل که څه هم نوموړې دپښتو په تورو نه پوهېدل خو څوواره يې په ما ياد سوي توري تکرار کړل په اخر کي يې راته وويل چي تاسو بختورياست چي داسي ښکلې اوبډايه ژبه لرۍ او ډېر يې تشويق او وهڅولم چي تاسو ډېرژر او ډېره ښه چينايي ژبه زده کولاى سې چي اوس خومي په ټوکو کي چينايي بولي ،ددې خاطرې ديادولو څخه موخه پښتون کهول ته زېرى ورکول دى چي دپښتو ژبي غېږ دومره پراخه ده چي دنړۍ ټولي ژبي په خپلي غېږ کي نيولاى ،نو داپه ټينګه را ته جوته سوه چي دنړۍ پرمخ به داسي ژبه نه وي چي پښتانه دي يې په زده کړه کي ستونزه ولري ؛ داچي دنړۍ په شاوخوا څو زره ژبو کي پښتو اته څلوېښتم ځاى لري بې انصافي ده پردې بايد د پوهانو اومشرانو له خوا غور وسي ، رابه سو موضوع ته دتېرو دوو کلونو راهيسي مي پر چينايي ژبه سربېره د انځور ليک سره هم څه نا څه بلدتيا پيداکړه نو دلته يوڅه هغه کلمات چي په پښتو کي کاريږي په چينا يي کي هم کټ مټ کاريږي اوبل پښتو هغه اته سوچه توري اوږغونه بېله (ډ اوڼ ) په چينايي ژبه کي هم کاريږي يوازي بېلګي را وړم : چينايي ژبه:中国话=zhong guo hua= ځونګ ګوخوا) چينايي ژبه دږغونو،هيجاوو اوخجونوژبه ده(Chinese is a tonal language) چي پريوډول کلمې دفشار په واريدېدو سره يې پوره مفهوم تغير کوي دبيلګي په توګه که د (ما اى=mai=买) کلمه په دريم ږغ کي د رانيولوپه مانا ده خوداغه کلمه په څلورم ږغ کي د خرڅولو په مانا ده . دچينايي ژبي بنسټ پر پنځو اصلي ږغونو ولاړدى چي څلور يې منظم او يو يې غېري منظم دى چي په بېلګو کي راوړل يې موضوع اوږدوي . چينايي ليک : دنړۍ د نورو ژبو پر خلاف چينايي ژبه الفبآ نه لري ځکه نو دوى دليک کښلو لپاره دځانګړو نښو او کرښو څخه کار اخلي او هغه اساسي کرښي اته دي اوبياورپسي زياتي دي، چينايان خپل ليک ته ( ځه ماو= zimu=字母 )وايي. چينايي ليک دود: دچينايي ليک کښلو لپاره درې اصله موجود دي چي مهم يې له لوړ څخه کښته ، له چپه څخه راسته خواته او له دننه څخه دباندي ليکل کيږي خو چينايي ژبه کي دخپل پيدايښت څخه بيا تر اوسه چندان توپير نه دى راغلى يوازي د شلمي زېږدي پېړۍ په لومړيو کي يو ډله پاڅېده او د يوې ملي ژبي لپاره يې د زرګونو نښو پرځاى ځيني حدود وټاکل چي دا کار دچين په پېر کي ( کارولين بيلوندن) او ( مارايلوين) وکړ چي دچين معياري ژبه د(پوتونګ خوا putonghua=普通话 ) په نامه سره ياديږي چي په سرليک کي هم ورته ايشاره سوې ده. چينايي قاموس ليکنه: چين د يو لرغوني فرهنګ درلودونکى هيواد دى دقاموس ليکني مخينه يې شاوخوا دوه زره کاله ته رسيږي د قاموس ليکنه په چين کي تر دوهمي زېږدي (مېلادي) پېړۍ وروسته رواج سوه .پښتو اوچينايي: دلته موږ دپښتو او چينايي ژبي پر نيژديوالي او ليريوالي نه ږغېږو چي دا دواړي ژبي په هندواريايي کور کي سره نېژدې والى لري او که يا هغه د ژبپوهانو کار دى ، زه دلته يوازي د پښتو اوچينايي ترمنځ دږغونو اوکلماتو ورته والى په ډاګه کړم چي ماته دچينايي ژبي دزده کړي پرمهال په مخه راځي ، دابيلګي ډيري زياتي دي چي دلته يې يوازي دنمونې په ډول راوړو. هغه پښتو کلمې چي په چينايي کي هم کټ مټ کاريږي :
چينايي لغات(ويي) چينايي پونيټکس تلفظ (وينګ ) مانا په پښتو کي
庶 yao ياو ديوه شمېر ( ١) يو
篦子 bi zi پيزه پزه پزه
摔 shuai ښوى غوړ په پښتوکي دنارينه لپاره
拆 chai څي څيرل دټوکريا..څيرل
茶 cha څا چاى چاى
走 zou ځوو ځو دتګ په مانا
爬 pa پا خا پوړي خاپوړي
摔倒 shuai dao ښوي تاو ښوېدل پرځمکه ښوېدل
دلته د هغوچينايي کلماتو بېلګي راوړو چي په هغه کي د پښتو د شپږو تورو ،ټ،ړ،څ،ځ،ږ،،ښ ، ږغونه کټ مټ را غلي دي ، پاته دي نه وي چي پښتو د ( ډ اوڼ ) ږغونه مي تر اوسه نه دي پکښي او رېدلي .
چينايي لغات(ويي) چينايي (پونيټکس) تلفظ (وينګ) پښتو تورى مانا
男人 Nan ren نان ږن ږ نارينه
小孩 xiao hair شياؤ هړ ړ کوچنى/ماشوم
护照 huzhao خوځاو ځ پاسپورټ
春天 chuntian څون تېن څ پسرلى
葡萄 pu tao پوټاو ټ انګور
书 shu ښوو ښ کتاب
داسي بې شمېره بيلګي نوري هم سته چي قاموسونه په ډک دي .
دچين هيواد د ( يوو) ښار