(شپاړسمه برخه)
يحيى خان دا ډول تصميم نه درلود. داسې پريکړه يې کړې وه چې اوبه خړې کړي اوماهيان پکې ونيسي. په هر ډول چې کېږي د شيخ مجيب الرحمن په ليار کې خنډونه راپيدا کړي. ددې ډول خنډونود پيدا کولو لپاره يواځې لياره په اسامبله کې د ننه د نفاق اور لګول وو. د دې اورلګونې په نتيجه کې به له دې چې اسامبله غونډه وکړي، د پاکستان اوختيځ بنګال تر منځ به تضاد او شخړه پورته شي. او پريزيډنټ يحيى خان د دې مقصد دتر سره کولو لپاره خورا ښې اومناسبې وسيلې درلودې.
لومړۍ په زړه پورې وسيله يې بوټهو صاحب يانې هغه څوک چې تل تر تله يې په قدرت او امريت پسې سترګې ړندې اود وينو ډنډ وې، را ډګر ته کړ. دويمه وسيله يې همد اسامبلې د ننه ګډوډي وه. عوامي ليګ په انتخاباتوکې هڅه کړې وه چې د پاکستان په ځينو سيموکې لکه راولپينډۍ، کراچى او سند کې څوکۍ وګټي مګر پدې بريالى نه شو. يوسل او اووه شپيته څوکۍ يې ټولې د ختيځ بنګال څخه وې. په همدې ډول د پاکستان پيپلز ګوند هم خپلې يواتيا څوکۍ په پاکستان کې وګټلې او په ختيځ بنګالکې يې څه په لاس ورنرغلل.
د اسامبلې دې عجيبې ګډوډې بڼې د يحيى خان د رژيم لپاره د ناجايزې لاسوهنې موقع په لاس ورکړه او د ختيځ بنگال په ضد د پاکستان د پارونې لپاره ښه فرصت و. بله ښه پلمه يې دا وه چې د مولانا بهشاني د ١٩٧٠ کال د دسامبر د مياشتې خبرو او ويناو ته چې په مصنوعي ډول يې د ازادى نارې وهلې ګوته ونيوله. د بهشاني نارې سورې هم ددې لپاره وې ترڅو شيخ مجيب الرحمن مخکې له مخه د پاکستان په تجزيه کولو تورن کړي. داسې حالاتو او چال چلن اسلام اباد ته د خپل شوم مقصد لپاره پوره پياوړې بهانه پيدا کړې وه. داسې پروپاګندونه خپاره شول چې د هيواد يووالى په خطر کې و. هيڅ چا بهشاني ته د هغو څه په هکله چې يې ويل، څه ونه ويل بلکې په ځاى يې د نوموړي ويناوې د شيخ مجيب الرحمن او عوامي ليګ غوښتنو د تورې تياره کولو لپاره په کار واچول شوې. له بلې خوا اولسي ورځپاڼو په داسې خبرونو او پروپاګند پيل وکړ چې ګوندې انتخابات د دوه ګوندونو [عوامي ليګ او پاکستان پيپلز پارتى] تر منځ نه وو، مګر د دوه پاکستانونوتر منځ! نو که حکومت غواړي چې د پاکستان ګټې يې ساتلې وي بايد چې د اسامبلې له غونډې څخه د مخه د شيخ مجيب الرحمن او بوټهو له يوه بل سره وګوري او يوې "فيصلې!" ته ورسيږي. پنجابي ورځپاڼو په داسې ډول حقايقو سترګې پټولې او په دوه ګوتويې د لمر پټول غوښتل.
لومړى دا چې د مستر بوټهو ستورى که هر څومره روڼ هم ځليدلى واى، مګر په پاکستان خو څه حتى د پنجاب او سند په وکالت يې هم خبرې نه شواى کولاى. له څلورو صوبو څخه بوټهو يواځې د دوه صوبو (سند او پنجاب) په لږ برخه کې لاس درلود. په پښتونستان او بلوچستان کې يې د کيناستو ځاى هم نه و، د پښتنو او بلوڅو پياوړو مشرانود شيخ مجيب الرحمن ملاتړ کاوه. په سيند او پنجاب کې هم د بوټهو ځنې مخالف ګوندونه په مجيب پسې روان وو. نو د دې حقيقت په رڼا کې شيخ مجيب الرحمن رښتيا ويل چې هغه اساسي قانون چې د نوموړي د شپږ فقريز پلان په اساس ولاړ وي نو د ختيځ بنګال او پاکستان د ولسونو له هيلوسره برابر اود داسې اکثريت په لرلو سره به اصلاً هغه دې ته اړ نه وي چې له بوټهو سره خبرې وکړي. نو د مجيب او بوټهوکتنه او د اسامبلې له غونډې څخه د مخه د (فيصلې!) ته رسيدلو خبره د بحث وړ نه وه. يا دا و چې د اقليت مخالف ګوند په توګه په اسامبله کې خپل چانس واخلي. په هغه وخت کې د دې لپاره چې د هيواد يووالى به په خطر کې وي کومشواهد نه ليدل کيده. بهشاني او ټولي يې کوم چې د ازادي غوښتلو اواز يې پورته کړى و په حقيقت کې نه داسې هيله لرله او نه يې په سر کې و. مگر لکه څنګه چې مې پخوا وويل دا کار يې يواځې د شيخ مجيب الرحمن د بدنامۍ لپاره کاوه. له انتخاباتو ورسته څرګنده شوه چې بيله خپل ځان څخه يې د بل چا نمايندګي نه کوله.
عوامي ليګ چې د ختيځ بنګال د ګرد اولس باور يې تر لاسه کړى و او د مساوي حق غوښتنه يې کوله، مگر نه د ازادۍ غوښتلو! دا خورا د يادونې وړ خبره ده چې شيخ مجيب الرحمن هيڅکله له انتخاباتو څخه د مخه او يا ووسته په خپلو ويناوو کې د ازادۍ غوښتل په ژبه نه راوړل. د حکومت سپين کتاب پخپله د دې حقيقت مننه کوي. ددې کتاب په څلورم مخکې وايي چې: "د عوامي ليګ شپږ فقريزپلان چې اولس ته وړاندې شوى دى په هيڅ ځاى کې د پاکستان د اوسني کرکټر د بدلون ه هکله څه نه لري. په لومړۍ ماده کې ويل شوي چې د حکومت ډول به "فدرالي اوپارلماني" وي. د انتخاباتو په اوږدو کې شيخ مجيب الرحمن دا خبره په څو ځله تکرار کړې ده. د ده هدف دا نه دى چې د پاکستان اتحاد ته دې تاوانورسيږي او يا دې يې اسلامي کرکټر بدل شي. مگر دا چې هر څوک خپله مساوي برخه واخلي. د ١٩٧٠ کال د سپتامبر پپه يوويشتمه نيټه يې په نيرنګنج کې د ويينا کولوپه ترڅ کې خلکو ته وويل چې "شپږ فقريز پلان به عملي شي او وبه ګورئ چې د پاکستان يووالى او اسلامى کرکټر به هم ساتلى وي." د ١٩٧٠کال د سپتامبر د مياشتې په څلورويشتمه نيټه يې په ډاکه کې وويل چې: "انتخابات د صوبه ايزو مساواتو له ريفرينډم څخه عبارت دي. په يوه بله جلسه کې يې بيا چې په سلهت کې د ١٩٧٠ کال د نومبر په شپږمه وشوه دا خبره په ډاګه کړه چې د عوامي ليګ شپږ فقريز پلان يواځې او يواځې د دې لپاره دى چې په اساسي قاانونکې د ختيځ بنګال د حقوقو ساتنه د صوبه ايزومساواتو په اساس وکولاى شي." د عوامي ليګ د نورو مشرانوخبرې هم همدا ډول وې.
له پورتنيو شواهدو څخه پوره څرګنده ده چې پنجابي حکمرانانو چې د سياسي پرمختګ ژوره څارنه يې کوله په دې باور درلود چې د عوامي ليګ پاليسي ګانې هيڅ کله د پاکستان د تجزيې هيله نه لري. او د دې خبرې لپاره چې ختيځ بنګال به د پاکستان حقوق تر پښو لاندې کړي هم هيڅ يو د منلو وړاوعلمي دليل نه و. مګر له توره بخته دا دواړه خاينانه خبرې د توطئې کولو لپاره پهخوله او دولتي مطبوعاتو له خوا را پورته شوې وې. د حکومت له خوا پخپله يحيى خان د ١٩٧١ کال د جنورۍ د مياشتې په نيمايي کې کله چې يې له شيخ مجيب الرحمن سره له انتخاباتو وروسته ليدنه وکړه، له هغه څخه يې وغوښتل چې له بوټهو سره "مصالحه وکړي."
څرګنده خبره وه چې پنجاب په انتخاباتو باندې د سترګو پټول غوښتل او د ختيځ-لويديځ ترمنځ يې د شخړې راپورته کولو لپاره تيارى نيو. څنګه چې مې پخوا وويل، پدې ډول يحيى خان غوښتل چې سياسي تورتم جوړکړي څو د ده لپاره د لاسوهنې زمينه برابره وي او د خپل ځانګړي قدرت اوپوځي بادارۍ د دوام په هکله خپلو هيلوته ورسيږي.د ختيځ بنګال او پاکستان تر منځ د شخړوراپورته کولو لپاره بله کومه بهانه او په زړه پورې پلمه نه ليدل کيده. وروسته به څرګنده شي چې له دې سره-سره چې د هيواد په اتحاد باندې يې څرګنده اغيزه درلوده،دا شخړې ځکه ميدان ته راغلې او څنګه يې پرمختګ وکړ.
پروفيسور چودري د پريزيډنت غير رسمي مشاور په لندن کې داسې څه ممکن نه واى ويلي لکه کومچې يې بيان کړل. اود هغه له بيان څخه داسې څرګنديږي چې په غيب ګويي کې يې پوره قدرت درلود!! د ختيځ بنګال او پاکستان ترمنځ شخړه راپورته شوه اونتيجه يې هم د پاکستان په تجزيه باندې پاى ته ورسيده. د پاکستان د تجزيې سبب يحيى خان اوبوټهوشول، نه عوامي ليګ.
له انتخاباتو څخه وروسته پريزيډنټ په ډيره هوښياري له سترګو ځان الونيا کړ او د پردې شا ته لاړ. په اولس کې يې په ډاګه هيڅ نه کول. يوخورا غوره کار چې ټول اولسونه ورته سترګې په لار وو هغه د اسامبلې د غونډې کولو د نيټې ټاکل وو. مګر ده لږ تر لږه دا نيټه هم ونه ټاکله.