د غاښ درد

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 41776
لعل محمد سباوون
دخبریدو نیټه : 2011-01-28

طنزیه ټوټه
تنکی ځوان وم،ښه وم،هغه د چا خبره د بچه بازانو سترګه را اوښته هر سړي راسره د شناخت کولو کوښښ کاوه. زموږ د کلي ملاصاحب هم راسره د انډیوالۍ او شناخت مزي غزولي وو.هر ځای چي به د ملاصاحب په سترګه سوم د روغبړ او ستړې مسي په بهانه به یې ښه کلک په غېږ کي ونیولم. د همېش په څېر یوه ورځ چي د بازار څخه د کور په لور روان وم د ملاصاحب په سترګه سوم،د روغبړ په بهانه یې ښه ټینګ په غېږ کي ونیولم او را ته وېې ویل ته ما ته ډېر ګران یې حتی چي تر (مور) هم راباندي ګران یې. خو زه چي یو بې پروا ځوان وم، په داسي کیسو کي مي چندان فکر نه کاوه، که رښتیا درته وواسم سر مي نه په خلاصېدی.او په دې نه پوهېدم چي د داسي خلکو مقصد څه دی؟ او څه رانه غواړي؟؟؟ بله ورځ چي د مکتب څخه د کور په خوا روان وم ملاصاحب ولیدلم کرار یې را ناره کړه اجمله! وه اجمله! دلته راسه!!! کله چي ملاصاحب ته ورنژدې سوم یو ځل بیا یې ښه ټینګ په غېږ کي ونیولم چي ناڅاپه مي پلار له بازار څخه راروان وو،زه یې ولیدم چي ملاصاحب مي کښېکاږي، کله چي ملا صاحب ایله(خوشي) کړم پلار مي پټ راته وویل ګوره زویه د داسي خلکو څخه لیري ګرځه! په خاص ډول د ملاصاحب څخه
ولي پلارجانه!؟
ځکه چي ملاصاحب ډېر بد د (غاښ درد) لري. زما چي د غاښ په درد سر نه خلاصېدی ورته ومي ویل چي د غاښ درد لري ډاکټر ته دي ولاړ سي ډاکټر به یې غاښ وکاږي. پلار مي په غصه راته وویل زه ستا دغه غټ سر څنګه در خلاص کړم؟ بس دومره درته وایم چي د ملاصاحب څخه لري ګرځه. د ماځګر د لمانځه وخت وو زه او پلار مي د لمانځه لپاره جومات ته ولاړو کله چي جومات ختم سي زموږ د کلي سپین ږیري د مسجد و مخته پر وړه غونډۍ باندي د بانډار لپاره سره راټولېږي. نن ملاصاحب هم ورغلی او د سپین ږیرو سره یو ځای کښېنستۍ بانډار تود سو،ما ته ناڅاپه د پلار خبره را په زړه سوه کرار- کرار ورغلم د ملاصاحب ته ور نژدې سوم او ورته ومي ویل:ـ ملاصاحب ته خوله وازه(خلاصه) کړه! ملاصاحب چي زما په مقصد نه وو پوه سوی راته ویې ویل څه غواړې؟ ګرانه! ورته ومي ویل خوله خلاصه کړه، ملاصاحب چي نه یې غوښتل ما خوابدی کړي خوله یې خلاصه کړه.په عین حال کي ټول خلګ زما او ملاصاحب سوال او جواب ته حیران دي، ما هم ښه په ځیر سره د ملاصاحب د غاښو ننداره وکره او ورته ومي ویل ملاصاحب ستا غاښونه خو روغ دي. ملاصاحب وویل هو اجمل جانه زما غاښونه روغ او جوړ دي. ما په لوړ اواز سره ورته وویل:خو پلار مي ویل چي ملاصاحب ته مه ورنژدې کېږه (ځکه چي ملاصاحب د غاښ درد لري) زما همدغه خبره د سپین ږیرو یوې زوري خندا بدرګه کړه
په درنښت