د اوزون د طبقی د فعالیت میکانیزم

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 41780
عطالله میرزاخیل
دخبریدو نیټه : 2011-01-28


د اوزون غاز په 1840 کال کی د کریستین فریدریچ سکونبین په وسیله کشف شو.د اوزون کلمه د یونانی ژبی د (Ozein) کلیمی څخه اخستل شوی چی معنی یی بوی ده چی د یو خاص بوی سره د برقی جرقی په وسیله هوا کی مینځ ته راځی.د اوزون هرمالیکیول د اکسیجن دری اتومه لری چی فرمول یی O3 دی.اوزون د اکسیجن التروپ ده کوم چی زیات ثابت اوغیر فعال غاز ده په معیاری شرایطو کی ( صفر درجه د سانتی گرید او یو اتمسفیر فشار لاندی ) اوزون یو لږ ابی رنگه غازده دتودوخی په C0112- درجو  کی تیاره ابی رنگ اخلی چی مایع وی او لهC0193 – څخه لاندی تودوخه کی ابی جامد حالت لری ،اوزون یو  قوی اکسیدایز کوونکی ماده ده.
زمونږشاوخوا د هوا یو څادر پوخلی چی ترkm 560 پورته د ځمکی له سطحی څخه امتداد لری.پدی ساحه کی څلور مختلفی طبقی وجود لری .چی د کثافت او کیمیاوی جوړښت له مخی سره تفاوت لری.پدی طبقو کی یوه هم  د ستراتوسفیر طبقه ده چی د ځمکی له سطحی  15څخه تر 45 کیلومترو پوری فاصله کی شتون لری د اوزون طبقه د هغی په پورتنی برخه کی ځای لری. دغه طبقه د انسان او نورو حیواناتو لپاره حیاتی ارزښت لری.ځکه چی د لمر ما ورای بنفش  وړانگو(Ultra violet light) مضریت څخه مخنیوی کوی دغه طبقه د لمر د لوړی فریکونسی لرونکی وړانگو( 97-99%) برخه جذبوی کومه چی د ځمکی د مخ ژوند ته گواښ پیښوی.د لمر وړانگی د مختلفو طول موجونو  درلودونکی وړانگی لری.چی لیدونکی وړانگی د هغی یوه برخه ده ،ماورای بنفش وړانگی چی مضریت لری پدی وړانگو کی شته چی د نفوذ لوړ قابلیت لری.چی کولی شی چی د پوستکی له انساجو څخه تیری شی او دننیو انساجو ته ضرر ورسوی.په اسانی کولی شی پوستکی ته ضرر ورسوی او دپوستکی د سرطان له مهمو لاملونو څخه شمیرل کیږی.دغه وړانگی د نفوذ پذیری لوړ قابلیت لری ځکه چی هر څومره یوه وړانگه کوچنی طول موج ولری د نفوذ قابلیت یی زیات وی نو ځکه د UV اونوری تخریب کوونکی وړانگی په کراتو له مریی نور څخه کوچنی طول موج لری .د اوزون د طبقی شتون ددی لامل شوی چی لیدونکی وړانگی ځمکی ته ورسیزی او د فوتو سنتیز په شان پدیدی په ځمکه کی ممکنی کړی او د تخریبوونکو وړانگو له راتلو څخه مخنیوی کوی اود ژوند چاری په اوسنی حالت په مخ لاړی شی.
 دغه طبقه په  1913کال کی د فرانسوی فزیکدانانو هریو چارلس فابری او هنری بسن په وسیله توضیح شوه ،د دی طبقی خواص د برتانوی منرالوجست ب. دبسن په وسیله توضیح شول چاچی یو ساده سپکترو فوتو متر جوړ او وتوانیده چی د ستراتوسفیر د اوزون اندازه معلومه کړی.د1928او 1958کلونو په مینځ کی دبسن یو نړیواله شبکه د اوزون د کنترول د مرکز په نوم تاسیس کړه کومه چی تر نن ورځی پوری یی فعالیت ادامه لری.همدارنگه د اوزون د طبقی د فوتو کیمیاوی میکانیزم  برتانوی پوه شاپ من په وسیله په 1930کال کی توضیح شو.
د اوزون عادی اندازه په ستراتوسفیر کی) ppb35 ترppb 50  (پوری ده.دغه طبقه ده چی د ماورای بنفش وړانگی تصفیه کوی.دغه عملیه څرنگه سرته رسیږی ؟ دا یوه مهمه پوښتنه ده .کله چی د اوزون مولکیول د ماورای بنفش وړانگی جذب کړی نو د اوزون مولکیول د اکسیجن په یو مولکیول او یو اتوم د اکسیجن تجزیه کیږی، داکسیجن یو اتوم چی غیر ثابت دی په چټکی سره د اوزون بل مولیکیول سره تعامل کوی چی دوه مولکیوله د اکسیجن جوړوی.
O3 (g)    →    O2  +  O(g)                             
O (g)    +      O3(g)    →     2O2(g)                
د ماورای بنفش وړانگو جذب په دغه ډول اوزون مصرفوی.پداسی حال کی چی د اوزون غلظت باید په ستراتوسفیر کی ثابت پاتی شی.همدارنگه هغه تعاملات چی په ستراتوسفیر کی صورت نیسی  د هغوی په جریان کی اوزون جوړیږی.څرنگه چی د لمر وړانگی د اکسیجن د اتوم د تجزیی سبب گرځی چی وروسته د اکسیجن دوه اتومه کولی شی د اکسیجن یو مولکیول سره تعامل وکړی یو مولکیول د اوزون جوړکړی.
O2(g)    → O(g)  + O(g)                                  
O2 (g)    +   O(g)    → O3 (g)                          
د ستراتو سفیردطبقی  په غلیظه ساحه کی د اوزون مقدارppb 8000 ته رسیږی کوم چی د اکسیجن مقدار0ppb200000 ته  په مقایسی ډیرلږدی.د اکسیجن او اوزون اړونده  مقدار باید ثابت وی تر څو دغه تعاملونه په دوامداره توگه سرته ورسیږی تر څو تر 30 میلیونه کیلو گرامه پوری اوزون په شپه او ورځ کی تجزیه او جوړشی.

زیات عوامل د اوزون او اکسیجن په نازک مقدار باندی په ستراتو سفیر کی اغیز لری.لکه د باد نمونه ،د تودوخی درجه ددی سبب گرځی چی دغه تغیرات د نوسان حالت ولری.پس ویلی شو چی د اوزون طبقه د نړی په ټولو برخو کی یو شان نده ،تر ټولو مهم اغیز د انسان خپل فعالیتونه دی چی د ککړتیا په شکل یی دغی طبقی ته ور پیښ کړی .صنعتی فعالیتونو او د سوختی موادو بی دریغه کارول ددی لامل شوی چی دکلورو فلورو کاربن مضره غازتولید شی. د دی طبقی توازن  له مینځه یوسی او ددی طبقی دتعاملاتو په پروسه کی دخالت وکړی.له 1973کال څخه مخکی داسی فکر کیده چی د CFCs غازغیر فعال دی او په عادی شرایطو کی د ستراتو سفیر په تعاملاتو کی نشی داخلیدی ،خو په 1973کال کی رولند او مولینا د کلیفورنیا په پوهنتون کی د CFCs د اغیزو په هکله په څیړنو پیل وکړ،دوی په خپلو پلټنو کی دا ومونده چی کله د ماورای بنفش وړانگی د CFCs د یو مولکیول سره تعامل کوی د کاربن – کلورین اړیکه ماتیږی :
CF2Cl2 (g)   →  CF2Cl (g)  + Cl                            
د کلورین اتوم په چټکی سره د اوزون سره تعامل کوی اکسیجن او  ClOجوړوی.
Cl (g)   +  O3  (g)  →   ClO (g)  + O2 (g)                
چی ClO ثبات نلری د O3 له بل مولکیول سره تعامل کوی یو مولکیول د O2او یو اتوم د کلورین جوړوی:
ClO (g)   +  O3 (g)  →  2O2 (g)  + Cl (g)                
د کلورین اتوم اوس تیار دی چی دوه مولکیولونه  د اوزون تخریب کړی.کله چی د کلورین یو اتوم په ستراتوسفیر کی تولید شی کولی شی چی د اوزون په زرونه مولکیولونه تخریب کړی.د کلورین اتوم تعامل گړندی کوی دCFCs مضره خواصو ته کتلو په 1995 کال کی ددی غاز په تولید بندیز ولگیده په همدی موخی داسی لاری چاری وسنجول شوی چی تر څو ددی غاز تولید کنترول کړای شی.یو لدی څخه د موټرونو په انجن کی د کتالیستی کنترولوونکو الاتو نصب کول دی چی دهغوی په برکت اوس له موټرونو  څخه وتوونکو لوگیوکی کموالی راغلی لکه ښه بیلگه یی داده چی د امریکا په متحده ایالاتو کی په کال 1960کی د راجسټر شوو موټرونو شمیر 70میلیونه ته رسیده خو په 2000کال کی د موټرونو شمیر 200میلیونه ته رسیده خو د لوگیو  اندازه یی  نسبت1960   کال ته تر ډیره حده کمه شوی  چی د مقایسی وړ نده   .

ماخذونه:
 1Bauer.C.Rechard,Birk.P.James,Mark.S.Pamela,(2007) A
conceptual introduction to chemistry,New York,Mc Graw-Hill 
2Gilbert.R.Thomas, kiress.V.Rein, Davies.W.W.Geoffrey
Chemistry :( The Science in context), Norton&company INC.New York
 3Suchocki.Jhon,(2007) Conceptual Chemistry,Benjamin cumming
San franciso CA94111.
4Wikipedia the free encyclopedia: http://en.wikipedia.org/wiki/Ozone_layer