اسلامي سیاسي وثیقې او لاسوندونه - نهمه برخه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 41783
ژباړه : قریب الرحمن سعید
دخبریدو نیټه : 2011-01-28

(۹۸)
د نجران  د خلکو له پاره د ابوبکرصدیق  له اړخه  دامن لیک نوي کول :
بسم الله الرحمن الرحیم
دا لیکنه  د (عبدالله )  درسول الله دخلیفه  ابوبکر  له  اړخه د نجران  دخلکو  له پاره لیکل  شوې  ده :
1- دهغوې  ځان ،مال ،  زمکه ، قوم ،   دوستان ، دعبادت  طریقه ، پادریان ، راهبان ،  عبادتځایونه ، اوټول  منقول او غیر منقول  ملکیتونه ، په خپلو کورونو کې  موجودو او  یا غیر موجودو  دواړو  له پاره  ملاتړ د محمدص  نبی رسول الله  مسؤلیت دې .
2- دهغوې پادریان او راهبان  ، هیڅ  یو به دخپل مسلک  څخه  را  وا نه ړول شي .
3- هغه لیکلې  امن لیک  چې دوې ته  محمدص  نبی علیه السلام ورکړې  ،پر هغې به د تل له پاره عمل کیږي .
4- دنجران په خلکو به دریاست  ملاتړ  اوخیر غوښتنه واجبه وي .
ګواهان :
1- مستور  بن عمرو د بنی القین د قبیلې څخه ، ۲-  عمرو مولې  ابوبکر . ۳-  راشد ابن حذیفه .
(لیکونکې : مغیره )
(۹۹)
دنجران څخه دنصاراو د بې وطنه کولو څخه  مخته  د عمرر ض   تصدیق  :
بسم الله الرحمن الرحیم
د امیر المؤمینین  له اړخه  د رعاش  ټولو  اوسیدونکو ته :
السلام علیکم  ! زه  ( تر هر څه  دمخه  ) ستاې په وړاندې  د واحد او لاشریک خداې  حمد او ثنا وایم .
ددې نه وروسته !  تاسې  په خپلو مسلمانیدو  باندې  اعتراف  کړې و ، خودهغې وروسته  مرتد شوئ ، اوس هم   چې ستاسې څخه  څوک  توبه وکړي ،خپل  ځان اصلاح کړي ،نو دهغه  په ارتداد باندې   به  مواخذه و نه کړل شي . اومونږ  به دهغه سره  نیک  سلوک  وکړو ،تاسې پخواني  نعمتونه  یاد کړئ  او خپل ځانونه په هلاکت کې  مه  غورځوئ ، ستاسې  څخه چې هر څوک  مسلمان شي ، هغه ته  د سلامتئ زیرې  دې  او څوک  چې د اسلام په ځاې  نصرانیت  و مني او په هغې  بسنه وکړي  ،زمونږ دهغې  د امان  سره هیڅ  سروکار  نه شته . دا حکم د نصرانیانو  له پاره  دروژې  د میاشتې  د  یولسمې  ورځې پورې  نافذ دې .
او دا  چې زما  صوبه دار  یعلې   معذرت کړې   چې :
1- او په ذمیانو کې  چې کوم کس  زما په څیر ناداره  وي  زه غوره ګڼم  چې هغه کوم  ډول  صنعت  زده  کړي  تر څو  زما او زما دعرب  داعیانو  له غاړې   د نصراني  نومو وګړو  سره د  اعانت  کولو بار  لرې  کړل  شي .
2- ما  یعلې  ته حکم کړې دې  چې هغه  له  تاسې څخه د زمکې  نیمایی  حاصلات  تر لاسه کړي .
3- تر هغو  چې تاسو په وفادارۍ کې  اوسیږئ  زه به تاسې بې وطنه  نه کړم .
4-  ما یعلې  ته ستاسو د محصولاتو  دنیمایی د  اخستلو  حکم کړې دې   او
5- تر هغوې  چې تاسو  وفاداره یاست   زه به دهغه ځاې  زمکې  له تاسو بیرته وانخلم .
(۱۰۰)
د نجران د نصاراو دبې وطنه کولو  له پاره د حضرت  عمر رض  فرمان   :
بسم الله الرحمن الرحیم
د امیرالمؤمنین  عمررض   له اړخه د نجران د اوسیدونکو  له پاره  :
له تاسې څخه  چې څوک  دالله  په امان کې اوسیدل  غواړي  ، هغه ته به هیڅ مسلمان  ضرر و نه رسوي ، دا د مسلمانانو له پاره  دمحمد نبی  صلی الله علیه وسلم ،  او ابوبکر صدیق رضې الله  عنه  لیکلې  حکم دې .
1- زه د شام (سوریی )  اوعراق  سرکاري  مامورینو ته  حکم کوم  چې دنجران نصارا  چې د زراعت  له پاره  څومره  زمکه  وغواړي ، هغه دې ورته ورکړي  او ددې  زمکې  حاصلات  به  دخداې د رضا په خاطر  هغوې ته صدقه  اوپه خپل وطن کې  دهغوې  دپریښول  شوو  زمکو  بدل وي .
اګاه اوسئ  !  چې کوم مسلمان دهغوې د حاصلاتو څخه  څه تر لاسه کړي  اویا پرې کوم ډول تاوان  واچول شي .
2- دمسلمانانو مامورینو  څخه چې  هر څوک  پرې  نګران  و ټاکل شو ، هغه  به دهغوې د فریاد په اوریدو کې ځنډ نه کوي ،ځکه چې دوې زمونږ په ذمې کې دي .
3- ما تر دوو کالو پورې  دا  زراعتي زمکې  دوې  ته   پرته له معاوضې  ورکړې.
4- ددوې څخه  که  کوم کس (په خپله  خوښه  او) دخیر په خاطر  څه  سرکاري  خزانې ته ورکړي  نودهغې  په اخستلو کې  بدي نه شته ، خو دهغوې  څخه  په جبر سره  څه  مه اخلئ ،
(لیکونکې :  معیقیب ،  ګواهان :  عثمان  بن  عفان  او  معیقیب  )
(۱۰۱)
په نجران  کې د سرکاري  تحصیل دار  په نامه د عمر رض  لیک :
دیعلې  بن امیّه له اړخه :
په نجران کې  زما د ټاکلو  وروسته  عمررض بن الخطاب  زما په نوم  د محصولاتو د تر لاسه کولو  له پاره دا  فرمان  را لیږلې  دې .  او نجران د یمن  سره نژدې  دې :
(( داپیښه   دیمن د نجران  سره  تړلې  ده .  د یمن د نجران  نصارا د خپل  وطن نه د بې کوره کیدو وروسته  دکوفې څخه بیرون   اباد شول ،  هغوې دخپل وطن په یاد ، هلته  د نجرانیه په نامه یوکلې  اباد  کړ (بلاذري دنجران دسولې په باب کې))
دعمر رض د فرمان  نقل :
 دپخوانیو غیر مسلمانو  مفتوحه ځایو د اوسیدونکو  په  پریښول  شوو  میوه لرونکو  ونو او محصولاتو دا  لاندې  محصول  لګول  کیږي :
1- هغه و نې  (او باغونه ) چې په باراني  یا دهغې په شاوخوا کې په را ټولو  شوو  او یا بییدونکو اوبو  باندې  خړوبیږي .   ( د عمررض او مسلمانانو  له پاره  دوه  په  درې  او د اجاره  لرونکو له پاره  یو په درې  برخه )
2- هغه  ونې  ( اوباغونه )  چې  د کوهي په اوبو  خړوبیږي  ( دعمررض اومسلمانانو له پاره   یو په درې  او د اجاره لرونکې  له پاره  دوه په درې برخه )
3-  د هوارې زراعتي  باراني  زمکې  په حاصلاتو کې : ( د عمررض اومسلمانانو له پاره دوه په درې  او د اجاره  لرونکو  له پاره  یو په درې  برخه )
4-  هغه  هواره  زمکه  چې  د کوهي ( او ارهټ)   په واسطه  خړوبیږي  ( دعمررض اومسلمانانو له پاره یو په درې او د اجاره  لرونکو له پاره  دوه په درې  برخه ).
(۱۰۲)
داروپایی مشتشرقینو  له اړخه   وړاندې کړل شوې   امن  لیک  :
د عمررض   له اړخه  :د مدائن او فارس د مسیحیانو له پاره:
( د النسطوریین  د تاریخ  په حواله  ( د شرق د اساقفه و د تالیفاتو  په  ټوله کې   دیارلسم  ټوک  ۶۲۰- ۶۲۳ مخونه )
( مونږ دا ټوټه  د (۹۶) او (۹۷)  د وثیقو  په  مناسبت  ددې  سره  را یوځاې  کړې ده  ،   لیکوال )
د حضرت  ابوبکرصدیقرض   د  وفات  نه وروسته  عمررض بن الخطاب  امیر و ګرزید. هغه  ډیر زیات  ښارونه  فتحه کړل  او د مفتوحه  سیمو  داوسیدونکو د حالت په  مطابق  یی دهغه ځاېو په  خلکو   محصول  و ټاکه ، دا محصول ان د معاویه  بن  ابوسفیانرض   تر وخته  پورې همغسې په خپل  ځاې  پاته و .
د حضرت  عمررض   په دربار کې  دجاثلیق  درباري  ایشوعیب  حاضر شو  او دنصاراو  له پاره  یی  ترې د لیکلې امن لیک  غوښتنه وکړه . او عمررض   ورته  دغه لاندې    وثیقه   ورکړه :
د امیر المؤمینین  ،عبدالله ، عمررض  بن الخطاب  له اړخه :
د مدائن  ، بهرشیر  او جاثلیق  د اوسیدونکو  په ګډون   د   ټولو خانقاهي  ځاې ناستو  او معمرو  وګړو  له پاره !
عمررض   دا مراعات  د رسول الله صلی الله علیه وسلم  د سنتو او دحضرت  ابوبکر صدیق  رضی الله عنه  د واکمنۍ په  وخت کې لیکلي او دهمغې په مطابق  ددې وګړو  د خوندي ساتلو  مسؤلیت په غاړه  اخستل کیږي .
هغه مسلمان  چې په دې  عمل  وکړي  هغه  په اسلام  ولاړ اود  هغې اهل دې  اوکوم  مسلمان  چې زما ددې  احکامو  مخالفت  وکړي  هغه د  خداې د عهد ماتونکې  اودهغې د مسؤلیت  څخه  سترګې پټونکې دې.
مراعات دا ډول دي :
1- زه تاسې ته   ستاسې  د ځان ، مال ، کورنۍ  او اولاد،   اوابرو  هر یوه له پاره دالله تعالې   عهد اومیثاق او دهغې د انبیاو او اوصیاو رضی الله   عنهم  او اولیاو، او مسلمانانو   ته مسؤلیت  ورسپارم  چې،  زه  به په  هر قدم کې ستاسې د کومک  مسؤل   او ستاسې دښمن  به ستاسې څخه  په لرې  ساتلو  باندې پابند  اوسم ، په دې کې  له  ماسره  زما هغه  اعیان ، مسلمانان  او انصار هم  شامل دي  چې تل د اسلام  له پاره سر په لاس  ولاړ دی .
2- زه  به په خپلو جنګونو کې  تاسې  د هر ډول  تکلیف  او ګډون  څخه مستثنې کوم  ، په دې اړه  به هیڅکله هم   د جبر او اکراه  څخه  کار وانه خستل شي.
3- ستاسې پادریان  به دخپلو منصبونو څخه  نه  معزولیږي
4- او ستاسې رئیسان  به هم په خپلو مناصبو  باندې  د پخوا په څیر  پاته  وي .
5- ستاسې  عبادتځایونه  او خانقاګانې به  له منځه نه وړل کیږي  او نه  به هغه  په  جوماتونو او دمسلمانانو په  تمځایو  بدلیږي
6- ستاسې په سفر  به  هیڅ  ډول  ټیکس  نه لږول  کیږی .
7- ستاسې  هیڅ  وګړې  به  په  مسلمانیدو  مجبور نه کړل شي ، دقران  دحکم  په  اساس :
(لا اکراه  فی الدین  قد تبین الرشد  من الغی  ( ۲:۲۵۷))
« د اسلام په منلو کې داکراه  نه  کار نه اخستل کیږي  دهدایت او  ګمراهۍد  لارو تر منځ توپیر  معلوم شوې دې .»
 ( ولا تجادلو  الا  بالتي  هی  احسن   (۲۹:۴۵)
« د غیر مسلمانو سره  په احسنه اونیکه توګه  خبرې  وکړې »
8-  په تاسې به  تیرې کونکې  تم کړل  شي . ددې شرایطو  مخالفت کونکې  مسلمان  به د خداېی میثاق   اودمحمد  صلی الله علیه وسلم د ژمنې  مخالف  وي ،  یعنې  هغه د خداې   له اړخه  د ورکړل  شوې مسؤلیت او دهغې وعدې پر خلاف  کار کړې  چې د هغې په مطابق  د نصاراود  ځانو خوندی ساتنه  او پر هغوې د  ظلم او تیري  په لاره کې یی حائل کیدل  پرې   لازم  شوي و . او ددې  خواخوږي   به  ددین  ملاتړي  او ناصر  شمیرل کیږی .
او دریاست  له لورې   په نصاراو باندې  دا لاندې  شرایط  واجب  دي :
1-  هغوې  به زمونږ د کوم  حربی(جنګي دښمن ) له پاره په ښکاره   یا په پټه  توګه زمونږ  مخبري نه کوي .
2- هغوې ته به په خپلو ځایو کې پناه   نه ورکوي ، تر څو  چې هغوې  وخت  و مومی  او پر مونږ باندې ناڅاپی  یرغل  راوړي .
3-  هغوې  سره  به  د وسلو   ، اسونو او   انسانانو    کومک  نه کوي .
4-   او دهغوې  سره به  هیڅ  ډول تړون   نه کوي .
5- خو ــــــ دمسلمانانو  لښکر سره   به په خپلو ځایو کې د پټیدوپه وخت کې   کومک کوي  او دهغوې   خوراک  څښاک  به  خپل مسؤلیت  ګڼي،  او داسې  ځایونه  به زمونږ  دښمن  ته  نه  را ښکاره کوي .
اګاه اوسئ  ! چې دکومې  مادې مخالفت   و(نه ) کړئ  هغه وخت  به دخداې او رسول   مسؤلیت ( له تاسې څخه )  ختم شوې وي .
ددې ټولو مواثیقو او  وعدو  مسؤلیت ، چې ما  د هغوې په  پادري  او  رهبان  باندې  ایښی  ، په  هغوې  واجب  دې ، (همداسې )  لکه  څنګه  چې  دخداې او نبیانو سره  هر  وخت او محل کې  د ایمان  سره یوځاې   د وعدو  ایفا شوې ده .
په همدې توګه  به زه  ، په خپل  ځان د عاید شوو  شراېطو  پابند اوسم  اوزما  په څیر  به مسلمانان هم . ځکه  چې هغوې ددې شراېطو څخه خبر  شوې دي ، پر مونږ  ددې شرایطوپابندي  د دنیا تر  اخره(تر قیامته )  پورې عائدیږي .
(ګواهان :   ۱- عثمان بن عفان ،  ۲- مغیره بن شعبه ،  د لیکولو  تاریخ   ۱۷  هجری کال  ) 
(۱۰۳)
دنجران د هستوګنو په اړه ، خپل صوبه دار ته   دعثمانرض   حکم  :
بسم الله الرحمن الرحیم
د عبدالله ، عثمانرض  امیرالمؤمینین  له اړخه  د ولید۱ بن عتبه  په نوم :
(۱)(د اولید دکوفې  والي و )
سلام علیک !  زه ستا تر مخه د لایزاله  او لاشریکه  خداې  حمد و ثنا  وایم .
او ددې وروسته ! دنجران د اسقف  او عاقب   رئیسان  چې اوس  په عراق کې اباد شوي دي ،   ماته د محصول  څخه  شکایت کړې دې ، هغوې ماته د حضرت  عمر رضی الله عنه  وثیقه  هم  را ښوولې ده ، نو هغه تکلیف  چې مسلمانانو  دوې ته په دې معامله کې ور  رسولې ، دهغې څخه هم زه خبر  شوې یم .
1-  ما دهغوې په  جزیه کې  د خداې درضا  دتر لاسه کولو په خاطر  دیرش  حُلې کمښت  راوست .
2- څومره  زمکه  چې  په نجران  کې دوې ته  حضرت  عمر  رضې الله عنه  ورکړې وه ،  ددوې  هر یوه  ته  همغومره  رقبه (نوره هم )   ورکړئ .
3-  هغوې  زمونږ  ذمیان  دي  ، دهغوې سره په مهربانۍ  سره  مخته ولاړ شئ ، زما ددوې سره پخوانۍ  پیژندګلوي  هم شته .
4- دحضرت عمر رضی الله عنه   له اړخه  ورکړل شوې  امن لیک  ووینئ  اودهمغې په مطابق  عمل وکړئ . اودا  امن  لیک ماته  بیرته  را ولیږئ .
(لیکونکې :  حمرن بن آبان) (۱۵شعبان ، ۲۷ هجري )