د سويلي كوريا ملي لوبډله د اسيايي سياليو په بهير د ازبكستان ملي ټيم ته په ماتي وركولو سره دريم مقام ته ورسيدل.
د سويلي كوريا ټيم تير كال هم د جاپان لوبډلي ته په پيناټيانو كي په ماتي وكولو سره دريم مقام ته رسيدلي وو.
د تيري شپي په لوبه د سويلي كوريا لوبډلي د ازبكستان لوبډلي ته دري د دوه په مقابل كي په ماتي وركولوسره دريم مقام ته ورسيده.
داځلي د فوټبال اسيايي سيالي د قطر په دوحه ښار كي تر سره كيږي.
يادي دوي لوبډلي د دريم مقام لپاره د دوحه په السد لوبغالي كي يو د بل سره بخت وازمويه.
په نوموړي سيالي كي د كوريا ډلي دري د دوه په وړاندي بريا ته ورسيده.
د ازبكستان لوبډلي څخه الكساندر دوه ګوله وكړل.
خو د كوريا ټيم څخه کوجاچئول يو ګول او جي دونګ وون بيا د لوبي د دوو ګولو په وهلو سره خپله لوبډله د بريا كرښي ته ورسول.
د كوريا ډلې ددي بريا سره خپل شتون د ۲۰۱۵ م كال په اسيايي لوبو كي پريكنده كړ.
د ۲۰۱۵م كال اسيايي سياليو كوربتوب د اسټراليا هيواد دي.
پاته دي نه وي چي د اسيايي سياليو پايلوبه به د شنبه په شپه د جاپان او اسټراليا ټيمونوترمنځ تر سره سي.
ياد دوه ټيمونه به د خليفه په دوحه ښار كي يو دبل سره لوبه وكړي