هلمند کي دوشو د لوبي سيالي پيل سوي دي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 41879
رفيع الله غورځنګ
دخبریدو نیټه : 2011-02-01

په هلمند ولايت كي څه باندي د دريو روځو راهيسي د وشو د لوبي سيالي پيل سوي دي.
په نوموړو لوبو كي د وشو په سلګونو لوبغاړو د مختلفو ګلبونو څخه برخه اخيستي ده.
يادي د وشو سيالي به دوي مياشتي رواني وي.
د هلمند د ورزش او بدني روزني امر وايي چي يادي لوبي يي د ځوانانو د تشويق او هڅوني په موخه پيل كړي دي.
د نوموړي په خبره چي په يادو سياليو كي هر هغه لوبغاړي چي ښه وځليږي هغه به پلازمينه كابل ته د لوبي كولو لپاره استول كيږي.
پدي اړه د هلمند د ورزش او بدني روزنې امر ښاغلي عمت الله مسلم وايي.
(( د وشو لوبې د څو ورځو راهيسي په هلمند كي د دريو كلبونو ترمنځ پيل سوي،چي سل تنه لوبغاړو پكښي برخه لري .
مونږ دغه سيالي د لوبغاړو د ورزش د سطحي د لوړولو لپاره په لاره اچولي دي.
پدغه لوبو كي ښه لوبغاړي انتخابوو او هغه پلازميني ته په لوبو كي د ګډون لپاره ليږو.))
په هلمند كي د څوارلسو په شااو خوا كي رزمي ورزشي رشتي فعاليت كوي.
د همند د ورزش د امر وايي چي د وشو د لوبي ترڅنګ يي په نورو ورزشي رشتو كي هم لوبي رواني دي.
(( مونږ په هلمند كي بيلابيلي ورزشي رشتي لرو لكه وشو ، بوكس ، تكواندو، كراټه او داسي نور، اوس مو هم د بوكس لوبي پيل سوي چي په هغو كي هم هغه لوبغاړي چي ښه وځليږي هغه كابل ته ليږو، ترڅو په نړيوالو سياليو كي برخه واخلي.ددي ترڅنګ زمونږ د كريكټ ، فوټبال ، واليبال لوبي هم ادامه لري.))
هلمند يو د هيواد له هغو ولاياتو څخه شميرل كيږي، چي پدي ورستيو كي يي ورزش ډيري لاسته راوړني درلودلي دي.
د هلمند لوبغاړو په سويلي افريقا كي د اشي هارا كراټي په برخه كي دوهم مقام وګاټه.