AE : پاکستاني الوتکو دافغانستان حریم بمبار کړي دي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 41959
ژباړه : مرضیه تنها
دخبریدو نیټه : 2011-02-04

پاکستانی پوځی الوتکو د افغانستان یوه برخه تر هوایي برید لاندي نیولې ده

سرچینه: البوقیورقي اکسپریس
ژباړه : مرضیه تنها
پنجشنبه د فروری دریمه۲۰۱۱

د پاکستان پوځي ځواکونو د افغانستان په ختیځ کي یو شمېر سیمي تر هوایي برید لاندي نیولي دي. ددې ترڅنګ دغي الوتکو په پراشوټ کي پوځیان کښته کړی دی چي  د پولي پر سر یې د څارني پوستې اچولی دی.

دغه برید ته د پاکستان لخوا په داسي وخت کي اجازه ورکړل سوې ده چی یوه ورځ وړاندی افغان او پاکستاني پوځیانو یو دبل په وړاندي ډزي وکړې. ددغه برید په پایله کي  یو پاکستانئ سرتیری وژل سوی او درې نور ئې ژوبل سوي وه.

افغان چارواکي وایې چي پاکستاني جیټ الوتکي د ننګرهار د ګوشتي په سیمه کي ولسي د ګني ګوڼي سیمي او پوځي ودانۍ تر برید لاندي نیولي دي چي د مرګ ژوبلي په اړه یې راپور نه دي ورکړل سوي