(اتلسمه برخه)
د شيخ مجيب الرحمن په هکله زما د اوږدې مودې څيړنې او ليدنه داسې ښيي چې نوموړى تل تر تله په خپلو خبرو او عمل کې رښتينى او مخلص انسان دى. يوه د يادولو وړ خبره دا ده چې د ايالتي مساواتو په هکله عوامي ليګ تصميم او کړنلارې د صدراعظم واک اوقدرت ډير ټيټ کړى و. لکه څنګه چې شيخ مجيب په خپله يوه بيانيه کې ويلي وو چې دى پدې وظيفه باندې دومره مين نه دى، هڅه به وکړي تر څو د خپل ايالت د ژوندانه د ښه کيدو لپاره خپله ټوله انرژي په کار واچوي.
له بلې خوا نوموړى پدې تريخ حقيقت ښه پوهيده چې د ده د شپږ فقريز پلان پر اساس د اساسي قانون جوړول اسان کار نه و او ممکن ډير څه خنډونه يې په ضد راپورته شوي واى.
د عوامي ليګ مشر لهدې سره-سره چې په ختيځ بنګال کې يې خپل قدرت ورته څررګند و او په اسامبله کې پوره بريالى و مگر په خبره پوره پوهيده چې د پاکستان اوبنګال ترمنځ شخړه اوتضاد به څنګهد ده په ضرر تمام کړى شي. که چيرې له بوټهوسره لاس و کړي نود يحيى خان دړه به پورې شي. خو که چيرې د پوځي بيروکراسۍ له خوا لاسوهنه پيل نه شي نو نتيجه به يې د اولس او خلکو ترمنځ اخ وډب وي چې وروستى نتيجه به يې هغسې وي لکه کومه چې له مارشال ايوب خان سره وشوه.
د پورتنيو حقايقو په نظر کې نيولو سره د بوټهو د وظيفې د ورسپارلو پيشنهاد ښه تحليل شوى مفهوم و. دا پيشنهاد بريالى ځکه نه شو چې لهيوې خوا جنرال يحيى خان په انتخاباتو کې مستقيماً لاسوهنه کړې وه، او له بلې خوا بوټهوصاحب پدې غره و چې د پوځ په ملاتړ د ده موقعيت لوړ او پياوړى و.
د جنورۍ د مياشتې په ديارلسمه نيټه يانې له انتخاباتو څخه پږ اونۍ وروسته يحيى خان له ښکار کولوڅخه فارغ شو او د عوامي ليګ له مشر سره يې د خبرو کولو هوس وکړ. ده خو لا ډير پخوا له بوټهوسره په لاړکانه کې پدې هکله اوږدې خبرې کړې وې. که څه هم پدې خبرو باندې په هغه ځاى کې د تبادل نظر نوم ايښودل شوى و. پروا نه لري چې څنګه او کوم نوم ورباندې کيښوول شي، مگر ټول جريان دعوامي ليګ له خوا څار او خيړل کيده.
مجيب الرحمن په ډيره تلوسه او نارامۍ د ملي اسامبلې د غونډې غوښتنه کوله او همدا يې ويل چې د اساسي قانون په جوړولو او کار پيل وکړي. د دې لپاره چې شيخ مجيب الرحمن خپل موقعيت ټينګ کړى وي دعوامي ليګ له نمايندګانو څخه يې غوښتنه وکړه چې د خلکو نظر د ګوند د شپږ فقريز مانيفست ته واړوي اوهغوى ورباندې ټينګوساتي. دې خبرې له بده مرغه په پنجابيانو کې بده اغيزه کړې وه.
د دې لپاره چې لا نوره پسې خړه پړه کړ ځينو ورځپاڼو په داسې ليکنو لاس پورې کړى و چېګوندې مجيب الرحمن نه غوښتل چې له يحيى خان سره وګوري مګر غواړي چې داسې غونډه د ده په کور کې وشي. دا افواهات چې طبعاً د پنجاب د شوم پلان يو بل فکتور و دومره پياوړي شول او زوږيې پورته شو چې مجيب الرحمن مجبور شو د تکذيب لپاره يې په ډاګه اولس ته اعلام وکړي. د عوامي ليګ مشر پخپله بيانه کې په پوره ډول څرګنده کړه چې د پريزيډنټ په وياړ به چې ډاکې ته راشي هر ډول تود هرکلى وشي. او پخپله هم حاضر دى چې د هغه ليدلو ته ولاړشي. له دې افواهاتو سره-سره د مجيب الرحمن او جنرال يحيى خان تر منځ غونډه په يوه سالمه فضا کې پاى شوه. د اساسي قانون په هکله د تفصيل پر برسيره شيخ مجيب الرحمن له يحيى خان سره د پوځ په چال چلن اوږدې خبرې وکړې اوسهوې يې ور په ګوته کړې. په پاى کې يې اطمنان ورکړ چې تر دوه کاله پورې به په پوځي بودجه کې تغير را نه شي او ځاى پپرځاى به پاتې شي.
تاج الدين احمد د مجيب الرحمن نږدي او باوري مشاور و چې اوس د بنګله دېش صدراعظم دى، د ١٩٧١ کال د اپريل د مياشتې په اولسمه نيټه په يوه مطبوعاتي کانفرنس کې د دې غونډې په هکله وويل چې: "جنرال يحيى خان دغونډې تر پايه پورې د عوامي ليګ د پروګرام په اړه پوره زړه سوى ښکاره کړ، او د هغه د عملي کولو په هکله يې خپل اطمينان راوست. مګر برعکس د اساسي قانوند جوړښت په هکله يې خپل نظر ښکاره نه کړ. جنرال يحيى خان داسې وښودل چې ګوندې د شپږ فقريز پلان په هکله يې هيڅ کوم تشويش او اعتراض نه درلود، خو ټينګار يې وکړ چې د پاکستان له پيپلز پارټۍ سره له نږدې تفاهم وکړي."!
د بنګالي اولس لپاره خورا خوښوونکى زيرى و کله چې يحيى خاند خپل تګ په وخت کې د ډاکې په هوايي ډګر کې له راپورترانوسره د خبروپه ترځ کې شيخ مجيب الرحمن ته (د هيواد راتلونکى صدر اعظم) خطاب وکړ.
ايا يحيى خان رښتينى و؟ ډيره شکمنه خبره ده. ځکه کهنوموړى رښتينى واى نود شيخ مجيب پرله پسې غوښتنو ته چې د فبروري د مياشتې له پينځه لسمې نيټې څخه يې د اسامبلې د کولو لپاره کولې، غوږ نيولى واى. برعکس پدې هکله چې د اسامبلې د غونډې کولو د نيټې د ټاکلو او يادونې خخه يې ډډه وکړه – پدې خبره يې ټينګار کاوه چې مخکې له هر څه څخه د مخه د عوامي ليګ د پاکستان د بوټهو له پيپلز پارتۍ سره مفاهمه وکړي. دا مخکې له مخې څخه د بوټهو د جګولو په هکله ټينګار د بنګال او پاکستان تر منځ د فساد اودسيسې د پورته کولو لپاره بله لومه وه. دا حقيقت د بوټهو وروستنيو کاروايو پوره څرګند کړ.
کله چې بوتهو د ١٩٧١ کال د جنورۍ په اوه ويشتمه نيټه ډاکې ته له خپلې ډلې او مشاورينو سره ورسيدلو دا فکر يې د هغه وخت په انډول کومچې د دسامبر په مياشت کې د مجيب پيغام ور رسيدلى و، خورا بدل شان ته و. که څه هم بوټهو له مجيب سره اته ګړۍ اوږدې او خصوصي خبرې وکړې، مگر د يوه لاسيي او اتحاد موضوع ډېره لرې وه. نوموړي مکرراً د عوامي ليګ له مشر خخه غوښتنه کوله چې د شپږ فقريز لان پر محتوياتو باندې رڼا واچول شي. شيخ مجيب الرحمن د ده دې رويې او چال چلن ته حيران پاتې و. د تاج الدين احمد تعبير چې د دې غونډې شاهد و په لاندې ډول دى: