كندهار: د فوټبال پيل سوي سيالى دوهم پړاو ته ولاړي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 42065

دخبریدو نیټه : 2011-02-09

لودين

په كندهار كي د منتخبي لوبډلي د جوړلو دپاره پيل سوي سيالۍ دوهم پړاو ته ولاړي .
دا سيالۍ چي يوه اونۍ مخكي د ۱۴ لوبډلو تر منځ په لاره اچول سوي دي هدف يي د كندهار د پاره د يوي تكړه لوبډلي ټاكل دي .
د كندهار د بدني روزني د امريت مرستيال مديراغا بينوا ته وويل چي   نوموړي سيالى د كندهار د سيمه ايزي اداري په غوښته او مالي لګښت په لاره اچول سوي دي او هغه لوبغاړي به د غوره لوبډلي دپاره ټاكل كيږي چي په نوموړو لوبو كي ښه وځليږي .
ددي سياليو په لمړي پړاو كي شپږ لوبي سوي او په دوهم پړاو كي به شپږ نوري لوبي كيږي چي يوه اونۍ به نور هم دوام ولري .
دا سيالې وروسته له هغه پيليږي چي كله د هيواد  اتو حوزو د لوبډلو تر منځ په كندهار كي ولايتي سيالۍ تر سره سوي خو د كندهار لوبډله ښه ونه ځليده او  ناكامه د لوبو نه ووتل .
چي دي كار د كندهار ولايتي شورا او ولايتي اداره په غوسه او وروسته يي د ښي لوبډلي د ټاكلو دپاره اته كسيزه كميټه جوړه كړه .