13/11/05
د افغانستان په شمال کې پرون يوه طياره د لسو تنو سورليو سره راولوېده چې طياره تباه او ټولي سپرلۍ يې پکښې ووژل سولې . خبري منابع وايې چې داطياره لومړی د يوې تپې سره ټکر وکړ بيا والوته بيا يې د بلي تپې سره و موښته بيا والوته او په اخر کې ديوې بلي تپي سره يې تصادم وکړ او راولوېده او نتيجه داشوه چې دا غميزه را مينځنته کړي . خو دبي بي سي خبريال بيا وايې چې يا داخبره درسته نده، طياره د اورښت له کبله را غورځېدلې ده خو په سمه توګه نسي ويلاي چې طيارې ته څه پېښه سوه! نور کتونکې بياوايې چې طياره خو را غورځېدلې ده او سورلۍ يې هم تباه سوي دي خو دا لا نده معلومه چې په رشتيا هم طياره را ولوېدلې ده او که راغورځول سوېده. خو دولتي مقامات بيا وايې چې دا طياره ام 12 روسي طياره وه چې دبګرام د اډې په لورې يې الوتنه کوله ګوره چې څه ټکه پر ولوېده او د نامعلومو دلايلو په وجه را ولوېده او اوه تنه روسي او يو تن پاکستانۍ پکې ووژل سوه . خود ايساف خلګ بيا وايې چې دا بلکل غلطه ده طياره خو را ولوېده خو دا طياره ايلوشن 76 طياره وه ! د افغانستان سياسي او امنيتي چارواکي بيا وايې چې موږ اصلاً په خبر نه يو چې داسي يوه الوتکه دي را لوېدلې وي خو که داسي پېښه سوې هم وي نو شايد لس تنه به پکښې مړه وي خوموږ ته سم حال ندی معلوم . ځيني نور بيا وايې چې دا الوتکه يوه پاکستاني شرکت اجاره کړې وه خو د هغې اصلي مالک معلوم ندی . نو ولېدل سي چې دا الوتکه که په رشتيا را لويدلې وي ايادغه الوتکه په هوا کې سقوط کړی دی او که پر مځکه ناسته وه ! مقصد دا لا تر اوسه معلومه نده چې دې الوتکې که سقوط کړی هم وي نو دا الوتکه چيري روانه وه او ولي يې سقوط وکړ. ويل کيږي چې داخو د يوه پاکستاني شرکت اجاره سوې الوتکه وه خو مالک يې تر اوسه معلوم نه دی! نو دا به شايد ددې خبرڅرګندويه وي چې ايا دا الوتکه په رشتيا هم را لوېدلې ده او که راغورځول سوې وه . ددې خبري پخلۍ تر اوسه نه دی سوی چې ايا دا په رشتيا الوتکه وه چې را لوېدلې ده او که دا الوتکه را اچول سوې وه او بيا يې الوتنه کوله .!! رسمي مقاماتو لا نده معلومه کړې چې ايا اصلاً کومه طياره هم رالوېدلې ده او که يا خو لس تنه په ناحقه مړه دي! او طياره هم نده را لوېدلې!