د هيواد د تكواندو لوبغاړي د ايران د ده فجر په لوبو كي برخه اخلي.
دا ځلي د هيواد پنځوسو تكواندو كارانو په دغه لوبو كي ګډون كړي دي.
د هيواد د تكواندو لوبغاړي تيره ورځ د ايران هيواد د تكواندو په سياليو كي د ګډون لپاره نوموړي ورسيدل. د ده فجر په نوم نړيوالي سيالي په ايران هيواد كي تر سره كيږي،چي پنځوس افغان لوبغاړوپكښي برخه اخيستي ده.
په نوموړو لوبو كي د هيواد څخه د لوبغاړو ترڅنګ دري فني مرستيالانو هم ګډون ګړي دي. داځلي پدغه لوبو كي د هيواد څخه شپږ تنه ښځينه لوبغاړو هم برخه لري.
په نوموړو سياليو كي پنځه ويشت تنه هغه افغان لوبغاړي برخه اخلي چي په ايران كي د كډوالي شپي او ورځي سبا كوي.
د تكواندو يادي نړيوالي سيالي د يكشنبه په ورځ د يوزر او پنځه سوه ورزشكارانو ترمنځ د ايران په هيواد كي پيل كيږي.
او د يو بل خبر له مخي بيا په هرات ولايت كي د تكواندو لوبي پيل سوي دي. دغه سيالي چي د ليګ په سيسټم تر سره كيږي،پكښي شپاړس لوبډلو پكي برخه اخيستي ده.