واشنګټن پوسټ :هوکابی وایی د افغانستان جګړه پای نه لری

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 42452
ژباړه: مرضیه تنها
دخبریدو نیټه : 2011-02-24

هوکابی وایی د افغانستان جګړه پای نه لری.

سرچینه:Washington Post

ژباړه: مرضیه تنها

د امریکا د ارکنساس ایالت پخوانی والی او په ۲۰۰۸ کال کی ددغه هیواد ولسمشریزو ټاکنو ته نوماند (مایک هوکابی) د افغانستان جګړې ته د پای ټکی نه وینی، او پوښتنه کوی چی امریکا به څرنګه وکولایسی د هغه شخړی څخه ځان خلاص کړی چی د پیل څخه یی یوه لسیزه تیریږی.
هوکابی د چهارشنبې په ورځ په هغه غونډه کی چی د (کریشن ساینس مونیټورـ چی یوه نړیواله خبری ټولنه ده ) لخوا یی کوربه توب کیدی وویل: ( ددغه ګیم چی موږ یی په افغانستان کی لوبوو پای څه دی؟ زه یی کوم پای نه وینم)
نموړی افغانستان یوه سیاسی او اقتصادی (اندیښنه) وبلل او ویی ویل: ( دکرزی دولت یو بی ساری او ناهیلی کوونکی فاسد دولت دی چی د ښه والی په اړه یی زه شکمن یم.)
دده په وینا کروندګر د خوار حالت له وجی د کوکنارو څخه بغیر د بل شی کرلو ته زړه نه ښه کوی، کوم چی د اپیمو سوداګرۍ ته پراختیا ورکوی. هوکابی زیاته کړه: ( تاسی افغانستان ته ولاړ سی، شاخوا وګوری او پوښتنه وکړی چی ایا زه په یوه هیواد کی یم او که د سپوږمۍ ؛سیارې؛ پر مخ؟)
هوکابی وویل: ( ډیر هغه شرایط چی په عراق کی یی د اقتصاد او دیموکراسۍ له پراختیا سره مرسته وکړه په افغانستان کی شتون نه لری چی د امریکایی سیاست بریالیتوب له خنډ سره مخ کوی.)
نموړی په ناهیلۍ سره وپوښتل چی باید څه وسی؟ او زیاته یی کړه: ( رښتینی ځواب دادی چی هیڅوک ددغه پوښتنی ځواب نه لری.) نموړی اوږده کړه: (موږ هلته یو... نو څه؟! زه غواړم له ستاسو څخه واورم چی موږ باید څه وکړو چی وویلایسو: موږ نور خلاص یو.)
هوکابی چی اوس د جمهوری غوښتنوکو له ډلی څخه ځان بیلوی، ددغی ډلی یو له هغو لږو غړو څخه دی چی د افغانستان جګړه په څرګند ډول تر پوښتنی لاندی نیسی.