د هيواد د تكواندو لوبغاړو د ايران د تكواندو په لوبو كي څلورم سوه.
دغه سيالي د د اوو ټيمونو ترمنځ د ايرن په تبريز ښار كي په لاره اچول سوي وي.
د هيواد د تكواندو د الف لوبډله د ايران په هيواد كي د تكواندو په سياليو كي څلورم سوه.
د تكواندو دغه سيالي د ايران په تبريز لوبغالي په لاره اچول سوي وي چي دري د ايران لوبډلو او څلور هم د بهرنيو لوبډلو لوبغاړو پكښي برخه اخيستي وه.
دغه لوبو چي دوي ورځي يي دوام وكړ،پكښي د ګسترش لوبډلي د دانشګاه لوبډلي دري د دوه په وړاندي په ماتي وركولو لومړي مقام ترلاسه كړ.
ددغو لوبو د دريم مقام ګټلو لپاره د افغانستان لوبډله د ايران د ځوانانو ډلي د لوبي ډګر ته راووته،خو افغان لوبډلي پنځه د صفر په وړاندي بريا د ايران ټيم ته پريښوده او څلورم سو.
د تكواندو اسيايي لوبو دا دريم پړاو سيالي وي چي په ايران هيواد كي په لاره اچول سوي وي.
په نوموړو سياليو كي د افغانستان ترڅنګ ادرن او عراق لوبډلو هم برخه لرله.