عرب او د ولسواکى غوښتنې نهظتونه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 42566
محمد غفور مهيدى
دخبریدو نیټه : 2011-03-02

1/3/2011
په لومړى سرکې درنو لوستونکو ته يادونه کوم چې په دې اړه سره ددې چې په عربى نړۍ کې بد حال دى او د نن ورځې د نړۍ د خبرو د سرټکي دي خو د افغانستان اسلامى جمهوريت  څه نه دى ويلي او نه هم په هيواد کې د شته دولتى او خصوصى انځوريزو،غږيزو او چاپى رسنيو اداراتو د يادشوي نهظت د پيشرفتونو د څرنګوالى،ددې هيوادونو جغرافيايې ،تاريخى،سياسى او د اقتصادى حالت او د دولتونو د څرنګوالى په اړه په زړه پورې معلومات وړاندى کړل، نو په دې اساس مې وغوښتل چې د خوست راډيو يو هغه شمير اوريدونکي چې لوستى دى او ديو لړمصروفيتونو په وجه راډيو ته د اوريدو لاس رسى نه لرى، معلومات وړاندى کړم.
که چا د کومې کمۍ احساس کاوه چې ما لا پرېښودى وى، دوى دې هم لاس په قلم شى د خوست راډيو او د ملى احساس ورځپاڼې ادارو ته دې د لطف له مخې خپل معلومات وړاندى کړي.
په لومړى سرکې لازمه ده چې د عربى هيوادونو هغه يو شمير دولتونه چې په منځنۍ ختيځ کې پراته دى او نن ورځ يې ولسونه د دوي د ولسواکۍ ضد حکومتونو د رانسکوريدو په خاطر راپورته شوى څه وليکم لازمه ده   په دې رڼا واچوو چې ولې دغې سيمې ته منځنۍ ختيځ وايي؟
آيا د نړۍ په کچه منځنۍ ختيځ دى،آيا په عربى هيوادونو کې منځنۍ ختيځ دى او يا هم د اسيا او يا بلې لويې وچى منځنۍ ختيځ دى؟
هغه شمير لوستونکى چې په دې اړه معلومات لرى خداى دې وکړى چې لوستل يې پرې درانه تمام نه شى خو دهغو لوستونکو لپاره چې لايې پام شوي نه دى او يا هم  په دې ندې بريالي شوى چې په اړه يې معلومات پيداکړى ممکن دګټې وړ وګرځى.
هغه وخت چې د لويې بريټانيا په امپراطورۍ کې لمر نه ډوبيده نو د اوسنى منځنۍ ختيځ هيوادونو سيمه د لندن په نسبت د منځنۍ ختيځ حيثيت درلود او بريټانيا په نړۍ کې  ددې ځواک درلود چې پرې ويې منى نو منځنۍ ختيځ وبلل شو او ومنل شو.
که په ځغلنده نظر ورته واچوو، دغه سيمه په دوه لاملونو دنړيوالو د پام وړ وګرځيده !
لومړى داچې په دې سيمه کې د اسرايلو غوندى دولت چې د غربى اروپا او د امريکا متحده ايالاتو لپاره د اهميت وړ هيواد دى پروت دى د کوم له موجوديته چې تر ننه له اردون،سعودى عربستان،لبنان او ترڅه مودى وړاندې پورې له مصر سره او پخپله د فلسطين ولس سره د خاورى په سر ترخى جګړى کړى او هميشه پرعربو بريالى هم دى.
دوهم داچې د تورى طلا پريمانه زيرمى هم د جادو غوندى په نړۍ اثر اچولى اوپه حيرت کې يې اچولى ده.
اوس به راشو د دغو هيوادونو جغرافيايې،تاريخى،اقتصادى او حکومتى معلوماتو ته چې ولسونه يې راپورته شوى تر څو د ولسواکى ضد حکومتونو له چلوونکو د واک ګدۍ واخلى.
له ټونس به يې راشروع کړو چې له ټولو مخکى ګامى دى.
ټونس:- د افريقا د لويې وچې په شمال کې د مديترانى بحيرى په غاړه (هسى خو هم مديترانى ته لګيدلى هيوادونه نړيوال د نړۍ دښکلو منظرو او هرڅه پريمانيو لرونکو په نوم يادوى) پروت هيواد دى.
مرکز يې په خپله د ټونس ښار دى، ګاونډى هيوادونه يې ليبيا،او الجزاير دى او کله چې له ټونس ښاره ختيځ ته  په مديترانه کې مزل وکړى نو د مالتا هيواد له جزيرو سره به هم مخ شى.
ددې هيواد رسمى دولتى ژبه عربى ده او د ديرۍ خلکو دين يې د اسلام مقدس دين دى او سنى مذهب دى.
د ١٩٥٦ ميلادى کال په مارچ کې ددې هيواد ملى خپلواکۍ غوښتنونکى غورځنګ په دې بريالى شو چې د فرانسى استعمارى دولت د ٧٥ کلن ښکيلاک څخه ځانونه خلاص کړي.
د١٩٥٧ ميلادى کال په جولاى کې شاهى نظام په جمهورى واوښت. د ١٩٦٣ ميلادى کال د اکتوبر په مياشت کې فرانسويانو د بازيرتى بحرى هډه چې تردې دمه يې په واک کې وه د ټونس له خوا تخليه کړل شوه. تر دې دمه يې د ناپيلتوب سياست په مخ وړى او دکوم پوځى تړون غړيتوب يې نه درلود خو د عربى ټولنې غړى پاتى شويدى.
جالبه خو داده چې له ١٩٧٤ ميلادى کال را په ديخوا يې جمهور ريس چې د ټول عمر لپاره جمهور ريس مقرر شوى وو حبيب بورغيبه (ذين العابدين) وو چې ټول واک بلل کيده خوڅو ورځى مخکى دا چې نظام يې ډير مستبد،د ولسواکۍ ضد او له فساده ډک و نو نور ملت ددې زغم له لاسه ورکړى وو چې ويې مني،هغه وو چې پرلپسې لاريونو،قربانيو او اخ و ډوب په نتيجه کې يې دوامدار تخت پريښود او سعودى عربستان ته وتښتيد چې اوس له ناروغى ناليږى او په يوه روغتون کې بستر دى.
د ټونس هيواد پرمختللى زراعتى هيواد دى خو د کانونو په کيندلو کې يې هم صنعتى برى په نصيب شويدى. د کرنې غنم او اوربشې يې عمده توکى دى چې اقتصادى نظام يې ساتلى دى.
رومى بانجان،کچالو،لبلبو او شيدى يې د عمده پيداوارو بنسټ جوړوى.په دې هيواد کې دنفتو غنى ذخيرى موجودى دى چې په کال کې يې استخراج نږدى ١٠ مليونه ټنه دى.
د فرانسوى استعمار په کالونو کې (٢٠٢١) کيلومتره د اوسپنې لارې ورته جوړى شويدى.
د سوداګريزو راکړو ورکړو کاروبار يې له فرانسې،جرمنى،ايټاليا اود امريکا متحده ايالاتو سره دى او پولى واحد يې (دينار) نوميږى خو ټونيسى دينار چې بيه يې له امريکايې ډالر لوړه ده.
داچې نور څه مثبت بدلونونه پکې راځى  د راتلونکى خبره ده خو په عربى نړۍ او ايران کې يې هم د استبدادى رژيمونو پرخلاف دخلکو پرګنى راوپارولى چې د سيمى او نړۍ لپاره ښه درس دى او دمصر د مقتدر دولت د ړنګيدو لپاره يې هم لاره پاکه کړه چې دادى د هغې پيژندنې ته مو هم رابولم.

دمصر عربى هيواد:-
دغه هيواد د افريقا د لويې وچې په شمال کې ختيځ کې پروت دى چې د آسيا دلويې وچې دسينا ټاپو وزمه هم ددې خاورى ده.
مساحت يې يو مليون او (٢٠٠٠) کيلومتره مربع دى.د ٢٠١٠ کال په پاى کې يې نفوس له ٨٠ مليونو تنو اوښتى دى. مرکز يې دقاهرې ښار دى چې د ١٠ مليونو په شاوخوا کې وګړى لرى. دولتى ژبه يې عربى ده او اکثريت خلک يې مسلمانان دى . د هيواد شمالى څنډې يې له مديترانى بحيرى او شرقى برخې يې له سرى بحيرى سره نښتى دى.
ګاونډى هيوادونه ېې په لويديځ کې ليبيا، په جنوب کې يې سوډان او په شمال ختيځ کې يې د سينا ټاپو وزمه له اردون او فلسطين سره ګډه پوله لرى. مصر ډير لرغونى تاريخ لرى چې بشرى تمدن ترې پيداشويدى.د خپل تاريخ په اوږدو کې هميشه د ښکيلاک ګرو ځواکونو ترنظر لاندى وو. په ١٨٨٢ ميلادى کال کې د انګريزى ښکيلاک په منګلو کې لويدلى وو خو د لومړى نړيوالى جګړى وروسته په ١٩٢٠ ميلادى کال کې ددې هيواد ملى خپلواکۍ غوښتونکى غورځنګ په دې بريالى شو چې ازادى تر لاسه کړى خو بيا هم بريټانويانو د مداخلى لاس ترې وانه خيست او نه يې پوځونه پرې وايستل ځکه د سويز کانال چې د هغوى له خوا ورته جوړ شوى وو او ګټه يې پکې نغښتى وه د انګريزانو لپاره په اقتصادى لحاظ له هرڅه مهم وو.
په ١٩٣٦ ميلادى کال کې مصريان په دې بريالى شول چې د سويز کانال  په چارو حاکم شى او مهار يې په لاس کې واخلى.
د ١٩٥٢ ميلادى کال د جولاى مياشتى په ٢٣ نيټه يې د يوه ځواکمن مشر جمال عبدالناصر تر مشرى لاندى د بشپړ مصر خپلواکۍ غوښتنې په خاطر د مصر دخلکو د انقلابى تحول ګوند جوړاو د استعمار ګرو څخه د بشپړ مصر غوښتونکى شول. د جمال عبدالناصر د خپلواکو افسرانو د پرلپسې مبارزو په نتيجه کې بلااخره د ١٩٥٣ ميلادى کال د جون په ١٨ نيټه خپلواک مصر اعلان شو او له سويز کانال څخه هم د انګريزانو لاس لنډ شو.
جمال عبدالناصرد مصرد عربى جمهوريت جمهور ريس دهيواد د ترقى، د ولس د اذهانو د روښانتيا او له ښکيلاک ګرو سره دسيمى دملى خپلواکى غوښتونکو غورځنګونو سره دهر راز مرستى غوښتونکى شخص وو نو سياست يې د هغه وخت د غربى متمدن جهان لپاره يو خنډ وو، همدا لامل وو چې د ١٩٥٦ميلادى کال په اکتوبر کې انګلستان،فرانسى او اسرايلو په ګډه سر پريکړه وکړه چې د مصر دولت چې جمال عبدالناصر يې مشرى کوله له منځه يوسى خو بريد سره سم يې وکولاى شول د ښمنان مات کړى ځکه جمال عبدالناصر له دې وړاندې د وخت شوروى اتحاد سره د پوځى مرستو تړون لاسليک کړى وو او  د جنګ سره جوخت پخپل وخت د شوروى اتحاد پوځى مرستى ورته راورسيدى چې له برکته يې بريا په نصيب شوه.
د ١٩٥٨ ميلادى کال په فبرورى کې مصر او سوريې د عربو متحد جمهويت په نوم ګډ دولت اعلان کړ ترڅو د ښکيلاک ګرو د تهديدونو په مقابل کې دفاع وکولاى شى،خو په ١٩٦١ ميلادى کال کې سوريه له دې تړون څخه ووته او په ١٩٧١ ميلادى کال  د ډسمبر په مياشت کې د مصر دعربى جمهوريت په نوم ياد شو.
داچې مخکې هم د سويز کانال د تجارتى اهميت مسلې ته اشاره وشوه نو د هر ښکيلاک ګر لپاره د مصر دعربى جمهوريت موجوده مقتدار دولت د سترګو اغزى وو، هغه وو چې په ١٩٦٧ ميلادى کال کې اسرايلو بريد پرى وکړ او دسينا ټاپو وزمه يې ونيوهد کومې لارې چې د سويز کانال مهار ددوى لاس ته ورغى خو ٦ کاله وروسته په ١٩٧٣ ميلادى کال کې مصر وکولاى شول چې اسرايلو ته ماته ورکړى او د سويز کانال په خپل اختيار کې راولى.
له شوروى اتحاد سره د جمال عبدالناصر نږدې اړيکې او په سيمه کې دده ورځ په ورځ محبوبيت غربى نړۍ دې ته مجبوره کړه چې هر څنګه وى دده نظام ړنک او غرب پلوه دولت جوړ کړى. جمال عبدالناصر د ١٩٧٠ ميلادى کال د ډسمبر په ٢٨ نيټه دزړه د حملى له امله مړشو او واک د نوى شخص انور سادات لاس ته ورغى او د پرمختللى غربى نړۍ په پلوى يې له شوروى اتحاد سره اړيکې وشلولى. د انور سادات واکمنۍ تر ١٩٨١ ميلادى کال پورې وغزيده  چې بلاخره د پوځى پريډ پرمهال ديوه سرتيرى له خوا په نښه او ووژل شو او واک يې مرستيال حسن مبارک غوندى زمامدار ته په لاس ورغى او ځان يې ديکتاتور اعلان کړ او تر پرونه پورې يې د مصر پر غنى، مهم ستراتيژيک او د نړۍ د تمدن پر مرکز واکمنۍ وکړه.
دلته څو نقطوته د لوستونکو پام بايد راوګرځول شى چې د مصر دريو واړو واکمنانو د مصر د هيواد بنست پال اسلامى غورځنګ ته چې د اخوان المسلمين په نوم ياديږى نه د رسمى فعاليت اجازه ورکړى او نه يې سر پورته کولو ته پريښې دى او ډير شمير سياسى مشران يې  چې د اخوان المسلمين غړي وو له منځه يووړل.
د فلسطين مسلې دحل په لاره کې د حسن مبارک د ٣٠ کلنۍ واکمنۍ دريځ داسې نه وو لکه چې دعربى نړۍ او د فلسطين د مظلوم ملت ورته سترګى وى.
 د انور سادات واکمنۍ وه چې له اسرايلو سره يې د سولې په خاطر د کيمپ ډيويد تړون لاسليک کړاى شو.
څو ورځې وړاندې مونږ د هغې ورځې شاهد هم وو چې د مصر د خلکو غورځنګونو د پرلپسې او نه ستړى کيدونکو لاريونو،تظاهراتو او له قهره ډکو فعاليتونو په نتيحه کې د مصر  ٣٠ کلن واکمن حسن مبارک د واک چارى خپل مرستيال ته پريږدى او خپل پلرنى ټاټوبى ته له تللو مخکې خپله استعفا اعلانوى.
ويل کېږى چې د حسن مبارک د واک په راپرزولو کې اخوان المسلمين دنظر وړ برخه درولوده خو ددې امکان موجود وو چې نړيواله ټولنه يې هم له پامه ونه غورځوى چې خداى مه کړه د اخوان المسلمين په غيږ کې نړيوال تروريزم سر راپورته نکړى چې دنړيوالې ټولنې لپاره به جدا سرخوږى جوړ شى. ديادونې وړ ده چې داوسنې مصر اقتصاد پر کرنې ولاړ دى. غنم،جوار،اوربشى،وريجى،ګنى او پنبه يې عمده زراعتى توليدات دى.
مصر د نفتى موادو ايستنه او د يولړ صنعتى څيزونو په توليد کې وتلى مقام لرى. د رخت جوړونې او موټر بسته کوونې په کار کې لوړمقام لرى او دخپلو غنى طبيعى نفتى زيرمو په درلودلو هلته په کال کې تر ٤٠ مليونو ټنو پورې نفت استخراجيږى.
د سويز کانال چې د مديترانى او سره بحيره سره نښلوى د مصر په خاوره کې کيندل شويدى  چې ١٧٣ کيلو متره اوږدوالى لرى.
مصر ٥٠٠٠ کيلومتره د اوسپنې لارې لرى پولى واحديې مصرى پونډ دى چې له امريکايې ډالره يې بيه لوړه ده او د نړۍ له ټولو اوږد، د بحرى بيړيو د چلولو لپاره مساعد سيند نيل هم د مصر په خاوره کې بهيږى.

يمن:- د يمن متحد عربى جمهوريت د آسيا لويې وچې دعرب ټاپو وزمى په جنوب کې پروت دى.مساحت يې ٥٣١٥ کيلو متره مربع او نفوس يې نږدې ٢٠ ميلونه تنه دى. د نفوسو اکثريت يې عرب دى او د مرکز يې د صنعى ښاردى. رسمى دولتى ژبه يې عربى او وګړي يې مسلمانان دى چې د سنى مذهب پيروان دى خو د يادونې وړ ده چې په شمال کې شيعه ګان هم په ډير لږ اکثريت سره لرى.
د يمن تاريخى شاليد ته که نظر واچول شى نو له ١٩٩٠ ميلادى کال وړاندى پدې خاوره کې ٢ دولته وو د يمن عربى جمهوريت او د يمن دموکراتيک جمهوريت.
د يمن عربى جمهوريت يې په ١٩١٩ ميلادى کال کې له عثمانى ترکيې خپلواکى واخيسته او شاهى نظام يې درلود خو په ١٩٦٢ ميلادى کال کې د شاهى نظام پر خلاف ملى پاڅون وشو په نتيجه کې يې شاهى نظام ړنګ او جمهورى نظام يې اعلان کړ چې يو ناپييلى سياست يې پرمخ بيوه خو کمزورى اقتصاد يې درلود او مرکز يې دصنعا ښار وو.
د يمن ډيموکراتيک جمهوريت خاوره په ١٨٣٩ ميلادى کال کې د انګريزى استعمار لاس ته ورغلى وه خو په ١٩٣٧ ميلادى کال کې چې د دوهمى نړيوالى جګړى د پيل اثرات ليدل کيدل عدن چې ددې هيواد مرکز وو د انګريزانو په ستر پوځى مرکز بدل شو.
په ١٩٦٣ ميلادى کال کې د رادنان له غرونو دملى خپلواکى غوښتنى غورځنګونه راپيل شول او له څلورو کالونو خونړيو جګړو وروسته يې د ١٩٦٧ ميلادى کال د سپټمبر په ٣٠ نيټه انګريزانو ددوى خپلواکى په رسميت وپيژنده او ترې ووتل.
ددغه ملى خپلواکى بخښونکى انقلاب په نتيجه کې يې دموکراتيک نظام ټينګ کړ چې دشوروى اتحاد د هر راز اقتصادى ،پوځى او سياسى مرستو برخمن وو.
په ١٩٩٠ ميلادى کال کې کله چې شوروى اتحاد هم دړې وړې شو د دواړو يمنونو خلک سره متحد شول او د يمن اتحادى دولت يې اعلان کړ.
داچې د يمن متحد عربى دولت ونه شول کولاى دخپل ملت لوږه ،اقتصادى ستونزى او نورې اړتياوې حل کړى نو دخپل ديکتاتور جمهور ريس پرضد يې له ټونسى او مصرى ولسونو د خپلواکى اخستلو الهام واخيست چې د څو لسيزو راپدې خوا يې واک خپل ځان ته منحصر کړيدى او د راپرزولو هلى ځلى يې روانې دى، داچې څه کيږى د وخت خبره ده.
يمن يو زراعتى هيواد دى چې له سعودى عربستان او عمان سره ګډې پولي لرى او د عدن خيلج او سره بحيره يې بحرى سر حد دات جوړوى. د کرنې عمده توکى يې اوربشى،غنم او پنبه دى.

بحرين:- دغه هيواد د فارس په خليج کې د بحرين په نوم له مجموع الجزاير څخه جوړ شويدى چې ٣٣ ټاپوګان لرى. مساحت يې ٠،٦ زره کيلومتره مربع (٦٠٠) کيلومتره مربع او نفوس يې نږدى يو مليون ته دى. د نفوسو په سلو کې ٦٠ تنه يې عربان او نور يې ايرانيان،هندوان او پاکستانيان دى. مرکز يې د ماناما ښار دى. دولتى ژبه يې عربى او اوسيدونکى يې مسلمنان دى. اکثريت يې شعيه ګان دى خو د واک چارى يې لږکى سونيان په لاس کې لرى.شاهۍ نظام لرى چې د آمير عيسى بن سليمان الخليفه کورنۍ په دې واکمنه ده. دغه هيواد په ١٩٧١ ميلادى کال د اګست په ١٤ له انګريزانو خپلواک شو. د اوسنۍ بحرين دولت سياسى ګوندونه منع اعلان کړيدى، عمده پيداوار يې نفت دى چې په کال کې ٣ ميلونه ټنه نفت توليدوى او زراعت کمزورى دى.
ديادونې وړ ده چې دبحرين په خاوره کې د نړۍ ځواکمن ترينى دراډيو او تيليکس دستګاوې نصب شويدى چې د ځمکنيو مخابراتى ارتباطاتو په برخه کې په نړۍ کې سارى نه لرى.
پولى واحد يې بجرين دينار دى چې بيه يې له امريکايې ډالره لوړه ده.
د ټونس،مصر او نورې عربى نړۍ اولنى غورځنګونه چې دخپلو ديکتاتورو واکمنانو له خلاف يې مبارزات شروع کړيدى دبحرين په خلکو هم لوى اثر غورځولى دى او د موجوده واکمن شاه د حکومت په راپرزولو يې پيل کړيدى چې د مرغلرو په ميدان کې د ولسونولاريونونه او مظاهرات د هغوى ښه څرګندويې کوى. حالاتو ته به ګورو چې په پاى کې څه کيږى.

اردون:- د اردون هاشيمه سلطنت د آسيا دلويې وچې په نږدې ختيځ کې پروت هيواد دىچې ٩٨ زره کيلومتره مربع مساحت لرى خو د خاورى ٥،٩ زره کيلومتره مربع يې له ١٩٦٧ ميلادى کال راپدې خوا د اسرايلو په قبضه کې ده.
نفوس يې د اسرايلو په واسطه له اشغال شوى خاورى پرته تر ٤ مليونو پورې دى. اوسيدونکى يې اکثريت عرب دى او ترکان،ارمانيان او کوردان هم پکې اوسيږى.
مرکز يې د آمان (عمان) ښار دى. رسمى ژبه يې عربى ده او دين يې د اسلام مقدس دين چې د سنى مذهب پيروان دى.
داولنې ځل لپاره د انګريزانو په واسطه په ١٩٢١ ميلادى کال کې د اردون د امارت په نوم هيواد پکې جوړ شو چې تر ١٩٦٤ ميلادى کال پورې د پرنګيانومستعره وه. په دې هيواد کې هم د بحرين په شان د سياسى ګوندونو فعاليت ممنوع اعلان شويدى.
مالدارى يې زياته پرمختللى ده. غنم،جوار،اوربشى،رومى بنجان،هندواڼى،خربوزى او تنباکويې عمده کرنيز توکي دى.٦٠٠ کيلومتره د اوسپنى لارې لرى. پولى واحد يې اردونى دينار دى چې بيه يې له امريکايې ډالره لوړه ده.عمده صادرات يې نفت او سمنټ دى.تجارتى راکړه ورکړه يې له جرمنى،ايټاليا،جاپان،انګلستان او عربى هيوادونو سره روانه ده. په دې وختونو کې يې د دولت پر خلاف د ولس پاځونونو لړۍ روانه ده او دابه هم وخت ته پريږدو چې څه کيږى.

ليبيا:- د افريقا د لويې وچې په شمال کې پروت هيواد دي چې شمالى څنډې يې د مديترانى بحيرى سواحل جوړوى او مساحت يې ١٧٦٠ زره کيلومتره مربع او نفوس يې تر ١٠ مليونو پورې دى.اوسيدونکى يې د اسلام مقدس دين په سنى مذهب عقيده لرى.مرکز يې د طرابلس ښاردى او رسمى دولتى ژبه يې عربى ده. په لنډه توګه بايد يادونه وکړو چې د ليبيا خاوره په ١٦ پيړۍ کې دعثمانى ترکيې د امپراطورۍ يوه برخه وه. په لومړۍ نړيواله جګړه کې ايټاليا ونيوله او له دوهمى نړيوالى جګړى وروسته انګلستان او فرانسى ونيوله.
په ١٩٥١ ميلادى کال د ډسمبر په ٢٤ نيټه يې له کالونو کالونو خپلواکى غوښتونکى جګړي وروسته ازادۍ اعلان کړه چې مشرى يې د لومړى ادريس په غاړه وه خو تر ډيره وخته يې بيا هم باندينى سياست د غربۍ نړۍ تر اثراتو لاندى وو.
په ١٩٦٩ ميلادى کال کې دليبيا شاهى رژيم د انګلستان پوځى هډي ته او په ١٩٥٤ميلادى کال کې امريکا ته پخپله خاوره کې د پوځى هډې جوړولو اجازه ورکړه.
په ١٩٦٩ ميلادى کال د سپټمبر په ١ نيټه داردو يو شمير افسرانو قيام وکړ او شاهى نظام يې راوپرزاوه.ددې وسلوال قيام مشر ډګرمن معمرالقذافى وو چې جمهورى نظام يې اعلان کړ.ډير ژر يې دانګلستان او د امريکا متحده ايالاتو پوځى هډي تخليه کړى او په نړيوال ډګر کې يې دغرب ضد سياست پرمخ کې ونيوه. ليبيا يو ناپييلى هيواد او د اسرايلو پر ضد دعربو د مبارزاتو پلوى کوى.د نفتو غنى ذخاير لرى چې د شلمى  پيړۍ د ٥٠ کالونوپه نيمايې کې کشف شويدى.د نفتو کلنۍ توليد يې د ١٠٠ مليونو ټنو په شاوخوا کې دى. د خلکو ٣٠ په سلو کې يې په کرنه بوخت دي او دمالدارۍ برخه يې هم غنى ده. جوار،غنم،سابه او ميوې يې په نړۍ کې وتلى ځاى لرى او په صنعت کې يې تنباکو،رخت، لاسى صنايع او څرمنى لوړ مقام لرى. واردات يې موټري، خوراکه باب،قيمتى جواهرات او ساختمانى مواد دى.پولى واحد يې ليبيايې دينار دى چې بيه يې له کويټى دينار وروسته په نړۍ کې لومړى مقام لرى.د معمر القذاقى دواکمنۍ دوره داده پوره څلويښت کاله او ٦ مياشتى کيږى خو د ټونس او مصر په هيوادونو کې وروستنيو پيښو د ليبيا خلک هم دې ته اړ کړل چې د
معمرالقذافى  حکومت رانسکور کړى او په ځاى يې ولسواک حکومت جوړکړى.
 د معمرالقذافى د حکومت خلاف لاريونون کوونکي په سختو شرايطو کې قرار لرى ځکه حکومت يې دمظاهره کوونکو پرضد له وسلوال پوځ څخه د غلى کولو استفاده کوى چې تردې دمه پورې څه دپاسه زر تنه لاريون کوونکى وژل شويدى خو معمرالقذافى حاضر نه دى چې واک پريږدى.
نړيواله ټولنه هم د معمر القذافى د ولسى ضد عمل په مقابل کې راپورته شوى او داچې راتلونکى به يې څنګه وى د وخت خبره ده نو همداوس هم د يولک په شاوخوا کې وګړي ترې مصر او ټونس ته مهاجر شول.
دټولو په پاى کې که له ټونس،يمن،اردون،مصر،بحرين او ليبيا راتير شو نوداهم بايد يادونه وکړو چې د ذکر شويو هيوادونو ولسى پاڅونونو ايران،سوريه او حتى چين هم ورخطا کړيدى. سوريه په دې هڅه کې ده چې څنګه وى بايد ژر وکولاى شى داسې پروګرامونه رامخې ته کړى چې له امله يې دولس سترګى ور ړندى کړى، که څه هم ګومان نه کيږى چې د چين مقتدار دولت دې هم کمزورې کړى خو يو لړ اغتشاشونو سر راپورته کړيدى،مګر په ايران کې د بنسټ پالو واکدارانو پر خلاف د موسوى او کروبى د مدبرانه لارښوونو لاندى پراخ لاريونونه له لاره اچول شوى چې په نتيجه کې د ايران دولت له خوا وهل شوى، وژل شوى اوحتى د اعدام حکمونه پرى صادر شويدى خو ليرى نه ده چې دايران د تش په نوم اسلامى زمامدارانو ټغر به هم ټوليږى او په قطر،عربى اماراتو،کويټ،عمان او سعودى عربستان کې لا ياد شويو خوځښتونو سر نه دى پورته کړى.
د هغې ورځى په هيله چې په ټوله نړۍ کې حق حقدار ته ورسيږى.   
پاى