کشمیرکې دهنداوپاکستان خونړۍ جګړې افغانستان کې اغیزې

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 42622
سراج الحق ببرک زی ځدراڼ
دخبریدو نیټه : 2011-03-04

په تیر پسي - دوهمه برخه

۵ . د پاکستان بهرنې سیاست د کشمیر او افغانستان په اړه

دپاکستان  له  جوړیدو سره  تر نننه دغه هیوادد خپلو دواړو ګاوندیو هیوادنو هند اوافغا نستان سره ترینګلې، زهرجنې  اړیکې  لري . دا د خاوري نا حل شوي کړکېچ  د هند سره د کشمیر په سر له افغانستان سره د پښتون ولس  د یوالې یا  د پښتونستان  مسلي په  سر رامنځته شوي دی . افغانستان خپله پنځه زره کلنه خاوره له پاکستان څخه  بیرته غواړي ،چې انګریزي کولونیال ځواک له افغانستانه  د لویې لوبې په ترڅ  کې په زور او ناروا ټوګه بیله کړي وه . له همدي امله د پاکستان بهرنې سیاست له یو ستر کړکیچ سره مخامخ دی .

د ۱۹۵۰ کالونو څخه را په دیخوا د پاکستان  پوځ  د پاکستان د ملت جوړونې  په پړوو نوکې یو مرکزي فکتور  او ځواک  ګرځیدلې دی  . له همدې امله د پاکستان بهرنې سیاست د پوځ له خوا ټاکل کیږي . پاکستاني پوځ  هند او افغانستان   دځان لپاره  یو ستر ګواښ ګڼی . پاکستان  ته ډیره ګرانه ده ،چې د خپلی بهرنې سیاسي  ټګلاري  دعملي کولو  او اغیزمنتوب لپاره  داورپکو  د پیاوړي  وسلې د استعمال څخه  لاس په سر شي .
  کله چې په ۱۹۵۸ کال کې جنرال ایو ب خان پوځې کودتا وکړه، پاکستان یو ګارنیزیوني دولت ته وده وکړه .  سره له دې چې په ۱۹۷۱ کال کې هندي پوځ  د پاکستان پوځ  ته  د جګړي په ډګر کې سخته ماته ورکړه ، دپاکستان  پوځ کورنې او وسله وال ځواک مات نشو . پاکستاني پوځ په پاکستان  کې د هند سره د کشمیر کړکیچ  په سر خپل بهرنې او کورنې امنیتي سیاست  برلاسي وساتله  .

  په ۱۹۷۷ کال کې جنرال ضیاوالحق د علي بوټهو په وړاندې پوځې کودتا وکړه . ضیا د خپل رژیم د مشروعیت خورولو او پراخولو  لپاره  د پاکستان اسلامیزشن ټګلاره غوره کړه .

په همدې بهیرکې  په ۱۹۷۹ کال  پخوانې شوروي اتحاد په افغانستان باندې  پوځې یرغل وکړو،د  پاکستان  اې اس اې د امریکا څخه بې کچه پوځې مرستي ترلاسه کړي . تر څو افغان مجاهدین د شوروي اتحاد په وړاندې  جګړي ته تیار کړي . دغو مرستو د ضیاالحق اسلامیزشن  ته نوره وده ورکړه .  دپاکستان پوځ بهرنې ،کورنې او امنیتي سیاست خپلواکې په ډیرو برخو کې لیدل کیږي .  په ۱۹۷۱ کال کې پاکستان د خپلې پوځې ماتي په غبرګون کې اتومي پروګرام ته وده ورکړه . دا پلان د پاکستان  پوځ یو خاص او  پټ پروګرام  وو.
په ۱۹۸۸ کال کې کله چې لومړي وزیرې بینظیر بوټهو حکومتي چاري ترلاسه کړي .بینظیربوټهودپاکستان د  اټومي پروګرام چاري مالومات له خپلو پوځې جنرالانو څخه نه بلکې د امریکایې چارواکو څخه ترلاسه کړل .  دهند سره  د کشمیر کړکیچ ډیره موده په پاکستانې ټولنه  کې د هویت یو خاص ځاې درلود . له همدي سره په پاکستاني  پوځ  باندې د حکومت ستر ه بودیجه  لګیږي ،چې دروغتیا ، ښوونې او روزنې ته دومره بودیجه نه ورکول کیږي  . د پاکستان پوځ په اقتصادي  اوسیاسي ډګر کې  په دولت کې یو دولت دی .
 د پاکستان پوځ په سیاسي، اقتصادي  او ټولیز ډګر کې خپل ځواک څرګند کړي دی . پوځ د پاکستاني  ټولنې په ټولو برخو کې  ځان نستلي دی . پوځ زرعتي ځمکې لري ، پوځ فابریکې لري، په دغه چار کې یو شمیر  پوځې افسرانو بوخت دي . د پاکستان  دبهرنې سیاست یوه خاصه ځانګړ تیا په دې کې ده ،چې  دهنداو افغانستان  سیاست  په وړاندې  دپاکستان پوځ  د نا دولتي  نیمه  پوځي ملیشو او وسله والو  ډلو څخه د نوموړو هیوادو په وړاندې  کار اخیستل کیږي  . په ۴۸،  ۱۹۴۷ کالونو کې دپاکستان پوځ افسرانو د کشمیریانو په جګړه کې برخه واخیسته .
  په ۱۹۶۵ کال پاکستان وسله والې ملیشي دهندې کشمیر په پاڅون کې ورګدي کړي .  پنجابي  پوځ او اې اس اې  په دغه جګرو کې د ډیرو پښتونو ځوانانو د ژورې مذهبې احساساتو څخه ناوړه ګټه واخیسته  او د ډیرو پښتونو پاکې وینې  د خپلو تور پلانونو لپاره  په کشمیر کې بې ځایه  تویی کړي . ځکه کشمیریان اوس نه پاکستان  او نه هندوستان غواړي .
د ضیاوالحق  په اسلاميزیشن  ټګلاره کې پوځ او اې اس اې اسلامي ډلې  یې  په افغانستان کې د مجاهدینو مرستي ته واستولې،تر څو چې د خپل بهرني سیاست  پلان شوي موخې ترلاسه کړي .
په ۱۹۹۰ کالونو کې په افغانستان کې پاکستاني  پوځیانو  د طالبانو په بري کې لاس درلود. پاکستاني پوځیان همداوس له طالبانو سره د خپلو سیاسي ګټو او سیاسي موخو  په وجه ملګرتیا لري .
د وسله والو طالبانو د غورځنګ  سیاست  د پاکستان   او داې اس اې  تراغیزې  لاندې  سیاست  دی، په افغانانو او بهرنیانو کې ډیرې اندیښني رامنځته کړي دي . ورسره  دوسله والو طالبانو دمقاومت خپلواکې تر پوښتني لاندې  راغلي ده . پنجابي پوځ  او اې اس اې په خپل تور مخ باندې د اسلام دسپیڅلې دین سپین نقاب ایښودلې دی . د پاکستان پوځ  داسلام له سپڅلې دین څخه په خپل کورني سیاست  کې هم تل ناوړه ګټې واخیستي، تر څو له یوې خوا د خپل ناوړو دیکتاتوري  رژیمونو مشروعیت ځواک نوره پیاوړي کړي او له بلې خوا په بهرني سیاست کې د پښتونو،بلوڅو او کشمیریانو له نشنلیستي پاکو احساساتو او یوالې  مخه  یې نیولي وي  .
د یولسم دسپټمبر د پیښي سره  سم  د پاکستان بهرنې سیاست ستراتیجي د هند او افغانستان  په اړه یوې سختي ضربي سره مخامخ شوه . پاکستان د امریکا دګواښ له امله په څو ورځو کې د امریکا  د ملګري په توګه دنړیوالې  ترهګري په وړاندې  ټلواله کې ودرید . پاکستان  د نړیوالې ټرهګري په وړاندې ټلواله کې د امریکایو مهم ملګري شو . د ۲۰۰۱ کال په نوامبر کې پرویز مشرف وویل ، امریکا ته  د طالبانو په اړه د تسلیمیدو سره، د پاکستان   اصلي مرکزي انترس  او سیاسي موخې  د اټومي وسلو او د کشمیر کړکیچ   په اړه وژغورلې  شوې  . پاکستان له پيدايښته په نړۍ کې د جبهو او کړکيچونو دولت پيژندل شوی دی . د هند سره په پوله د کشمير لانجه له افغانستان سره د ډيورنډ لاين مسئله، چې تر اوسه پاکستان ونشوای کړی حل يې کړي . امريکايان د کشمير په لانجه کې د هند او پاکستان لخوا د اتومي وسلو د استعمال ګواښ هم ويني . سيمه  د اتومي جګړې  له ستر ګواښ  سره مخامخ ده .
۶  . د کشمیر د لانجمن   او ګواښمن کړکیچ  د حل لار  
 د پاکستان او هند ترمنځ دښمنې او سیالې دومره زړه ده لکه د دغو دوو دولتونو عمر   . په ۱۹۷۲ کال کې د هند او پاکستان ترمنځ  د سیمله تړون لاسلیک شو، په تړون کې  جوت  لیکلې شوي ، چې د کشمیر کړکیچ   یواځې د دواړو هیوادو ترمنځه باید حل شي . پاکستان دیره موده  هڅه کوله  چې دکشمیرکړکیچ د نړیوالو په  منځګړتوب  حل کړي .

هند او پاکستان درې  ځله   دکشمیر په سرجګړې کړي دي او بیا مجبور شوي دي  دسولې خبرواترو ته کینې . ځکه دواړه هیوادونه اټومي وسلې لري ، د دواړو هیوادو ترمنځ  یوه اوږده جګړه به سیمه او نړۍ  له اټومي جګړي سره مخامخ کړي . دهند او پاکستان اټومي ځواکونو ترمنځه د  کشمیر کړکیچ  په اړه  ملګروملتو ، اروپايي ټولنې،عربې ټولنې،د امریکاحکومتونو،د  روس بهرنیوچارو وزیرانو اود اسیا ډیرو هیوادو د یو سولیز ډیپلوماټیک حل وړاندیز نه  اومنځګړتوب  کړي دی . سربیره پر دې هند او پاکستان  د کشمیر لانجې دحل  په اړه  دجګپوړو چارواکو ډیري خبرې اترې، غوندي او ناستي سره کړي دي  .

د ۱۹۹۸ کال  د مارچ په  میاشت کې هند او پاکستان په ناڅاپي توګه ټولې نړۍ ته د اټوم بومونو  په  ټسټکولو  (Comprehensive Test Ban Treaty - CTBT)شوک ورکړو . ډواړو هیوادو د نوکلیار یا اټومي وسلو  د ټسټ نه  ترسره کولو  نړیوال تړون  لا تر اوسه  لاسلیک کړي نه دی . د کنټرول کرښې په دواړو خواو کې دهند او پاکستان  دیو میلیون څخه ډیر  سرتیري او سمندري جنګې بیړې چې د درندوسلو،ان  په  اټومي وسلو سمبال  توغندې  تیارسۍ ولاړل دي . پاکستان دهند په پرتله په پوځې ، اقتصادي  اوستراتیجکه برخه کې  د پام وړکمزوتیا  لري . د اسلام اباد، کراچې او لاهورښاورونه  په میلیونو وګړي لري او دغه ښارونه د هند پولې ته نږدي پراته دي ،د هند پوځې غبرګون به دغه سیمې ډیر سختي زیانمنې  کړي . له همدې امله  پاکستان  به د جګړي په صورت کې لومړۍ  هیواد وي ،چې  له اټومي  وسلې  څخه کار واخلي او د هند د اټومي وسلې غبرګون به پاکستان ته  نور سخت ځیانونه  ور واړوي .

د هند وړاندیز  د کشمیر لانجې دحل  په اړه داسي دی ،په کشمیر کې باید دکنټرول کرښه د یوې نړیوالې پولې په څیر وپیژندل  شي، پاکستان  یې رد وي  او د پاکستان وړاندیز  دا دی، چې کشمیر  باید له سره په همدغو سرحدي پولو کې  وویشل  شي،د هند حکومت یې رد وي .
پاکستان  اوس له خپل پخوانې دریځ څخه  په شا شوي دی ،په بله وینا پاکستان  د کشمیر لانجه   حل نوره په نړیواله کچه یا دیو بهرني  هیواد منځګړي حل  نه غواړي . اسلام اباد اوس  د هند دریځ  ته نږدي شوي ،پاکستان اوس  د هند په څیر د  کشمیر لانجه ته  د یو دوه اړخیز  کړکیچ  په توګه ګوري . ۸
د هند او پاکستان ترمنځ دکشمیر لانجې په  اړه  د خبرو اترو فضا  او لړۍ تاریخ  ته په کتو سره ویلې شو، دوی   تل پر یو بل دبې باوري  تورونولګولي  او دوی  یې  د سیاسي اختلافاتو له خنډ او ځند سره مخامخ کړي دي .         همدا اوس چې دغه کرښې لیکل کیږي  د هند او پاکستان  ترمنځ په بوټان کې د سولې په اړه د لوړې  کچې  خپلمنځې  خبرې  اترې بیا پیل   شوي دي .
دهند او پاکستان ترمنځ د کشمیر د لانجې د هواري لپاره چې د د واړو هیوادو د کړکیچ  مرکزي ټکې دی ، دوی د سولې په اړه د رسمي خبرو اترو بیا پیلیدو هوکړه کړي ده . د هند او پاکستان تر منځ د کشمیر په اړه  د خبرو لړۍ هغه مهال وشکیده، کله چې د هند په ممبي ښار کې ټرهګریزه بریدونه ترسره شول
اوس بیا داسي نښی نښاني څرګندې شوي دي،چې د هند او پاکستان ترمنځه د کشمیر د لانجې د حل په اړه د خبرو لړي به بیا پیل شي .  دوی په خپلو کې  یو بل ته شنه چراغونه بل کړي دي .
دهند او پاکستان ترمنځ د کشمیر لانجه  د دواړو هیوادو د  خونړیو جګړو لامل  ګرځیدلې ده  .
 د یوي سروي له مخه  د نیمایې څخه ډیر کشمیریان د یوخپلواک کشمیر هیواد غوښتوونکې دي . تر هغه چې دوی  دهندوستان او یا پاکستان سره یوځاې شي . دیوملي خپلواک  کشمیري دولت  د رامنځته کیدلو سره  دغه  خونړۍ کړکیچ  د تل لپاره  حل  کیدې شي . که فرض وکړو، چې ټول کشمیر د پاکستان او یا هندوستان سره یوځاې شي ،بل هیواد به د کمښت احساس وکړي  او بلې جګړي ته به لاره خلاصه شي .
 دهند او پاکستان  دوښمنې او د افغانستان او پاکستان  ترمنځ ډیورنډ کرښې کړکیچ اصلې ریښې د برتانوي هند له ویش سره تړو لري . د سیمې څخه د انګریزي کولونیالیزم  له وتلو سره سم   د کشمیر لانجه د اسلام اباد او نوي دهلې  اود ډیورنډ کرښې کړکیچ  دکابل او اسلام اباد اړیکې ډیرې ترینګلې او زیانمنې کړي دي .
نن  د هند او پاکستان سیاست  په سیمه کې بدل شوي دی . هند ورو ورو ځان د نړۍ ستر اقتصادي ځواک په لور چمتو کوي . هند  له پاکستان  او دچین سره  د کشمیر کړکیچ   په لرولو سره  ځانه ته په دغه لاره کې یو خنډ وینې . داسیا لویه ولسواکې هندد کشمیر  اشغال ته نوره اړتیا نه لري .  هندپه خپل ګاونډ کې  هم یو دښمن پاکستان  نوره نه غواړي ، ځکه پاکستان  دهند  د نړیوالو اقتصادي  پلانونو ته خنډ ګرځیدلې . نړیوال نه شي  کولې په هند کې د جګړو د  ګواښه  له امله ستري پانګونه وکړي . ناټو او امریکا دغه دواړه هیوادنه تر سخت فشار لاندې راوستي ،چې په خپلو کې اوږد مهاله کړکیچ ته  د خبرو اترو له لارې د پای ټکې کیږدي . پاکستان  دکشمیر جګړه نوره د خپلو اقتصادي ستونزو له امله تمویلولې  نشي . د هند او پاکستان سیالې په افغانستان کې د سولې بهیر  ټکنې  او پڅ کړي او دوی   په افغانستان کې د جګړو  داوږ دوالې لامل ګرځیدلې دي .

د ۱۹۸۹ کال څخه راهېسه  د پاکستان اې اس اې  په هندي کشمیر کې یوه  وسله وال جګړه د پیسو، وسلو او دازادو جنګیالیو له لارې په مخ بیایې . د پاکستان ددغې جهادي سیاست او ستراتیجي په وړاندې  د هند له خوا تل غبرګون ښودل شوي دی . د امریکا د سیاسي فشارونو له امله پاکستان حکومت  د لشکرطیبه او جهش محمدي ترهګري ډلې فعالیتونه منع کړې دي،ځکه دغو ډلود پاکستان له خاوري  څخه په هندې کشمیر کې پوځې عملیات تر سره  کول  . ۹ په کشمیر کې د سولیز حل لپاره  باید پاکستان او هند خپل ټول وسله وال عملیات فورآ ودروي . د هند او پاکستان لخوا د کشمیري ولس وژل ، شکنجکول  اوجنایات باید فورآ ودرول شي .د بندیانو خلاصول او تبادله تر سره شي او په ټول کشمیر کې باید یوه ولسواکه  ټولپوښتنه تر سره شي .   
پاکستان د کشمیر اوبو ته ډیره اړتیا لري . د ټوپوګرافیک له اړخه دپاکستان   اوبو د کشمیر له دروڅخه ، چې ډیرې د هند  تر ولکې لاندې کشمیر له غرو د پنجاب د دښتو پلور رابهیږي ،دغه اوبه د پاکستان د سند او پنجاب سیندونواتیا سلنې اوبو جوړوي . دغه حالت به هند ته هر مهال دا موکه په لاس کې ورکړي، چې د پاکستان په وړاندې د اوبو بندولو له وسلې څخه کار واخلې .
په هند کې اوس  د سولې  خبرو اترو لپاره شرایطو وده کړي ، ځکه هند نه غواړي د نړیوال اقتصادي  ځواک په درشل  کیدو کې د کشمیر د کړکیچ له لارې ورته ګواښ پیښ شي . 


 ۷  . د کشمیر هیواد د کنټرول کرښه او دافغانستان ترمنځ د ډیورنډ کرښې  اریکې
 دغه دواړه کرښې د انګریزي  استعمار د پوست کولونیال سیاست میراث دی . دغه کرښې د انګریزي استعمار  لخوا په ویښه ، اختیاري او د ظلم نه ډک په خپل سر  یو اړخیزه توګه په بیل بیل نومونو کرښې ایستل شوي دي . دغه دواړه کرښې د نړۍ تر ټولو کړکیچنې خونړي او ګواښ لرونکي پوست کلونیال سیمې دي  . د ډیورنډ کرښې او د کنټرول کرښې ترمنځه دوه سوه کیلومتر واټن نشته . دکشمیر هیوا د پوله  د ډیورنډ کرښې سر لګیدلي ،له همدې سره کشمیر  د افغانستان  په واخان سیمه کې یوګاونډې هیواد دی . د کشمیر لانجې  او د افغانستان  ستونزې   پر یوبل   مستقیمي اغیزي لري . د کشمیر دلانجې  حل او دکشمیريانو دیوالې  کلی د ډیورنډ کرښې په لمنځه تللو  او د پښتنو په  بیا یوالې کې نغښي  ده .
پاکستان د کشمیر په جګړوکې  په  ډیر چل او ډوکه سره د پښتنو له ژور مذهبې ،جذباتو او احساساتوڅخه د اسلام  دواطلب لښکرو  په نامه  ناوړه ګټه واخیسته . پاکستان  د اسلام په نامه د ازاد قبایلو لښکرې په منظم ډول په کشمیر کې د خپلو تورو سیاسي موخو  او بقا لپاره و جنګولې  .  
کله چې انګریزې پوځونه د هند څخه ووتل ، دوی  د اوږد مهاله سیاسي پالیسي پر بنسټ په سیمه کې  ډیر هیوادونه په  اوږد مهاله سیاسي کړکیچونه  کې پریښودل .انګریزانو خپل دوست هیواد پاکستان یې د خپلو دوو ګاونډیوهیوادو  افغانستان او هند سره په اوږد مهاله کړکیچ کې اخته کړو . افغانستان له پاکستان سره د ډیورنډ کرښې  په سره  اوږد مهاله کړکیچ لري .افغانستان  دغه کرښه هیڅ مهال په رسمیت پیژندلې  نه ده او د پښتنو دواحد ولس ترمنځ  د نړیوالو قوانینو او نورمونو  خلاف  ناروا ویش نه مني . دغې مسلې د افغانستان او پا کستان ترمنځ  د کړکیچ یو مهم ټکې ګرځیدلې  دی، دډیورنډ کرښې  کړکیچ افغانستان  او پاکستان  یې د جګړو پولو ته سره نږدي  کړي دي . د افغانستان د دیرش کلنې جګړي  اصلې ریښې  او د پاکستان د لاسوهنو لاملونه  په دغه  اوږده جګړه کې  په همد دې  کړکیچ کې نغښتي دي . د افغانستان  دملي حکومتونو له خوا د کرښې د بلې خوا  دپښتونو  او بلوڅو دحقوقو او د ولسي  بیا یوالې  غوښتنه کړي ده او کوي یې .
هند د افغانستان سره یو څه اقتصادي مرسته  کوي ، دامرسته په هېځ وجه دومره ستر نه ده چې پاکستانې چارواکې یې څرګندوي ،چې د بلوچستان او قبایلوسیمه  نارامه او بې ثباته  کړي او یا دامرستي  د ډیورنډ  کرښې  دلمنځه تللو لامل شي  .   
                                          ‍‍‍                                                         
۸  . افغانستان کې هند او پاکستان  کشمیر ي جګړې ته دوام  ورکوي
 له کله چې په افغانستان کې د امریکا اوناټو جګړه پیل شوي ده ، د کشمیر کړکیچ د نړیوالو له پامه غورځیدلې دی . د کشمیر د کنټرول کرښه لکه دډیورنډ کرښې شاخوا سیمي د نړۍ تر ټولو له ګواښمنو سیمو څخه  دي . د نړۍ په هېځ ځاې کې  دومره اټومي وسلې له  ماتیدونکې دولتي سیستمونو سره او  داسلامي بنسټپاله  ترهګړي  ګواښونو سره  په نږدې واټن کې سره  را ښکیل  شوي نه دي   لکه په هند،پاکستان  او کشمیر کې .
 په کابل کې د هند پر سفارت   بمي بریدونه،د هندي انجینیران وژل  کیدل، د هندي پروژو مخه نیول ،د هند او افغانستان ترمنځ  په سوداګر یزو  توکو باندې بندیزونه لګول .  پاکستان  له همدې لارې  هڅه کوي  په افغانستان کې   د ډول ډول فشارونو له لارې هندوستان   ته د کشمیر جګړي بدل   ورکړي . هند او پاکستان د کشمیر جګړو لپاره په افغانستان کې د افغانانو  وینې تویې کړي  دي .
په افغانستان  کې د ناټو او امریکې  پوځونو شتون د جیو ستراتیجکې لیدلوري  له پلوه د پاکستان  پوځ لپاره ډیر د پام وړدي .  کیداي شي افغانستان   د ناټو پوځیانو له وتلو سره  بیا په کورنې جګړه کې ډوب شي . د پاکستان پوځ اندیښنه لري، چې  د ناټو په شتون کې به هند خپل دویزه اړیکې له افغانستان سره بیا ټینګې کړي او پاکستان  به د دواړو هیوادو په سیاسي محاصره کې وي . د شطرنج   په دغه لویه لوبه کې هند یواځې  تراوسه د پاکستان  کشت غواړي ، نه د پاکستان  ماتیدل  . ځکه له یوې خوا د کشمیر خپلواکې او یوالې  به د ډیورنډ پر کرښه ستره اغیزه وکړي ، له بلې خوا  هند او پاکستان  پوهیږي  ،چې د ډیورنډ کرښې دلمنځه تللو اغیزه به  د کشمیر پر کنټرول کرښه باندې  خامخا  پریوځې . هندوستان  د خپلې خپلواکې څخه ترنننه  د پاکستان سره  داوږد مهاله دښمني او له افغانستان سره د اوږد مهاله  د دوستي  سره د ډیورنډ کرښې په اړه د افغانان  د بیا یوالې  او د ډیورنډ کرښې د لمنځه تللو په اړه کوم خاص رسمي دریځ نه دی څرګند کړي . هند کولي چې د پاکستان  سرعت  هغې ژورې کندې ته چې  دی ورروان دی نوره ګړندي کړي . پاکستان هم کولې شي  د کشمیر په لانجه کې  هند له ځانه سره هغې ژوري کندې ته  چې دی وروان دی له ځانه سره یوځاې  ګړندي کړي .
که کشمیر پاکستانې شي، د هند د دولت ایدیالوجې ترخاوري لاندې کیږي  او که کشمیر هندي شي بیاد پاکستان د دولت ایدیالوجې تر خاوري لاندې کیږي . د کشمیر د کړکیچ یواځیني حل لار د کشمیر خپلواکې ده  . د کشمیر دکړکیچ سره  همداوس په سیمه کې نوي بیلتون غوښنوونکې غورځنګونه رامنځ ته شوي دي .              هند  او پاکستان د کشمیر له خپلواکې څخه ډیره اندېښنه لري . په هند کې  سیکان  دخلستان دولت جوړوي،اسامیان  یو خپلواک اسام جوړوي اوبنګالیان  یو لودیدیځ   بنګال  جوړوي .  په پاکستان کې  بلوڅان د  یو خپلواکې  بلوچستان  لپاره مبارزه  کوي او پښتانه د افغانستان سره د پښتونخوا یو ځاې کیدل غواړي .
۹ .  پایله   :
پاکستان د رامنځته کیدو سره سم  دغه هیواد د خپلو  دوو ګاونډيو هیوادنو  هندوستان او افغانستان  سره  د خاوري په سر کړکیچنې جګړیزي  اړیکې  تراوسه لري . پاکستان د هندوستان سره د کشمیر د ویش په سر  او  د افغانستان   سره د ډیورنډ کرښې  په اړه   نا حل شوي دځمکې په سر کړکیچونه لري .
پاکستان له هند سره د کشمیر له لانجې څخه  پرته کومه بله مهمه ستونزه نه لري . نړیوال باید د کشمیر کړکیچ  ته له سره بیا جدي پام وراړوي .  په مرکزي اسیا کې دایمي سوله د ډیورنډ کرښې او د کشمیر دکنټرول کرښې سره  تړو لري . نن د هند او پاکستان اړیکی تر بل هر وخت سمې  شوي دي . دبیلګې په ډول د پاکستان او هندي کشمیر ترمنځ د سوداګریو او بسونو لار،چې پخوایې چا تصورهم نشو کولاي، په دې ورستیو کې دغه لاره پرانیستل شوي ده .
 په دې کې هیڅ شک نشته، چې پاکستان  دخپل مشر ورور هندوستان  څخه د خونړیوجګړوله  امله  ډیره سخته ویره لري . افغانستان له هندوستان سره تل نورماله  د ګاونډیتوب اړیکې درلودلې دي . پاکستان  په افغانستان کې د هند دغو اړیکو ته د لاسوهنې  او دخپل ځان لپاره د ګواښ په سترګه ګوري . پاکستان په افغانستان کې د هندوستان  شتون ته د خپلې سیاسي پوځې ستراتیجې   لپاره ګواښ بولې .که چیري  هند له افغانستان سره همدغه  نورماله اړیکې  یواځې د دې لپاره کوي، چې پاکستان په خپله سیاسي محاصره کې ونیسي .نو هند  په افغانستان کې یوه ستره اشتباه کوي . د هند موخه به  له افغانستان سره لکه د پاکستان  په څیر یواځې د جګړو اور ته لمن وهل وي او بس  .هند اوپاکستان  باید وپوهیږي  چې پښتانه نوره د دوی دجګړو د اور لرګې نه دي . ظاهرآ  د اسي بریښي چې  دغه دوه نه پخلاکیدونکې تاریخي دښمنان  او سیالان  هند او پاکستان  په افغانستان  کې د خپلو  نورو نویو سیاسي اغیزو لاسته  راوړلو لپاره  سره ښکیل شوي دی . دوی هڅه کوي په افغانستان   کې د یوبل ګټو ته زیان ورسوي  . هندوستان به هیڅ وخت  ونشي  کړي ، افغانستان د خپلو   ګټو لپاره د  پاکستان  په وړاندې استعمال کړي . بلکې افغانستان به  هڅه وکړي هندوستان  لکه  دنړۍ نور دوست هیوادونه د خپلو  روا ملي ګټو لپاره د پاکستان سره د ډیورنډ کرښې د حل په لاره کې په خپل څنګ کې ودروي . نن د نړۍ  هر هیواد پال  وګړي  ته خپل وطن  کشمیر دی .
 نن  په اسلامي نړۍ کې  دافغان  له هندوکشه تر مراکشه  ملي پا څونونه  داستعمار، استبداد،ترهګري او زورواکۍ  په وړاندې  پیل شوي دي . نن  دنړۍ د هر آ زادي غوښتوونکې انسان د نده ده،چې د هند او پاکستان څخه  د کشمیر یانو خپلواکې غوښتنه وکړي اودافغانانو  پښتنو اوبلوڅو د یوالې له  حقوقو څخه  ملاتړ وکړي  .
پای


اخیځلیک      :
)1(.Vgl Gangul, Sumit (2001) Conflictunending India- Pakistan tensions since 1947, Aufl.New York Seite 10
Vgl. Wortlaut der Pakistan –Resolution/Lahore der All India Muslim League vom 04.03.1940 
)2(.Swami, Praveen 2007 Asian Security Studies: India, Pakistan and the secret Jihad the covert
war in Kashmir 1947 -2004 1.Aufl.New York / London Seite 15
3. Man , Michael 2007: Die Teilung Britisch-India 1947 Blutige Weg in die Unabhängigkeit
  )4(.Vereinte Nationen  : Resolution 39 ,v.17.01.1948 v. 2001 , 1948, 47 v. 21.04.1948
The India-Pakistan Question
)5(.Rothemund, Dietmar (2002 ) Kriesenherd Kaschmir Der Konflickt der Atommächte India und Pakistan
Ganguly, Sumit ( 2001 ) : Conflictunending India-Pakistan tension since 1947 , Oxford Universität Press Yew York Seite 16 .
6.Lichtenthäler, Volker (2001): Der Kaschmirkonflikt. konflikte. Kaschmir Stand: [21.02.2002]
)7( . Eu, Geoffrey / Halliday, Tony (Hg.)(1990): Apa Guides - Pakistan. - München: RV Reise- und  Verkehrsverlag. S.67 / 68
Kulke, Hermann / Rothermund, Dietmar (1982): Geschichte Indiens. - Stuttgart: Kohlhammer. S. 367 : ,,Bangladesh"
)8(  . Vgl. Wagner, Christian: Jenseits von Kaschmir, SWP -Aktuell 2004/A 46, Oktober 2004,
)9(.  Vgl. Rieck, 2006, S. 360.