درضعي خور له خور سره درضعي ورور د ورور نکاح روا ده .

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 42637
أبولفضل
دخبریدو نیټه : 2011-03-05

فتوا نمبر  (۲) .

مستفتي  :           M. Dawood

پوښتنه   :
کچيري أحمد د فاطمې د مور شيدې وخوري نو د أحمد د ورور نکاح د فاطمې د خور سره جواز لري که نه  ؟
Thanks

 

الجواب والله ملهم الصواب :
دخودي فاطمي نکاح هم داحمدله ورورسره رواده نو د فاطمي د خورنکاح خوپه طریق اولی رواده ؛ ځکه درضعي ورور له خورسره یا درضعي ورور له ورورسره نکاح رواده اواحمدد فاطمې رضعي ورور دئ  .
في ا لهدایة  (ج۲ص۳۳۰) : ویجوزان یتزوج الرجل باخت اخیه من الرضاعة / و کذا في فتاوی السراجية ص ۴۰ / و خلاصة الفتاوی ج۲ ص ۱۲  .

اصلي خبر داده چي کومه ښځه چي ويوې انجلۍ يا يوه هلک ته تئ ورکړي نو ددغي ښځي اصول او فروع (یعني پلرونه او مندي او اولاد) صرف له همدغه هلک او انجلۍ سره اړه لري کوم چي و هغوۍ ته يې شيدې ورکړيدي ، او ددغه انجلۍ او هلک و ورڼو ، خویندو ، پلار او مور ته حرام والئ نه ورشامليږي ، البته ددغه هلک او انجلۍ و اولاد ته د رضاع حراموالئ ورشامليږي  .


والسلام
حرره  : احقر محمد معين الدین أبولفضل   .