فتوی نمبر (۳) .
مستفتي : وحيــــــــــــــــد
سلام ! هيله ده صحت ولرۍ ، ځما يوه پوښتنه وه هغه دا چي که پر يو شخص خپله ميرمنه ډيره ګرانه وي او هغه ته ډيره نازولې وي ، او د ډیره نازه ورته لورکۍ ووايي ګناه لري که نه ؟
الجواب باستعانة ملهم الصواب :
وخپلي زناني اوښځي ته له ګرانښته لور یالرکۍ یامور ویل مکروه کاردئ ؛ ځکه دخپلي ښځي تشبیه له لوریاله مورسره کول په یوه صورت کي ظهاربلل کیږي اوسبب دحرام والي دښځي ګرځي ترڅوچي دغه سړي دظهارکفاره نه وي ادا کړې .
مثلایوسړَی وخپلي ښځي ته ووايي ته پرماباندي داسي ئې لکه زمالوراو په زړه کي ئې داقصدوي چي لکه زمالور چي پرماباندي حرامه ده نوته هم دغه ډول پرماباندي حرامه ئې نوپه دغه صورت کي دغه ښځه پرده باندي دظهارپه توګه حرامه ګرځي اوکفاره دظهار باندي لازمېږي دټولومذهبي کتابودامسأله ده .
نویوسړَي چي و خپلي ښځي ته له نازه لوریالورکۍ ووایي نودا که څه هم ظهار نه بلل کیږي خو له دغه مذکور صورت سره مشابهت لري نولهذا دا مکروه دئ او بایدله داسي عبث ویلوڅخه مسلمان اجتناب وکړي .
په فتاوي نورالهدي ص۱۲۸ کي داعبارت وګوره (وکذا،ای وکذایکره قول الزوج لزوجته یاابنتی ویااختی وامثاله) .
حرره : أحقر المخلوقین محمد معين الدین أبوالفضل أفغاني .