فتوی نمبر (۴) :
مستفتي : مطيع الله .
پوښتنه :
که له چا څخه د جمعې په ورځ ۴ رکعته سنت مخکي له جماعت څخه قضا شي ايا قضا يې راوړل کیږي که نه ؟
الجواب ومنه الهام الصواب
دماښپین څلوررکعته سنت اودارنګه دجمعې دلمانځه څلوررکعته ړومبني سنت که دجماعت د لمانځه په سبب پاته سي نوله لمانځه وروسته به په نیت دادا راګرځول کېږي اوځني وایي چي په نیت د قضابه راګرځول کېږي .
دامام طحاوي په مراقی الفلاح شرح نورالایضاح ( ص ۲۳۹) کي داسي راځي :
و أما سنة الظهر القبلية اذا صليت بعده فاطلاق المجاز عليها مجاز علی کل حال لانها مفعولة في وقتها ، وان قيل أن وقتها مخصوص بماقبل الفرض فتکون قضآء بعده .
او د جمعي د څلورو رکعتو سنتو هم دغه حکم دئ ، خير الفتاوی ج۳ ص ۱۱۲ وګورۍ .
حرره : أحقر المخلوقین محمد معين الدین أبوالفضل أفغاني .