پېژندنه : عصبیت دې ته وایي چې انسانان د پلار له خوا د خپلې انساني منشې سره کلکې اړیکي وساتي او دغه تر هر څه مهمې وګڼي، دا یو ډول تشدد، زور زیاتی، عصبي توب او په کوچنیو او لومړنیو منشو پورې بې ځایه نښتل دي . تعصب بیا پر عصبیت ټینګ پاتې کیدل دي چې د ځان او خپلې منشې هر څه ښه ویني او د نورو هر څه ورته بد ښکاري . متعصب ته د بل لوري ښیګڼه، علم او تقوا دده تر بدۍ او ګمراهۍ او کمزورۍ لا بد ښکاري؛ او دا ځکه چې متعصب د بلې منشې والا اصلا د ښو صفتونو او ښېګڼو مستحق نه ګڼي .
په نړیوالو ادبیاتو کې د تعصب تعریف داسې شوی دی:
تعصب له دلیل پرته او له کره معلوماتو غیر د یو چا په باب د هغه د جنس، ټولنیز ګروپ، عمر، معیوبیت، سیاسي ګروهې، قام، ژبې، مذهب، سیمې او رنګ پر بنسټ مخکې له مخکې ناسم قضاوت او پریکړه ده. په دې صورت کې رښتیا او حقیقتونو ته نه کتل کیږي او د پورته فکټورونو له مخې د یو شخص او یا یوې ډلې په باب یو بې دلیله منفي یا مثبت قضاوت، برخورد او یا کړنه کوي، او یا ذهنیت اخلي او نظر څرګندوي.
تعصب په څو ډولونو دی : شناختي تعصب، احساسي تعصب او سلوکي تعصب. هر یو یې یو څه تشریح غواړي، چې دلته ترې تیریږو.
تبعيض یو داسې سلوک او یا عمل دی چې له اشخاصو او ډلو سره د هغوی د ټولینز ګروپ له امله نا مساوي سلوک او برخورد کیږي . دا هم په څو ډولونو دی : شخصي/ فردي، قانوني او اداره یي/ موسسه یي
د اسلام د سپيڅلي دين له نظره چې تدین او تمدن څومره غوره او ارجح دي؛ تعصب او عصبیت هماغومره مردود دی . د اسلام ستر پیغمبر (ص) عصبیت ته بلونکي، تعصب کوونکي او له تعصب سره مړه شوي ټول له اسلام نه بهر ګڼلي او تعصب یې د جاهلیت د زمانې یوه داسې ټولنیزه ناروغي ګڼلي چې ورسته او بویناکه ده . اسلام ټول انسانان له آدم نه او آدم له خاورو ګڼي او تور ته په سپین، عرب ته په عجم او د دوی پر عکس کوم امتیاز نه مني . امتیاز یوازې هغه چاته دی چې ډیر پرهیز ګار وي .
مولانا جلال الدين محمد بلخي په دې باب یو ښه شعر لري چې خورا عالي انساني پیغام لیږدوي؛ مفهوم یې دادی :
(په یوه تورتم خونه کې یو فیل و؛ چې د پیژندلو لپاره یې بیلابیلو اشخاصو د بدن په بیلابیلو برخو لاسونه وهل او له خپل نظره یې فيل تعریفاوه : یوه ویل چې فیل د ناوې په شان دی؛ ځکه ده د فیل خړطم لمس کړی و. هغه بل چې یې پر شا لاس ایښی و؛ ویل یې چې فیل یو روان تخت دی . هغه بل چې د فیل غوږونه یې لمس کړي وو؛ ویل چې فیل باد پکی دی؛ بل یې پښې لمس کړې وې او فیل ته یې ستن ویله .البته د فیل له بدن نه دا ناقص تعبیرونه ناپوهي (جهل) و؛ او که د علم رڼا (شمع) له دوی سره وای؛ د نظر دا ټول اختلافات په سمه توګه حلیدل .
در کــــف هرکــس اگرشمع بـــودی *** اختلاف از گفتشان بیرون شدی
له دې کیسې ښکاري چې د تعصب او په خپل نظر پورې د ټینګ نښتلو منشه په ناپوهۍ او جهل کې پرته ده. مولانا بیا وایي :
این جهان همچون درخت است ای کرام *** ما برو چون میــــوه هـــای نیم خام
سخت گیرد خامــــها مــر شـــــاخ را *** زانکه در خامی نشــــایــد کاخرا
چون بپخت و گشت شیرین لب گزان *** سست گــیرد شـاخ ها را بعد ازآن
چون از آن اقبال شیـرین شد دهـــان *** سرد شد بر آدمی مــــلک جـــهان
سخت گیری وتعـــصب خامی است *** تاجنین کار خـــــون آشـــامی است
مولوي په دې کیسه کې خام او متعصب کس د اومو میوو سره یو شان ګڼلی چې لا پخې شوې نه دي او د ونو په ښاخونو پورې کلکې نښتې دي او له دغو څانګو نه بیلتون ورته خپله نابودي ښکاري؛ خو ددې پر خلاف پخې مېوې په ښاخونو او ونه پورې تړلو ته اړتیا نه ویني .
چون بپخت و گشت شیرین لب گزان *** سست گیرد شاخ ها را بعد از آن
هوښیار او با سنجشه انسان په ښکاره ځلا او پړکا پسې نه ګرځي او د ټولو انسانانو لپاره د خوږې مېوې په شکل ګټور کیږي . د مولانا د شعر په اخیر بیت کې متعصب کس د جنین سره تشبیه شوی دی؛ چې د مور په ګېډه کې وي او د مور له وینو تغذیه کیږي . فکري وده او ټولنیز انکشاف باید موازي پر مخ لاړ شي او عالي انسانان د لویو ټولنیزو او انساني سمونونو په غم کې وي، یوازې د ځان د لویولو لپاره د نورو وینې نه څښي . مثبت بدلون مني او دکنګل حالت نه ځان راوباسي چې فکر او عقل یې وغوړیږي .
په عمل کې متاسفانه انسانان او قومونه لا هم تعصب کوي. یو امریکايي ځان تر هر چا پیاوړی او د نړۍ د مشرۍ مستحق ګڼي، اسراییل ځانونه د الله غوره مخلوق او خپله خاوره موعود جنت ګڼي، افغانان او ایرانیان هر یو هم د اریایي توب د اصالت او د نور د کم اصلۍ دعوې کوي. اسکیو ګان او تورپوستکي هم دې نورو ته کمزوري، ډارن او لټان وایي او په خپل نسل او نسب ویاړ کوي . په عام ډول ځینې انسانان د قام، ژبې سیمې او مذهب د برترۍ او د نورو د کمۍ او کمترۍ دعوې کوي؛ خو تعصب زیاتره د سیاست یوه وسله او وسیله ده او سیاستمداران پرې ځانونه قدرت ته رسوي . سیاستمداران په خلکو او خصوصا خپلو پیروانو کې د دوی د یوې منشې په زیاتې ځلونې د دوی ملاتړ د ځان لپاره جذبوي او دغه خلک د دغې منشې پر بنسټ پر راچورلیدلې انګیزه داسې ګرموي؛ چې بیا ورته نه خپل ژوند مهم وي او نه د بل، خو دا ورته مهمه وي؛ چې د ده خوښه غوره وګڼل شي، او د بل هغه ناغوره .
تعصب او ناروا جګړه یو ډول انحراف دی چې د انسان دفاعي قوتونه په ظالمانه ډول یرغلګر کیږي. انسان له طبیعي او د انسان په لاس جوړو شوو افتونو سره مخ کیږي، او خدای یې په وجود کې د دفاع یا تیښتې قوت ایښی دی. دغه دنده د یو هورمون په واسطه تر سره کیږي، چې اډرینالین ورته وایي او د (برید یا تېښتې – Fight or Flight) د هورمون په نوم یادیږي. دغه هورمون د انسان د سلوک څخه په اغیزه اخستو فعالیږي او د خطر په وخت کې انسان برید یا تېښتې ته مجبوروي. کله چې لومړنیو انسانانو له خطرونو څخه د ساتنې او ورسره د مقابلې او نورو عواملو له مخې کورنۍ، بیا ورپسې قومونه او قبیلې تشکیل کړې، او بیا یې د فردي، ټولنیز او قومي او په پای کې د ملي ملکیت مسایلو ته پام شو؛ نو د نورو سره یې بیا د خپل شناخت او پیژندنې او سېمې او ملکیت د بیلولو فکر او اراده هم پیدا شوه. انسان غواړي دغه تشخصات او ملکیتونه یې له برید نه په امان کې وي او ځکه د دفاع او ساتنې پر لارو چارو هم فکر کوي. د انسان دغه دفاعي قوتونه کله کله انحراف کوي او په خپل حد د قناعت پر ځای د نورو په حقونو د تېرې تکل کوي؛ چې په دې صورت کې بل لوری (فرد، کورنۍ، قام او یا ملت)دفاع ته مجبوریږي. برتري غوښتنه د تعصب او جګړو سبب کیږي؛ او مدافع لوری هم که کلکه دفاع ونکړي له منځه ځي. په دې صورت کې هر لوری خپل هر څه ښه ګڼي او د بل لوري هر څه ناسم .
فکر کیږي چې د انساني ټولنو له پیله همدغو عواملو دې ته زمینه جوړوله چې انسانان په ځینو منشو پورې کلک ونښلي او خپل ژوند، حقونه او ابرو وساتي او دغه عمل ورو-ورو تعصب او یرغلیزو جګړو ته زمینه جوړه کړې ده. د وخت په تیریدو او د انسانانو او ټولنو د تکامل په زیاتیدو دغه شکل بدل شوی او له فردي ساتنې نه ورو ـ ورو کورنۍ، کلي، قبیلې، قام او ملت ته رسیدلی دی. که څه هم د اسلام له نظره د ملت او دولت په کچه هم تعصب او جګړه ناروا ده چې ایډیال او عالي حالت دی؛ خو نړۍ لا عملا د تکامل دې پړاو ته نه ده رسیدلې چې ولسونه او ملتونه دې ملي او هیوادنۍ ګټې له چا سره شریکې او یا دې د نورو په ملي ګټو او پولو بلوسیدنه پای ومومي. اوس عملا په نړۍ کې ملي هویت، ملي غرور او ملت-دولت او ملي پولې په کلکه ساتل کیږي. دولتونه خپلو خلکو ته داسې انګیزې ورکوي، چې له ګاونډیانو او نورو هیوادونو نه پرې د دوی تمایز وشي او دوی پرې ننګې، دفاع او کلکو نښتلو ته وادار شي. که یو پوځ د جګړې لپاره انګیزه ونه لري، که څه هم ډیر پیاوړی او په ښو وسلو سمبال وي، د بل داسې پوځ مقابله نه شي کولای چې ښه انګیزه ولري. دغسې پوځ هله جوړیږي چې پوځیان په کلکو انګیزو وروزل شي.
ښه خو به دا وي؛ چې ټول انسانان په لوړو عالي انګیزو او شریک انساني هویت پورې کلک شي او د تعصب ټولې زمینې له منځه یوسي، خو دا لا ډیره پرمختللې هیله ښکاري چې کم تر کمه اوسمهال خیالي ده. اسلام په نړیواله کچه د خدای د خلافت ماموریت لري؛ چې عالي ارزښتونه یې دغسې وړتیا هم لري؛ خو په عمل کې له یوې خوا د مسلمانانو اوسني اعمال، زور، اراده او امکانات د دغسې ستر انساني ارمان د لاس ته راوړو لپاره کمزوري دي؛ او له بل لوري غربیان دومره پیاوړي شوي دي، چې د نړۍ مشري یې زیاتره په استعماري شکل په لاس کې ساتلې ده؛ او د نړیوالتوب په دې پېر کې هم د تمدنونو د ټکر د دروغجنې ویرې تر بهانې لاندې غواړي خپل تفوق تر ډیره پر نړۍ وساتي او ځکه خپلو پوځونو او ولسونو ته د عصبیت او لوړتیاغوښتنې درسونه ورکوي .
ابن خلدون د اسلامي نړې یو ستر ټولنپوه او سیاستپوه ، د عصیبت په باب یوه خاصه فلسفه لري او فکر کوي چې ټول ټولنیز حرکتونه د عصبیت پر بنسټ رامنځته کیږي او بري ته رسیږي . خو هغه (تقریبا) د یو هیواد په منځ کې قومي او ژبني او نور تعصبونه نه یادوي؛ بلکې په ټولینز انسجام، ملي هویت، ملي غرور او ملي تشخص ویاړ ته عصبیت وایي . زه فکر کوم چې د ابن خلدون نظریات د تعصب د اوسني عام مفهوم په پلوۍ نه بلکې ترې راوتل او په لویو انګیزو پورې نښتل دي . د ابن خلدون عصبیت د دغه ډول عصیبت سره کاملا په تضاد کې دی چې موږ ترې یادونې وکړې. د ابن خلدون په لیکنو کې د عصبیت تعبیر بیلابیلو پوهانو په بل ډول کړی دی :
د اوس زمانې زیاتره ټولنپوهانو هغه د ټولنیز انسجام په معنا کارولی دی:
د ابن خلدون د نړي لید په باب د کتاب لیکوال او مشهور څیړونکي لاگوست د عصبیت د مفهوم او د بیلابیلو لیکوالو له خوا د هغه د تعبیر په باب وایي چې زیاتره شارحین په د ې باب سم نه دي پوهیدلي او یوازې د هغه سیاسي اړخ ته یې فکر کړی دی؛ ځېنو نورو د ټولنپوهنې د ټولیزو مضامینو په شکل تفسیر کړی؛ دریمې ډلې د ځواک او پراختیا سره یو شان ګڼلی دی. نورو بیا د نورو خبرې تکرار کړي دي . خو له ټولو نه لاندې مفاهیم راوزي : (د دولت خوځند توب)، (د یو قوم حیاتي ځواک)؛
د روزنتال له نظره د ابن خلدون په تیورۍ کې عصبیت د دولت د تاسیس محرکه قوه ده . د وطنپالنې او ملي شعور مسایلو سره یې یو شان ګڼل سم نه ښکاري، ځکه هغه وخت لا ملت او دغه مسایل نه وو. د عصبیت لپاره د ټولنپوهنې عام مفاهیم لکه (عام روح)، (ټولنیز پیوستون)، (ډله ایز پیوستون)، (ګډه اراده) او (په پراخه معنا پیوستون) هم استعمال شوي دي. د توین بی(Toyn Bee) په نظرعصبیت یوه روحانی اوبدنه ده چې ټول سیاسي او ټولنیز غړي ترې جوړ شوي دي؛ دا تعریف له مبالغې ډک دی . د څیړونکو بلې ډلې په کلی ډول عصبیت له تعاون او مرستې سره مترادف ګڼلی دی. ځینو غوښتي لږ دقیقترتعریف ورته بیامومي او ورته داسې اصطلاحات لکه د جنګیالیتوب پر بنسټ تعاون، او د جنګیاليتوب روحیه وړاندیز کړې ده.
له پورتنیو شرحو څرګندیږي چې د ابن خلدون د عصبیت تعریف ډیر پیچلی او مبهم دی؛ او دا ټول تعریفونه یوازې د هغه یوه برخه رانغاړي؛ چې ځینو ورته ډله ایز روح، د ټولنې روح، د وینې د سیالۍ روح، ملي او نژادي غرور ویلی دی ؟ ابن خلدون عصبیت په پراخه معناکارولی دی او هغه یې د ټولینزو بدلونونو ټر ټولو مهم عامل ګڼلی دی . په بیلابیلو کارونو کې د دولت د غړو اشتراک او د ګټو او فکرونو یووالی د عصبیت منځ ته راوړونکی عامل دی خو د ده په نظر دا پیوندونه نسبي دي؛ اویوازې د خپلوۍ پیوند طبیعي دی. کله چې د قوم یو غړی تر ستم یا ظلم لاندې راځي نو دده د نورو وابسته ګانوملي غرور راپاریږي او له ده دفاع کوي؛ او که نه وي ځان خوار او زبون ګڼي. د ټولنیز پیوند له مخې ټولنیز ګروپونه جوړیږي، دولت او نظام جوړوي او یو د بل د دفاع لپاره ټینګ ودریږي، کله چې قبیلوي جامعه په ښاري ټولنه بدل شوه؛ دولت يې جوړ او د نورو نه په امن کې شول، نو ورو ورو نرم او پاسته کیږي؛ لټي او سینګار پکې زیاتیږي او هغه ده چې بله ډله چې ټولنیز انسجام، عصیبت او غرور پکې ډیر وي پر دوی مسلطیږي او دوی چې زیار ایستنه، له سختیو او ستونزو سره مقابله او په اصطلاح غیرت پکې کم شوی وي، ماتیږي، دولت یې له منځه ځي او یووالی یې دړې وړې کیږي .
دا هماغه د تاریخي دوراني تکامل او تطور نظریه ده. د ابن خلدون په نظر د عصیبت منشه له لاندې عواملو جوړه ده:
فطرت 2- نسب و حسب 3- دین 4- جغرافیایی محیط او د معیشت ډول؛
په لنډ ډول د ابن خلدون په نظر د تاریخي دوراني تکامل او تطور له مخې په یو ځای ډیر اوسیدونکي د بدویانو په وړاندې چې قوي عصیبت لري ماته خوري، ځکه د ښاري شوو قبایلو مشران د ښاري سینګار او ډول په سستیو او مستیو کې ډوبیږي او په تدریج یې میړانه،زړورتوب او غرور کمیږي او نیک صفتونه یې په ویره، تمه، او محافظه کارۍ بدلیږي . په نتیجه کې د دوی عصبیت کمزوری کیږي؛ او زمینه دې ته جوړیږي چې بله قبیله چې عصبیت یې تر دوی سخت تر، شدیدتر او قویتر دی پر دوی بریالۍ او د دوی پخوانی دولت له منځه یوسي او نوی دولت جوړ کړي .د دوران دا تسلسل هماغه شان ادامه کوي او په دې ترتیب عصبیت،د قبیلې محرکه قدرت او په لومړنیو خلکو کې د دولت د استقرار اساسي شرط ګڼل کیږي .
ایډیال حالت خو به دا وي چې انسانان ټول ځانونه د یو وجود غړي وګڼي او که د مبارزې لپاره کومه انګیزه تولیدوي، نو هغه هم د طبیعي افاتو او وحشي قواوو په وړاندې انسانانو ته د ټینګ عزم او کلکې مبارزې انګیزه ورکړي، خو په په عمل کې انسانان (زیاتره سیاسي خلک) متاسفانه اوس هم ډول ډول تعصبونه کوي چې خپلو ملګرو او ډلې ته پرې انګیزه ورکړي. ملتونه خپلو ولسونو ته د خپلو ارزښتونو د ساتلو او د نورو د لاندې کولو لپاره او ورته د خپلو ارزښتونو د وروړلو لپاره انګیزې تولیدوي، دا د ټولنو په ټولنیزو او اقتصادي شرایطو پورې اړه لري چې له څه شي انګیزه جوړه کړي. د یو هیواد لویه بدبختي به دا وي چې د خپل هیواد په دننه کې د خپلو هیوادوالو پر ضد تعصب کوي او له قام، ژبې، جنس، سیمې، مذهب او نورو فکتورونو نه د خپلو هیوادوالو پر ضد د مخالفت د انګیزې کار اخلي. که څه هم تعصب له نورو ملتونو سره هم ښه نه دي، خو دا چې زیاتره هیوادونه د خپلو ګټو د ساتلو او د نورو د کمزوري کولو لپاره انګیزې تولیدوي، نو افغانان هم باید د خپلو ملي ګټو او معنوي ارزښتونو د ساتلو لپاره ولس ته انګیزه ورکړي . نوي نسلونه باید د انسانیت په ډیرو عالي ارزښتونو وروزل شي چې د ټول بشریت د خیر او فلاح لوړ ایډیالونه ورزده کړل شي، خو دا هم ورته زده شي چې سیاسیون لا دومره معنوي پرمختیا ته نه دي رسیدلي چې ټول انسانان یو شان وګڼي، نو باید د تیري ګرو په وړاندې د مشروع دفاع انګیزې هم ورزده شي .
زموږ دنده: دا غوره نه ده چې د تعصب په صورت کې موږ هم تعصب وکړو، او د شخص د تعصب پر ځای د هغه په ټولنیزه منشه (قام، ژبه، رنګ، مسلک، دین او یا نورو) پورې بد- رد؛ او تهمتونه ووایو. موږ ته دا هم نه ښایي چې غلي کینو او ووایو چې د تعصب او متعصب سره اصولي مقابله به هم ګویا تعصب وي؛ د تعصب د مفهوم او مشخص متعصب شخص یا ډلې سره مخالفت زموږ یوه فریضه ده؛ ځکه تعصب یو منکر او ناروا عمل دی او د ناروا سره د مخامخ کیدو په صورت کې په هر مسلمان فرض ده چې په لاندې لارو کې یوه تر سره کړي: بدي او منکر او ناروا باید:
- په لاس منع کړل شي؛
- په خوله ورته بد وویل شي؛
- په زړه کې ورسره کینه وشي.
د حکومتونو دنده ده چې د تعصب او متعصبینو سره په لاس او قوت مقابله وکړي او داسې سزا ګانې ورکړي چې د شر د خپریدو مخه یې ونیول شي؛ لیکوالان، علمي ادارې او رسنۍ دې تعصب وغندي او عام هیوادوال دې ورسره کینه وکړي .
آيا د دې ليکنې تر لوستو وروسته به نور څوک تعصب نه کوي؟ تعصب یوازې په نصیحتونو نه ورکیږي .دا د ټولنو واقعیت دی چې ښه او بد تل پکې موجود وي . تعصب به په راتلونکې په یو ډول او یوه کچه موجود وي او متعصبان به د شریفو او ساده خلکو پاکې انګیزې راپاروي او سو استفاده به ترې کوي . خو څومره چې د ټولنو او وګړو پوهه، علم او معلومات پراخیږي؛ قوانین اصلاح کیږي او پلی کیږي؛ په ټولنه او دولت کې د زیاتو خلکو د ګډون زمینې ډیریږي؛ د کلي او ښار توپیر له منځه ځي؛ پر واحد هویت پیاوړی کیږي؛ د هیوادوالتوب یا تابعیت پر بنسټ حقوقي مساوات یقیني کیږي او ټولنیز عدالت او متوازن انکشاف رامنځته کیږي؛ د تعصب متعفنه ناروغي او د هغې ځېلې به کمزورې کیږي او وچیږي . د تعصب د له منځه وړلو دوه بنسټیز توکي پوهنه عامیدل او قوانین سمیدل او پلي کیدل دي .
ولې د تعصب پر وړاندې موږ بریالي کیږو؟ ځکه انسان او ټولنې د تکامل پر لور روانې دي؛ الله (ج) انسان داسې پیدا کړی دی، چې د تکامل پر لور هڅه کوي او ورروان دی؛ له ښه نه ښه تر غواړي او شاته تګ ورته کمزوري او کمزوري ښکاري؛ د عالي انسانانو د یون دا پرمختګ به ورو وي؛ خو د قیامت تر ورځې به روان وي؛ دا یو پتمن او شریفانه حرکت دی او ثابت او همیشنی به روان وي .