د درو طلاقو يا طلاق مغلظ په اړه د یوه ورور جواب .
فتوی نمبر (۱۳) .
مستفتي : امین یار
ځائ :
السلام علیکم محترم مفتی ابوالفضل صاحب اودرنو لوستونکو !
ستا سو درانه حضورته احترامات وړاندى کوم ، محترم مفتی صاحب ستاسو مضمون می ولوست چی ددرو طلاقو په هکله معلومات ورکول سوی وو ، مګر ستاسو صحیح معلومات په واضح ډول نه معلومیږى چی ایا دغه دری طلاقه په یوه وار او یووخت کی راجع سی نو به ښځه دبل سړی سره نکاح کوی اوکه دغه دری طلاقه هر یو په جلا جلا مراحلو کی واقع سی نو ښځه به بل واده کوی . ولی چی دبعضو نورو علما څخه مو اوریدلی دی چی هر طلاق په خپل وخت کی تر درو میاشتو پوری وخت لری او دریم طلاق چی واقع سی نو طلاق مطلق دی ، یعنی اول طلاق چی واقع سی تر درو میاشتو پوری که نارینه اوښځه سره یو ځای سی نو طلاق له بینه ځی او دوهم طلاق هم همداسی تر درو میاشتو پوری دی دریم طلاق بیا نو طلاق مطلق ویل کیږی اوستاسو دفتوا سره سم باید چی دبل نفر سره واده وکی او که هغه چیری طلاق ورکی نو اول میړه کولای شی چی بیرته یی په نکاح کی . ډاکتر ذاکر نایک چی هندی مسلمان دی او داسلام په هکله هغه تل دغه معلوماتونه ورکوی هغه هم همدغسی لکه چی ماولیکل وای او دقران شریف امر په سورت بقره کی ایات ۲۲۶ بیا تر ۲۳۲ پوری هم داسی دی لکه چی می ولیکل هیله ده چی خپل ددرو طلاقو په هکله سم معلومات راکی.
ډیره مننه بی ادبی معاف
الجواب برحمة ملهم الصواب
ترجواب له مخه ودغه محترم مستفتي ورورته داخبره کوم چي مسأله په نمبرکي هم واضحه وه خوزه چي کومي فتوي وي ورکوم نوهغه دامام اعظم دمذهب مطابقي ورکوم اوډيرځله دنورومذهبوتشریح هم کوم کوم آیایاتونه چي تالیکلي دي نونه موږله هغوڅخه په غفلت کي یواونه امام اعظم رحمه الله ورڅخه غافل ووبلکه دآیاتودمطلب فهمول چي زموږامام په څه ډول کړَیدۍ نودهغه مسأله په همدغه شکل ده اوس دمسألې بیان کوم
الله (جل جلاله) په قرانکريم کښي فرمايلي دي : «فان طلقهَا فلا تَحل له من بعد حتی تَنکحَ زوجا غيره . (سورة البقرة آية نمبر ۱۳۰) .
يعني کچيري طلاقه کړه ميړه (خاوند) ښځه خپله نو نه حلاليږي ده لره دغه ښځه (وروسته له دریم طلاقه) تر هغه پوري چي نکاح وکړي دغه ښځه له بل خاوند سره .
پوه سه ! چي کچيري يوه سړي خپلي ميرمني ته درې طلاقه ورکړه ، که هغه درې طلاقه په يوه لفظ او يوه وار وي او که جلا جلا ، او که دغه درې جلا جلا طلاقونه په يوه ځائ په يوه وخت کښي وي او که په جلا جلا وختو کښي وي ، نو دغه ښځه پر خپل دغه خاوند باندي حرامه سوه په حرمت غليظه سره .
حرمت غليظه (يعني سخت حُرمت) په دې وجه دئ چي دغه ښځه بيا وخپل خاوند ته نه روا کيږي تر څو چی له دوهم سړي سره نکاح ونکړي .
او بيا نکاح ددغي ښځي واول ميړه ته هغه وخت روا کيږي چي دا ښځه عده د درو طلاقو تيره کړي ، او بيا له دوهم سړي سره صحيح شرعي نکاح وکړي او هغه له دې سره نزديکت وکړي (که څه هم په حالت د حيض ، نفاس يا احرام کښي وي او که که انزال سي که نسي ) بيادا دوهم خاوند دا ښځه طلاقه کړي يا مړ سي ، او بيا عده له دوهم خاوند څخه هم تيره کړي . اوله رجعی طلاق څخه وروسته په رجوع سره طلاق له منځه نه ځي صرف ښځه بیا بیرته دده په نکاح کي پاته کیږي ملکیت ئې له دروطلاقودووته راکښته کېږي
هداية /کتاب النکاح / فصل فيما تحل به المطلقة ص ۳۷۸ / درر وغرر ص ۳۸۶ ج ۱ / البحر الرائق ج۴ ص ۵۶ / کنز مجتبايي ص ۱۳۳ ) .
عربي عبارت :
وانکان الطلاق ثلاثا في الحرة واثنتين في الأمة لم تحل له حتی تنکح زوجا غيره نکاحا صحيحا و يدخل بها ثم يطلقها او يموت عنها ، والشرط الايلاج دون الانزال (هداية) .
لا ينکح المبانة بالثلاثة لو حرة و باثنتین لو أمة حتی يطأها غيره ولو مراهقا ، بنکاح صحيح و تمضي عدته لا بملک یمين (کنز مُجتبايي ) .
قوله : و تمضي عدته اي عدة الزوج الثاني (درر وغرر ) .
و أطلق الوطأ فشمل ما اذا وطیها في حيض او نفاس او احرام (البحرالرائق ) .
حرره : أحقر المخلوقين محمد معين الدین أبوالفضل أفغاني کان الله له .