د احمد د خور نکاح دده درضعي خور دورور سره روا ده .
فتوی نمبر (۱۴) .
مستفي : Ahmad
پوښتنه :
کچيري أحمد د فاطمې د مور شيدې وخوري نو د أحمد د خور نکاح د فاطمې د ورور سره جواز لري که نه ؟
الجواب برحمة ملهم الصواب :
ستا د پوښتني د حل دپاره يوه عامه قاعده د يو مثال په شکل کښي ذکر کوم ، هغه داده چي يوه ښځه ده چي زینبه نوميږي خالص ځامن لري ، او يوه بله ښځه بیا چي کريمه نوميږي خالص لوڼي لري ، کريمې د زینبې و ځوۍ ته شيدې ورکړې ، نو د کريمې ټولي لوڼي حرامي دي پر دغه يوه هلک باندي ، او د کريمې ټولي لوڼي و هغه نورو ځامنو ته د زينبې روا دي چي په نکاح يې کړي .
دارنګه که زينبې (د ځامنو مور) و يوې لور ته د کريمې تئ ورکړ ، نو د کريمې دغه لور حرامه ده و ټولو ځامنو ته د زينبې چي په نکاح يې کړي ، او نوري لوڼي د کريمې روايښت لري و ټولو ځامنو ته د زينبې .
(لسان الحکام علی معين الحکام ص ۱۱۵ ) .
حرره : أحقر المخلوقين محمد معين الدین أبوالفضل أفغاني کان الله له .