د فرضي لمانځه په دريم رکعت کښي د سورت ويل .

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 42847
دارالافتاء أبوالفضل .
دخبریدو نیټه : 2011-03-12

فتوی نمبر (۱۹)  .


مستفتي     :  جهر الله صافي  .
ځائ              :     


ځما دوهمه پوښتنه داده چي کچيري يو څوک په څلوررکعتيزه فرضي لمانځه کښي په دريم رکعت کښي د سورت فاتحې وروسته هم سورت ووايي څه حکم يې دئ   ؟


الجواب وهو الملهم للصواب  .
نحمده و نصلي علی رسوله الکريم  .

کچيري يو سړئ اخيري دوه رکعتونه دواړه ډک وکړي يا يو په دوۍ کښي ډک وکړي ، يعني د سورت فاتحې وروسته سورت ووايي نو په دې دده ولمانځه هيڅ نقصان نه رسيږي ، او سجده سهوه هم نسته باندي  .
(عالمګیري ج۱ ص ۱۲۶)  .


حرره   :  أحقر المخلوقين محمد معين الدین أبوالفضل أفغاني کان الله له  .