فتوی نمبر (۲۰) .
مستفتي : جهر الله صافي .
ځائ :
ځما دريمه پوښتنه داده چي کچيري یو څوک د ماسختن د وترو په دریم رکعت کښي دعا قنوت ونه وايي څه حکم يې دئ ؟
الجواب وهو الملهم للصواب .
نحمده و نصلي علی رسوله الکريم .
کچيري له يو چا څخه په هيره يا په خطا سره دعا قنوت ، یا هغه الله أکبر ورڅخه پاته سي چي د دعا قنوت ويلو په وخت کښي وغوږو ته لاسونه وړل کيږي او ويل کيږي ، نو پر دغه سړي باندي سجده سهوه واجب ده .
( الجوهرة النيرة شرح مختصر القدوري ج۱ ص۲۰۰ ) .
حرره : أحقر المخلوقين محمد معين الدین أبوالفضل أفغاني کان الله له .