فتوی نمبر (۲۴) .
مستفتي : مولانا فضل الله .
ځائ : چمن .
و محترم علامه ابوالفضل او د بينوا د ادارې و محترمو چلونکو او محترم مسئول ته سلامونه وړاندي کوم .
محترم علامه ابوالفضل صاحب ! څرنګه چي تاسي محترم نه يواځي د عوامو دپاره بلکي د علماوو د مشکلاتو د حل دپاره هم يوه غټه هستي او علمي سرمايه ياست نو ځکه مي دا پوښتني وتاته عرض کړې په هغو پوښتنو کښي مي څلرمه پوښتنه داده چي په ځینو کتابو کښي راځي چي دا کيداۍ سي چي د سهار په لمانځه کښی يو سړئ و شپاړسو سجدو ته مجبور سي ، نو ددې صورت به څنګه وي ؟
مننه .
الجواب وهو الملهم للصواب .
نحمده و نصلي علی رسوله الکريم .
محترم مستفتي صاحبه ! په کومو کتابو کښي چي تا دا ليدلي دي چي دا کيدائ سي چي یو سړئ دي د سهار په لمانځه کښي و شپاړسو سجدو ته مجبور سي نو ددې احتمال بيخي غالب دئ چي هغه طريقه به دي هم ليدلې وي په هغو کتابو کښي ، او که په دې سره ته د ابوالفضل نبض ګوري نو د ابوالفضل د نبض معلومول پر پل صراط باندي تيريدل دي ، خو البته لکه چي ځما يو شعر دئ :
کار به خود کوم د فضل ځکه يمه أبوالفضل بوله ماد الله فضل خالص خمر يم مختوم يم .
نو ستا ددغي پوښتني جواب هم درته ليکم ، چي په دې کښي شک نسته ، لکه چي مشهور قول دئ چي سعدي صاحب لکه چي تا ويل هغسي دئ .
لکه څرنګه چي تا په ځينو کتابو کښي ليدلي دي هغسي هم ده چي داسي کيداۍ سي چي د سهار په لمانځه کښي دي سړئ د ځينو عواملو په وجه و ۱۶ سجدو ته مجبور سي ، چي شرح يې پدې ډول ده :
چي يو سړئ له امامه سره د دوهم رکعت په اوله سجده کښي يو ځائ سي (۲) بيا پر امام باندي سجده د سهو وه نو دوې سجدې د سهو وکړي او مسبوق يې هم ورسره وکړې (۴) تر سجده سهو وروسته امام ته ورپه ياد سي چي ده سجده د تلاوت نه ده کړې (ځکه چی ده په قرائت کښي آيت د سجدې تلاوت کړئ ؤ ) بيا يې سجده د تلاوت وکړه (۵) بيا يې التحيات ووايه او د سهو دپاره يې دوې سجدې وکړې او سلام يې وګرځوۍ (۷) بيا دغه مسبوق مقتدي ولاړ سو او آيت د سجدې يې ووايه او سجده يې هيره سوه ، بیا يې د ړومبني رکعت دپاره دوې سجدې وکړې (۹)او په غلطي سره کښینستئ ، بیرته ولاړ سو او دوهم رکعت يې پوره کړ او د هغه دپاره يې دوې سجدې وکړې (۱۱) بيا يې دوې سجدې د سهو وکړې (۱۳)ځکه چي د دوو رکعتو په مابين کښي کښينستئ ، بيا ورپه ياد سوه چی ده سجده تلاوت نه وکړه ، بيا يې سجده د تلاوت وکړه او دوې سجدې يې د سهو وکړې (۱۶) بيا يې سلام وګرځوۍ .
(البناية في شرح البداية / باب سجود التلاوة ج ۲ ص ۷۳۹ / کذا في فتاوی اللکنوي ص ۲۶۳ ).
حرره : أحقر المخلوقين محمد معين الدین أبوالفضل أفغاني کان الله له .