د خوب او خوب لیدولو راز - ۱۱ برخه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 42888
پوهنمل محمود نظری
دخبریدو نیټه : 2011-03-14

 

دلرغوني زماني په  کتابونو کې خوب له پورته لوړ واک څخه انسانی دنیا ته  یو  داړیکو کانال باله چې د وحی او الهام  په ډول مالومات  پیغمبرانو ته راتلل او هغو له  لارې به  انسانانو ته لیږدول کیدل چې وايي پيغمبرانو اوالهام په خوب کې عموما  پاچاهانو او ښه خلکو  ته شوي دی اویوازې موسی (ع) د خدای (ج) سره په نیغه خبرې کړي دي .
 اعداد۶-۸ : ۱۲
هغو ته یې وویل: «زه له یو نبی سره په خوب کې خبری کوم مګر د موسی سره  چې زما خدمت ګار دی داسې خبرې نه کوم ځکه هغه په وفاداری زما او  زماد کام چوپړ کوی زه له هغه سره مخامخ  او ښکاره خبری کوم نه په رمز او اشارې هغه  به زما تجلي وګوري»

هغه مهم  خوبونه چې د الهام په ډول په لرغونو دینی کتابونو کې راغلي دي
د بابل پاچا خوب ولید:
«ما یوه لویه مجسمه (بت) ولیده چې ډیره برېښیندونکې او ویرونکې وه
 سر یې د خالصی طلا؛ ټټر او مړوندونه  یې د سپينو زرو. ورونونه  يې د ژیړو،لینګی يې د وسپنې او  پښې يې له وسپنې او خټو جوړ شوي  وي ،په همدې وخت کې یوه ډبره له غره راغله د هغې مجسمې په پښو  ولګیده او مجسمه ټوټه ټوټه شوله، د هغه دوړې باد په هوا کې ورکي کړې ، هغه ډبره لکه غر لویه شوه او ټوله دنیا يې ونیوله»

دانیال دا خوب پاچا ته داسې تعبیر کړ:
«د هغې مجسمې سر تاسو یاست ستا وروسته به یو ضعیف پاچا راشي بیا به داسی دولت راش، چې پر ټوله دنیابه  حکومت وکړي او له هغه وروسته پاچاهی  به لکه اوسپنه ټینګه وي بیا به خلک وویښل شي ځینې به لکه وسپنه ټینګ او ځینې به یې لکه خټې سست وي د ا چې خټه او وسپنه نه سره یوځای کیږی نو د هغو تر منځ اتحاد نه راځي
بیا به په اسمانو کې د خدای پاچاهي جوړه او پر ټولو به غالبه شي هغه  به ټوله دنیا ونیسي او تر ابده به وي»
( د دانیال سفر۸؛۱ )
د بلشصر ملک په درېیم کال خوب ولید او دانیال ته يې ویل:
«خوب وینم زه  د« شوشان» په ماڼۍ کې د «عیلام »په ښار کي یم د« اولایم» د سیند پر غاړه مې یو مږ  ولید چې دوه ښکره يې لرله هغه ډیر زورور و هغه شمال  لویدیځ او سویل ته ښکرنونه غورځول او ښکرونه يې وار په وار  اوږدیدل له لویدیځه یو وزګړی چې مځکه یې نه  مسه کوله او یو ښه ښکر یې د دووسترګو تر منځ درلود د مږ خواته راغی او د هغه دوښکره يې مات کړه مږ پر مځکه ولوید وزګړی هغه تر پښو لاندې کړ او څوک نه وو چی هغه خلاص کړی د هغه د یو ښکر پر ځای څلور ښکره راوختل»

 د دانیال سفر۸: ۲۰
د دانیال  نبی وايي: د«نبوکد نصر» خوب چې جبریل (ع) تعبیر کړی دی داسی دی کله چې مې ددې خوب په مانا  سوچ کوی یو سړی مې مخي ته ودرید اویو ږغ مي دسیند د ها خوا وارید چې ویل يي:
اې جبریله ددی خوب مانا دانیال ته ووایه!
نو جبریل زما خواته راغی زه وویریدم اوپړ مخی ولویدم هغه زه پورته کړم او ویي ویل: راغلم چې ووایم په راتلونکو  سختو ورځو کې به څه پېښ شي هغه څه چې هغه په خوب لیدلي دی هغه د  اخیرزمان  په اړه دي
 «دوه ښکره مږ د ماد او پارس  پاچا د ی او وزګړی د یونان پاچا دی او هغه لوړ ښکر چې د سترګو تر منځ دی د هغه هیواد لومړی پاچا دی او هغه ښکر چي مات شو او څلور ښکره یې پر ځای راوختل په دی مانا دی چي د یونان امپراطوری به په څلور برخو وویښل شي او هر ه برخه به یو پاچا ولري مګر یو به هم لکه لومړی پاچا قوی نه وي او چې د هغو شرارت له حده تیر شي بل پاچا به سلطنت ته ورسیږي چې ډیر ظالیم او مکار به وي هغه به ډیر خلک له منځه یوسي دومره به مغرور شي  چې د سرورانو د سرور په ضد به پاڅون وکړي مګر اخیر به نابود شي خو نه په بشری واک»
جنیس: ۲۸
یعقوب (ع) خوب ولید  پر یوې ښکلی زینې له اسمانه  مځکې  ته ملایکې راکښته شوی او  ویل يې خدای وویل:
زه ستا د پلار خدای یم زه به تا ته او ستا اولادو ته یوه مځکه چې ته پر پروت یې تاته وبښم ټولو خلکو ته به ستا برکت ورسیږي زه ستا سره یم او ستا سره ځم او زه خپل ټولې وعدې پوره کوم»
 یعقوب(ع) له خوبه را کښېناست او ویل یې یقینی خدای( ج) دلته دی هغه خدای ته سجده وکړه، هغه ډبره یې چې تر سرلاندې کړې و ه نیغه ودرول  او ځای يې پر نښه  کړ  او هغه یې د خدای کور ونوموی

 نور بیا