د جمعي تر لمانځه له مخه څلور رکعته لمونځ سنت مؤکده دئ .

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 42911
دارالافتآء ابوالفضل .
دخبریدو نیټه : 2011-03-15

فتوی نمبر (۲۸) .

 

مستفتي  :  عتيق الله   .

سلامونه او نيکي هيلي مي ومنۍ !
ځما درې پوښتني دي ، اوله دا چي د جمعې د فرض لمانځه څخه مخکي څلور رکعته سنت دي او که نفل ؟
په درنښت 


الجواب وهو الملهم للصواب  .
نحمده و نصلي علی رسوله الکريم  .
د جمعې تر لمانځه له مخه  څلور رکعته سنت مؤکده دي ،  او د جمعي له لمانځه څخه وروسته بيا شپږ رکعته سنت دي : چي اول څلور رکعته په يوه نیت سره دي او دوه رکعته جلا دي .
البته په دغو اخيري شپږو رکعتو کښي روایتونه مختلف دي ، ځيني صرف څلور رکعته له لمانځه څخه وروسته سنت بولي او ځيني دوه رکعته ، او ځيني شپږ رکعته سنت بولي  ، خو بهتر قول دادئ چي شپږ رکعته دي او ټول سنت دي ، په نیت د سنتو به کړه کيږي  . 
(معارف الحديث ج۳ ص ۳۹۴ /فتاوی دارالعلوم ديوبند ج۴ ص ۱۱۸/مراقي الفلاح ) .

حرره  :  احقر المخلوقین محمد معين الدين أبوالفضل ، أفغاني کان الله له  .