فتوی نمبر (۲۹) .
مستفتي عتیق الله .
سلامونه او نيکي هيلي مي ومنۍ !
محترم ابوالفضل صاحب ځما دوهمه پوښتنه داده چي د جماعت په لمانځه کښي د صفونو په برابرولو کښي د پښو لګول شرط دئ او که د اوږو لګول ؟
په درنښت
الجواب وهو الملهم للصواب .
نحمده و نصلي علی رسوله الکريم .
د صفونو په برابرولو کښي اصلي طريقه داده چي په صف کښي به سړئ د خپل زنګون سترګۍ او د پښې بحلکي د بل سړي د زینګانه له سترګۍ او بجلکو سره برابروي .
د ابوداؤد په یوه حديث کښي ظاهره د «يلصق منکبه بمنکب صاحبه ورکبته برکبة صاحبه و کعبه بکعبه » الفاظ راغلي دي چي په ظاهر کښي دا معنی ورکوي چي زنګون به له زنګانه سره او بجلکي به له بجلکي سره د هغه چا پیوسته کوي چي له ده سره پر بغل ولاړ وي ، او اوږه به له وږې سره د هغه پيوسته کوي ، خو دغه ظاهره معنی په زينګون او بجلکه کښي مراد نه ده ؛ ځکه د بجلکي او زنګون پيوسته کول د بل سړي له زينګون او بجلکي سره په لمانځه کښي مشکل کار دئ .
البته د اوږې په باره کښي د حديث ظاهره حقيقي معنی مراد ده .
مطلب دا چي په بجلکو او زینګنو کښي محاذات او برابري یو له بل سره ضروري ده چي يو تر بل تير نه وي ، او په اوږو کښي باید الصاق او يو له بله سره مښلول راسي .
(بذل المجهود ج۱ ص ۳۶۰) .
حرره : احقر المخلوقین محمد معين الدين أبوالفضل ، أفغاني کان الله له .