فتوی نمبر (۳۱) .
مستفتي : مولوي حضرت علي ترابي .
ځائ : پښين ، باديزيي کلئ حاجي خړ .
السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته .
الله تعالی دي ستاسي په ژوند کښي برکت واچوي ،او ستاسو د فيض چينه دي جاري وساتي .
ځما يوه پوښتنه داده چي د قبر د عذاب ځيني نمونې يو وخت هم په دنيا کښي چا په سترګو ليدلي دي او که يا ؟
الجواب وهو الملهم للصواب .
نحمده و نصلي علی رسوله الکريم .
دقبردعذاب ځیني سترګو ليدلي حالات :
(۱ ) : طبراني په معجم اوسط کي له حضرت ابوسعیدخدري رضی الله عنه څخه روایت کړئ دئ چي ده وویل چي زه له رسول الله (صلی الله علیه وسلم ) سره وم چي په یوه سفرکي اودَي مبارک په داسي کي تلئ چي پرخپله سولِئ باندي سپورؤ نوسپرلِئ ئې وترهېدله، نوماورته وویل جي اې دخدائ رسوله! څه وجه ده چي سپرلِئ یعني اوښه دي وترهېدله ؟ نوده راته وویل چي بېشکه وارېدئ دې اواز د یوه سړي چي عذاب ورکړ کیدئ وده ته په قبر دده کښي نو وترهېدله دا له همدغي وجي څخه .
(۲) : همدارنګه طبراني په معجم أوسط ، ابن ابي الدنيا په کتاب القبور کښي او ابن منده له ابن عمر (رضي الله عنهما) څخه روايت کړئ دئ چي ويلي دي ابن عمرچي په دې مابین کښي چي زه تلمه په اطرافو د بدر کښي ناڅاپه يو سړئ راووتئ له یوه قبره څخه (یايوې کندي څخه) پداسي حال کي چي په غاړه کښي يې ځنځير ؤ ، بيا يې وماته رانعره کړه چي اې عبدالله ! يو څه اوبه راکړه ، اوبه مي کړه ، نو زه نه پوهیږم چي ده پيژندلئ ؤ نوم ځما او که يې د عربو د دستور مطابق (يعني چي دوۍ و نابلده چا ته په عبدالله سره ږغ کوي ) زه په عبدالله سره وبللم ، او راووتئ يو بل سړئ له همدغه قبر(کندي) څخه پداسي حال کښي چي دده په لاس کښي يوه غمچينه (تازيانه) وه ، بيا دغه دوهم وماته رانعرې کړې چي اې عبدالله ! خیال کوه چي اوبه ورنکړې ؛ ځکه چي دغه سړئ (يعني اول سړئ ) کافر دئ ، وروسته يې دغه اول سړئ په غمچينه سره ووهئ تر څو چي بيرته راوګرځيدئ دَي (يعني اول نفر) وکندي ته ، نو زه ونبي (صلی الله عليه وسلم) ته راغلم ، بيا مي وده ته دغه سترګو ليدلئ حال بيان کړ ، نو ده راته وويل چی ايا او په تحقيق سره رشتيا دي وليدئ دغه سړئ ؟ ما ورته وويل چي هو ! نو وويل نبي (عليه السلام) چي دغه سړئ خو دښمن د الله پاک ابوجهل دئ او دغه حال چي دده تا وليدئ دا عذاب دده دئ تر ورځي د قيامته پوري .
(۴) : همدارنګه ابن ابي الدنيا په کتاب «مَن عاش بعدَ الموت» کښي ، او دارنګه خلال په خپل کتاب «السنة» کښي او ابن البرآء په «الروضة» کښي له ابن عمر (رضي الله عنهما) څخه روايت کړئ دئ ، چي دروايت اوله برخه يې وذکر سوي قصې ته ورته ده ، او دروايت اخيري برخه يې په دې ډول ده چي په سفر کښي د شپې په وجه زه د يوې بوډۍ وکور ته ميلمه ورغلم ، ددغي بوډۍ د کور په بغل کښي يو قبر ؤ له دغه قبره څخه ما يو اواز واوريدئ چي ويل يې :« بولٌ و ما بَولٌ ، شن وماشَن » نو ما ودې بوډۍ ته وويل چي دا څنګه اواز دئ (يعني چي له دغه قبره څخه راپورته کيږي) ؟ دې راته وویل چي دا ځما خاوند ؤ ، کله چي بې بولي کولي نو له بولو څخه بې ځان نه ساتئ ، او مابه وده ته ويل چي هلاک سې ته !! اوښ چي بولي کوي هم پښې سره ازادي کړي ، نو ده به ځما د خبرو له منلو څخه منع کوله ، نو له هغه وخته څخه چي دَئ مړ سوئ دئ داسي وايي (يعني دغه ږغ يې له قبره څخه راپورته کيږي ) چي «بولٌ ومابولٌ الخ) نو ما ورته وويل چي دا «شَن» بيا څه معنی لري؟ يعني چي له دې قبره څخه د «شن وماشن » اواز راپورته کيږي ؟ نو دغي بوډۍ راته وويل چي دا يو تږئ سړئ ځما وخاوند ته راغلئ ، بيا يې ورته وويل چي اوبه راکړه ! نو ځما ميړه ورته وويل چي دغه شَن (مشکولئ) درواخله (يعني نو کله چي هغه سړي دغه مشکولئ ورواخستئ) نو په مشکولي کښي يو څک اوبه نه وي ، نو دغه تږئ سړئ پر مځکه باندي مړ راوغورځیدئ ، نو دَي له وخته د مرګه دا وايي چي «شن وما شن» .
بيا چی کله زه ونبي (صلی الله عليه وسلم) ته راغلم نو له دغه صورتحاله څخه مي خبر کړ ، نو بيا ده مبارک منعه وکړه له دې څخه چي يو سړئ تنها سفر کوي .
له ابې رافع څخه روايت کړئ دئ چي ده وويل چي زه له رسول (صلی الله عليه وسلم) سره په «بقيع» کښي وم (يعني په هغه هديره کښي چي په مدينه منوره کښي ده او په بقيع سره يادیږي ، کوم چي جنة البقيع هم ورته ويل کيږي) نو رسول (عليه السلام) د أف اف الفاظ وويل ، ماته ورته وويل چي اې د خدائ رسوله ! ايا يو ناخواښه کار مي وکړ ؟ مبارک (عليه السلام) وفرمايل يعني چي دا خبره دي له څه وجي وکړه ؟ ماورته وويل چي ځما له وجي دي أف أف ووايه ! نو ده مبارک وفرمايل چي نه ، ستا له وجي مي أف أف نه دئ ويلئ ، مګر ددغه قبر خاوند چي فلانئ دئ ما و بني فلان ته ورليږلئ ؤ ، بيا ده يوه زغره په خيانت پټه کړه (يعني له جملې څخه د هغو مالو چي له ذکر سوی بني فلان څخه ده راټول کړي وو) نو د هغې زغري په بدل کښي اوس د هغې زغري په مثل د اور زغره په ده باندي اغوستله سوېده .
(۵) : ابن ابي شيبه ، هناد او ابن ابي الدنيا له عَمرو بن شرحبيل څخه روايت کړئ دئ چي ده ويلي دي چي یو سړئ مړ سو چي د خلګو دده په باره کښي دا عقيده وه چي د وَرَع او د تقوی خاوند دئ (یعني کله چي دَي مړ سو او په قبر کښي ښخ کړ سو ) نو ورته وويل سول (يعني د الله پاک د پرشتو له طرفه) چي بېشکه موږ په دُرو وهونکي يو ستا سل واره له وجي د ورکولو د خدائ پاک تالره ، نو ده ورته وويل چي په څه سبب تاسي ما په دُرو وهۍ ؟ (يعني مه مي وهۍ ) ځکه چي وَم زه په دنيا کښي چي پرهيزګاري او تقوی مي کوله ، بيا وويل سوه وده ته چي پنځوس دُرې دي وهو ، په همدغه ډول وار په وار دغو پرشتو دغه عذاب د دُرو کموئ تر څو پوري چي ويوې دُرې ته راورسيدئ ، بيا يې يوه دُره دَئ وواهه چي قبر ټول پر ده باندي اور وګرځيدئ ، او دَئ هلاک سو وروسته بيرته راژوندئ سو ، بيا و دغو پرشتو ته وويل چي په څه سبب مو زه ووهلم ؟ دوۍ ورته وويل چي يوه ورځ تا لمونځ وکړ پداسي حال کښي چي اودس دي نه درلودئ ، او پر يوه مظلوم باندي راغلې پداسي حال کښي چي هغه مدد او کومک درڅخه غوښتئ نو ته و هغه ته په فرياد ورونه رسيدې او د هغه کومک دي ونکړ .
حرره : احقر المخلوقین محمد معين الدين أبوالفضل ، أفغاني کان الله له .