سلمیان
مهتر لام بابا ادبي ټولنې خپله اونيزه غونډه دكب په 27 مه دبورډزيارت تمځي تر شا په PCS كالج كې د زيب منتظر په مشرۍ وكړه جنرال عبدالصمد مومند ، قاسم مين او چشمان موسىْ خېل مشران مېلما نه ټاكل شوي وو غونډه دسميع الحق عليخېل لخوا په تلاوت كلام پاك پيل شوه دوئيندو يي چارې عبدالوهاب څاروان تر سره كولې او د تېرې ونۍ ګذارش نظير قريشي وړاندې كړ او دنظير الحق قريشي په غزل كره كتنه هم وشوه په دويمه برخه كې ازاده مشاعره وشوه چې ګڼو شاعرانو پكې خپل كلامونه ولوستل غونډه دماښام لمانځه نه مخكې په دعايې سره پاى ته ورسېده او دشهزاده شيرين زوى دوړوكي زوى په مړينه ژوره خواشني وښودل شوه همدا راز د حاجي ګل اغا شهباز د ورېندار بي بي په مړينه اود آفاق د خپرندوې ټولنې د مشر اول خان موسى زي مور مړینه هم خواشني وښودل شوه چې ټولو ګډونوالو يې په حق كې د مغفرت لاسونه پورته كړل پرېكړه وشوه چې راروانې غونډې ته به سميع الحق عليخېل خپله نثري ليكنه كره كتنې ته راوړي .