په تعویذاودم باندي شکرانه رواده ـ

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 43029

دخبریدو نیټه : 2011-03-22


فتوی نمبر (۳۸)
دارالافتآء علامه محمد معين الدين أبوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته .

مستفتی زین الله،
محترم علامه ابوالفضل صاحب زماپوښتنه داده چي پرتعویذباندي شکرانه اخیستل رواده اوکه نه ده
 
الجواب وهوالموفق للصواب،
نحمده ونصلی علی رسوله الکریم وعلی آله واصحابه اجمعین
اجرت اوشکرانه اخستل په دم اوتعویذسره،رواده په دې کي هیڅ شک نسته ددې دوه دلیله دي اول حدیث دابوسعیدخدري دۍ چي ټولوامامانودحدیث ئې روایت کړَیدۍ چي دوی په یوه سفرکي دعربوپریوه کلي باندي راغلل اوډوډۍ ئې ورڅخه وغوښتله هغوی منع ورته وکړه بیا ددغه کلي سردارلړم وخوړنوودوی ته راغلل چي پردغه لړم خوړلي باندي دم وکړۍ نوحضرت ابوسعیدورته وویل چي تاسي وموږته له ډوډۍ راکولوڅخه منع وکړه نواوس موږمفت دم نکووچي مزدوري رانکړۍ نوبیادوی ورته وویل چي موږبه دیرش پسونه درکړونوابوسعیدرضی الله عنه اوه واره الحمد لله  شریف باندي وویله اوهغه لړم خوړلَي سرداردفعة جوړسوبیا دوی هغه دیرش پسونه  وابوسعیدته ورکړل  اوبیا دوی ورسول علیه الصلوة والسلام ته  داموضوع عرض کړه نونبي علیه السلام  ورته وویل چي بیشکه ډیرلایق دهغه چي تاسي په هغه باندي اجرت اخلي  کلام دخدای دي  ماهم درګډکۍ وابوسعیدته ئې وویل چي ته په دې څه خبرسوي چي سورت فاتحه دم اوتعویذهم دۍ دوهم دلیل دادۍ چي متاخرینوعلماووپه اذان اوامامت اوتعلیم دقرآن باندي اجرت اخیستل رواکړَیدۍ نوپه تعویذباندي خوپه طریق اولي بایدرواسي الموسوعة  ج۱۳ص۱۴خزینة الاسرارص۶۶وشروح الترمذي
والسلام ومن الله التوفيق ـ