مارګولیس .کام : د قذافی لعنت واشنګټن بوخت کړ

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 43124
ژباړن : نثار احمد صمد
دخبریدو نیټه : 2011-03-27

لیکوال : اریک مارګولیس
منبع : اریک مارګولیس ډاټ کام
نېټه ۲۰۱۱/۳/۲۵
ژباړن : نثار احمد صمد

واشنګټن ـ د شلمی پیړۍ برتانوي مدبر جنرال ( فولر ) لیکلی چی د جنګ مقصد پوځی سوبه نه بلکی د سیاسی اهدافو ګټنه وی . خو سیاست والو د فولر دا فتوا هېره کړې ده . د ټاکلو سیاسی هدفونو څخه بې برخی وروستي جنګونه هماغه ویتنام ، افغانستان او عراق دي ، خو څلورم یې نن لیبیا دی .

د امریکا بهرنۍ تګلاره ورځ په ورځ پوځی کیږی . خارجه وزیره او لوړ رتبه دیپلوماتان د نړۍ دې خوا ها خوا ته ځغلی او ویناوی اوروی ، خو د رانیولو او پلورلو اصلی کاروبار د دفاع د وزیر او د پنتاګون او لویو جنرالانو په لاس کی دی .

د امریکا په دغه وروستۍ کوچنۍ جګړه کی حتی ځینی جنرالان او سمندری قوماندانان هم ځکه عصبانی دي چی هېواد یې پر لیبیا په داسی حال کی بم وري کوی چی ورځنی خرڅ یې ۱۰۰ ملیونه ډالره دی او هغه په بیړه نور هم ډیریږی . دا لا څه ، د جمهوریت غوښتونکي ګوند ځینی رامبو ګان هم عصبانی او مغشوش سوي دي . هر یو غواړی چی د لیبیا مشر معمر القذافی یعنی هغه څوک بېله محاکمې ووژنی چی څه موده مخکی ولسمشر جورج بوش « د ترور پر ضد د جنګ یو قدرمن ملګری » بللی و .

خو هوښیاران جمهوریت غوښتونکي پوښتنه کوی چی موږ اوس کوم لورﺉ نیولی دی ؟ هغوی ولسمشر بارک اوباما ځکه ترټی چی د لیبیا په هکله کومه سیاسی ستراتیژی نه لری او نه هم د بیرته راوتلو کوم پلان لری .
دا خو هماغه جمهوریت غوښتونکي دي چی په افغانستان او عراق کی یې د بوش د ناپایه جګړو څخه ملاتړ کاوه یعنی هغه جنګونه چی نن امریکا ته په ۱٫۶ ټریلیونو ډالرو تمام سوي او ستره برخه یې د پور پیسې دي .

نن واشنګټن په دې هکله خورا ګیچ او سربداله دﺉ چی څوک به د هغه څه مشري واخلی چی د روسیې ولادیمیر پوتین « د منځنیو پیړیو صلیب » بللی دی . ولسمشر اوباما چی تر لاس اچولو مخکی فکر کوی ، بیریږی چی مبادا امریکا د اسلامی نړۍ په یو بل جنګ کی راګیر نسی . خو دﺉ بیا هم د ځینو جمهوریت غوښتونکو ، جنګ پلوه رسنیو ، او د ۲۰۱۲ کال د انتخاباتو اندیښنو مجبور کړﺉ چی په دې جنګ ورګډ سی . کوچني بې وینو جنګونه تل د انتخاباتو پر مهال د رایو راکشونکي وی .

اوباما سره له دې چی د اییتلاف د هوایی ځواک او عالی تکنالوجۍ اکمالات برابروی ، زیار باسی چی ناټو د لیبیا جګړې ته ورمخته کړی . خو ناټو بیا زړه نا زړه ده چی دا مأموریت رهبری کړی که یا ، حال دا چی د هغه کلیدی غړو لکه جرمنی او ترکیې په دغه حمله کی د خپل ګډون څخه انکار کړی دی .

نو ځکه امریکا د فرانسې څخه وغوښته چی د دې جنګ مشري واخلی . مګر د جمهوریت غوښتونکو په نزد فرانسه حتی د لیبیا څخه هم ډیره ناولې او خبیثه ده . عسیوي افراطیون چی د جمهوریت غوښتونکو د رایو ۴۰٪ تشکیلوی ، فرانسه د ګناه هسته او بې خدایه امریکایی ضد لورﺉ بولی .
مهمه لا دا چی ، فرانسه آن په ۱۹۵۰ کلونو کی د خپل انکار له امله د کرکی وړ وه ، څو چی په دې وروستیو کی د نکولاس سرکوزي په مشرۍ نوو محافظه کارانو انتخابات وګټل او د امریکا اطاعت یې ومانه .

کله چی فرانسې پر عراق د امریکا د حملې له ملاتړه انکار وکړ ، نو د امریکا د کانګریس طعام خانې هم د « فرانسوي چپس پټاټو » نوم « فریډم فرایز ـ یعنی د آزادۍ چپس » ته واړاوه تر څو فرانسه یې توهین کړې وای .

دا وړاندیز چی فرانسه به د لیبیا جګړه رهبري کوی ، د جنوب او ټکزاس د جمهوریت غوښتونکو لخوا په ولولو او هم قهر سره بدرګه سو . ولسمشر هم د خپل عادت له مخی چی کله د غښتلي مخالف سره مخامخ سی ، ژر شیوه راوړه .
فرانسه په بشپړ توګه جګړې ته چمتو ولاړه وه . خو ولسمشر سرکوزی هله خپل لومړنی ټکان وخوړ چی د راتلوکې کال د انتخاباتو سروې وښودل چی د ښی لاسي « ملی جبهې » نوی مشر مارین لوین د ده څخه دوې نمرې مخته دی .

تر دې ډیر ژر وروسته د قذافی زوی سیف الاسلام د « یورو نیوز » سره په مرکه کی ادعا وکړه چی زه داسی اسناد لرم چی لیبیا د سرکوزی سره په تیرو انتخاباتو کی په پټه مرسته کړې وه . په عین حال کی پر پاکستان باندی د فرانسوي اوبتلونو د پلورلو غټی رسواینی هم سرکوزي د خطر سره مخامخ کړی دی . بل دا چی فرانسه غواړی دلته خپلی « رافایل » نومي طیارې هم وښیی چی د خلیج پر عربی هېوادو یې د پلورلو خیال لری . نو ځکه د دغو رافایل الوتکو لومړنی وژونکی ګوزار پر دیرش کاله زړه لیبیایی روزونکې طیاره باندی وسو .

خو دلته په واشنګټن کی سپینی  ماڼۍ تر اوسه لا هیڅ کومه جنګی ستراتیژی نه ده ښودلې ، او نه یې هم دا سوچ کړی چی په لیبیا کی باید د سیاسی پلوه څه وکړی ، او حتی په صحیح توګه دا هم نسی تشریح کولای چی امریکا ولی لیبیا یعنی هغه هېواد ته ورغلې ده چی د امریکا لپاره هیڅ ستراتیژیکی ګټی نه لری .

ناوړه لا دا چی امریکا د لیبیا او سوریې لخوا د ملکی وګړو د ویشتلو او وژلو په غندنه کی د دوه مخۍ څخه کار اخلی حال دا چی په بحرین ، یمن ، سومالیا ، افغانستان او پاکستان کی پر کټ مټ وینړیو پیښو سترګی پټوی چی دې کار یې اسلامی نړۍ خښمولې ده .
نو داسی ښکاری چی لیبیا د واشنګټن لپاره لعنت او مصیبت ګرځېدلی دی . پای