فتوی نمبر (۵۰) .
دارالافتآء ، محقق علامه محمد معين الدين أبوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته .
مستفتي : شــفیع الله : خاکسار
دبینوا ټولو کار کونکو ته سلامو نه او نیکي هیلي ...زما پوښتنه داده چي که څوک دماسخوتن دلمانځه په وِترو کي «الهُمه ربنا»(۳)دري واري وه وایي ایا دالمونځ صحیح دي او کنه ؟او که به خامخا «الهُمه اِني »وایي ؟
له تاسو نه ډیره مننه وسلام
الجواب وهوالموفق للصواب :
نحمده ونصلی علی رسوله الکریم وعلی آله واصحابه اجمعین .
د وترو په دریم رکعت کښي له سورت څخه وروسته د دُعا ويل واجب دئ ، کچيري يو څوک يوه دُعا هم ونه وايي نو د لمانځه راګرځول باندي واجب دي .
کچيري يو څوک د دُعآء قنوت په ځائ کښي «اللهم ربنا» يا يوه بله دُعا ووايي نو لمونځ يې صحيح دئ خو دغه څوک تارِک (پريښوونکئ) د سنتو بلل کيږي ؛ ځکه چي په وترو کښي د «اللهم انا نستعينک الخ) ويل مسنون کار دئ او مسنونه دُعا نه يادول ، يا د يادولو باوجود قصدًا پريښوول ګناه ده .
البته که يو څوک دعاء قنوت نسي ويلاۍ نو بيا دي «ربنا آتنا في الدنيا حسنة الاية» يا «اللهم اغفرلي » درې واره ، يا «يارب» درې واره وايي .
والله تعالی أعلم .
(رد المحتار ج۱ ص ۴۳۷ / ص ۶۲۴ ) .
والسلام ومن الله التوفیق