فتوی نمبر (۵۱) .
دارالافتآء ، محقق علامه محمد معين الدين أبوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته .
مستفتي : ابدالي خان .
د بينوا وېب پاڼې ټولو کارکوونکو ته سلامونه او نېکې هيلي وړاندي کوم ، پدې هيله چې همدې لړۍ ته همداسې ادامه ورکړي.
زما پوښتنه داده چې که يوه ښځه په زياته اندازه سره زر(طلا) ولري چې له نصاب زياته وي خو تل يې استعمالوي ايا پدې باندې زکات شته او يانه؟ ما له يو چا سره پرې بحث وکړ ويل يې چې پدې کې زکات نشته.
الجواب وهوالموفق للصواب :
نحمده ونصلی علی رسوله الکریم وعلی آله واصحابه اجمعین .
محترمه وروره ! ځموږ د امام أعظم أبوحنيفة (رحمه الله تعالی) د مذهب مطابق په زيوراتو کښي که په هر شکل کښي وي او د نصاب مطابق وي او کال پر تير سي ( که د ښځو وي که د نارينه و ، که په استعمال کښي وي که نه وي ) نو د هغه زکات ادا کول لازم او فرض دئ .
(هداية ج ۱ ص ۷۷ / فتاوی دارالعلوم ج۱ ص ۱۱۷ بحوالهء ردالمحتار ج۲ ص ۴۲ / کتاب الفقه ج ۱ ص ۹۷۸ ) .
والسلام ومن الله التوفیق