د درې قسمه فرائضو په اړه د يوې پوښتني جواب .

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 43208
دارالافتآء أبوالفضل .
دخبریدو نیټه : 2011-03-31

فتوی نمبر (۵۵) .

دارالافتآء علامه، محقق محمد معين الدين أبوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته .


مستفتي   :  لطف الله  .
ځائ ننګرهار .

 

السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته .
د بينوا ادارې او د عاليقدر علامه أبوالفضل (دامت فيوضاته) ددې ستر خدمت زياته شکريه وايم .
محترم أبوالفضل صاحب ستاسو له درانه حضور څخه ځما يو درې پوښتني دي  :
۱ : چي تر فرضو ړومبئ فرض وکوم شي ته ويل کيږي  ؟
۲ :  دارنګه په فرضو کښي فرض کوم شئ  بلل کيږي  ؟ 
۳ :  دارنګه تر فرضو وروسته فرض وکوم شي ته ويل کيږي  ؟ 

 

 

الجواب وهوالموفق للصواب   :

نحمده ونصلی علی رسوله الکریم وعلی آله واصحابه اجمعین  .
محترمه وروره ! 
(۱) : تر فرضو ړومبَئ چي کوم فرض دئ  نوهغه عبارت دئ له علمه څخه ؛ ځکه چي هر فرضي  عمل چي دئ لکه لمونځ وغیره نود هغه عمل ترکولوړومبَیْ  دهغه عمل علم اوزده کول پرهرسړي باندي فرض دي
(۲)  : اوپه فرضوکښي فرض عبارت دئ له اخلاص څخه ؛ ځکه  چي اخلاص په هرعمل کي فرض دئ  .
(۳) : او له فرض څخه روروسته فرض خوف او رجا دئ ؟ ځکه هر مسلمان ته دا ضرور ده چي يو فرضي عمل وکړي نو بيا ضرور بايد د هغه عمل په وروسته کښي دا ويره وي چي خدائ نخواسته دغه عمل مي خدائ نه وي قبول کړئ ، او دا ويره هم وي چو ګوندي دغه عمل مي خدائ قبول کړئ وي .
 
ملا علي قاري (رحمه الله) په «مرقات ج ۱ ص ۲۸۴» کښي د همدغه ډول سوال په جواب کښي داسي ويلي دي  :
(فان قيل ماالفرض قبل الفرض فقل العلم قبل العمل ، وان قيل ماالفرض في الفرض فقل الاخلاص في العلم والعمل ، وان قيل ماالفرض بعد الفرض ؟ فقل الخوف والرجآء  )  .