د کراچۍ او ديوبند کرکټ

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 43220
اټک يوسفزی
دخبریدو نیټه : 2011-03-31


پرون د کرکټ په نړۍ واله لوبه کې د دوو تربورو او دښمن هېوادونو لوبغاړي پداسې حال کې يو او بل ته د سيالۍ له پاره مخامخ شول چې تر شايې ددغه دوو هېوادونو په ميليونونو وګړو په سياسي اصطلاح د خپل مرګ او ژوند شېبې شمېرلې٠ پرونۍ لوبې د سياسي چاپېريال له برکته مذهبي بڼه هم خپله کړ ې وه په خبرونو کې راغلل چې پرون په پنجاب ، پينډۍ ، کراچۍ او نورو ښارونو کې په لکهاوو ديني عالمانو، قاريانو،تبليغيانو او عامو خلکو ختمونه، نفلونه ، دعاګانې او نذرونه د دې له پاره وکړل چې لوبه پاکستان وګټي ، خو پدې نه ول پوو چې د مندرونو په منځ کې يو معصوم ماشوم له بغدادۍ (ا،ب،ت) سيپارې سره ده ديوبند پر بام ولاړو او خپلو لوبغاړو ته يې د بري دعاوې کولې او ما هم لکه ماشوم فقط د شاهد افريدي سر ته دعاوې کولې ٠
 (کامه)