فتوی نمبر (۵۹) .
دارالافتآء علامه، محقق محمد معين الدين أبوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته .
مستفتي : انوارالحق له کدني څخه .
دامت مسلمه پیاوړَی عالم ابوالفضل صاحب اودبینوا وویب سائټ کارکونکو ته سلامونه وړاندي کوم .
زه په دې باره کښي پوښتنه کوم چي د مسلمانانو نابالغه اولاد چي مړ سي نو د شريعت له مخي موږ بايد څنګه عقيده ددوۍ په باب کښي ولرو ، په دې معنی چي دوۍ به په جنت کښي وي او که څنګه ؟
الجواب وهوالموفق للصواب :
نحمده ونصلي علی رسوله الکریم وعلی آله واصحابه اجمعین .
محترمه وروره د مسلمانانو د کوچنيانو په اړه دوه مذهبه دي :
اول مذهب دادئ چي دوۍ به د قيامت په ورځ په جنت کښي وي ، دا صحيح قول دئ ،بلکي ځينو علماوو پر دغه قول باندي د اجماع د أمت ادعا کړېده .
په دې باره کښي زيات حديثونه راغلي دي چي يو له هغوۍ څخه د حضرت ابن عُمررضی الله عنهما حدیث دئ چي ده ويلي دي چي رسول الله (صلی الله عليه وسلم) فرمایلي دي : « کل مولود يولد في الاسلام فهو في الجنة ، شبعانٌ ریانٌ ، يقول يارب ! اوردْ علي أبوَي » (رواه ابن ابي الدنيا) .
يعني هر کوچنئ چي په اسلام کښي وځيږول سي نو هغه به په جنت کښي وي ، موړ به وي اوبه به وي ، او داسي به وايي چي اې ربه ځما ! ځما مور او پلار هم وماته راوله .
تنبــــــــيه :
تنها دا خبره نه ده چي د مومنانو کوچنيان به په جنت کښي وي بلکي د خپل مور او پلار شفاعت به هم کوي ، او د مور او پلار د نجات سبب به هم د قيامت په ورځ کښي ګرځي ، لکه چي د مذکور حديث له تورو څخه هم دا خبره فهميږي چي : «يا رب ! اورد علي أبوي» .
په بخاري شريف (ج۱ کتاب العلم / باب هل يُجعل للنسآء يومًا ...) کښي داسي راغلي دي چي درې ماشومان د يوې ښځي مړه سي او يا يې دوه مړه سي نو د قيامت په ورځ به ددې دپاره د دوږخ له اور څخه حجاب وي .
علامه بدر الدین عیني (رحمه الله) په «عمدة القاري ج ۳ » کښي د بخاري شريف ددغه حديث په تفصيل کښي هغه روایت هم ذکر کړئ دئ چي په هغه کښي دا راغلي دي چي که د يو چا يو ماشوم مړ سي نو هم به د قيامت په ورځ دده دپاره له دوږخ څخه د نجات سبب وګرځي .
ددغي خبري دا قول د خدائ پاک هم تايد کوي چي «والذين آمنوا واتبعتهم ذريتهم بايمانٍ الحقنا بهم ذریتهم و ما ألتناهم من عملهم من شئ » .
حتی په يوه روايت کښي داسي راغلي دي چي سَقط يعني ناقص وَلَد چي له يوې ښځي څخه پیدا سي نو دغه به د جنت پر دروازه باندي ودريږي او وايي به چي نه داخليږم زه وجنت ته تر هغه پوري چي ځما پلار او مور داخل نسي .
او په جنازه کښي د کوچنيانو دا دُعا ويله کيږي : «اللهم اجعله ذخرا ، اللهم اجعله شافعًا و مُشفعًا» .
دوهم مذهب په دې باره کښي کوم چي ضعيف يا غير صحيح قول دئ دادئ چي د مسلمانانو د کوچنيانو د آخرت حال د الله پاک و عِلم ته مفوض دئ ، يعني که د الله پاک په علم کښي داسي ؤ چي دغه کوچنئ که ما لوۍ کړئ واۍ نو ده به پر صحيح لار باندي تګ کړئ واۍ مومن او د نيک عمل خاوند به واۍ نو دغه ډول کوچنئ به د قيامت په ورځ په جنت کښي وي ، او که د الله پاک په علم کښي دا وي چي دغه کوچنئ که ما و بلوغ ته رسولئ واۍ نو دَئ به بيا د کفر يا فسق او فساد پر لار باندي تللئ واۍ نو دغه ډول کوچنئ به د قيامت په ورځ په دوږخ کښي وي .
ددغه قول خاوندانو دليل نيولئ دئ په حديث د عائشې (رضي الله عنها) سره کوم چي مسلم يې روايت کړئ دئ چي دې مبارکي فرمایلي دي چي وبلل سو رسول الله (صلی الله عليه وسلم) و جنازې ته د يوه کوچني له أنصارو څخه ، نو ما وویل چي خوشحالي دي وي دغه کوچني لره ، یوه مرغۍ ده له مرغيو څخه دجنت ؛ ځکه چي نه يې بد عمل کړئ دئ اونه د بد عمل کولو و وخت ته وررسيدلئ دئ .
نو رسول (عليه السلام) وفرمايل (یعني ځما ددغي خبري په رَد کښي) :«أوغیرَ ذلک يا عآئشة ! ان الله خلق للجنة أهلا ، خلقهم لها و هم في أصلاب ابآئهم ، وخلق للنار أهلا ، خلقهم لها وهم في أصلاب ابآئهم » (رواه مسلم) .
خو د صحيح قول د خاوندانو له طرفه ددې استدلال په دوه ډوله جواب سوئ دئ : اول دا چي تر دغه مهاله پوري چي نبي (عليه السلام) د عائشې ددغه مذکور قول رَد کوئ وده ته د مومنانو د کوچنيانو په باره کښي کومه وَحي نه وه سوې ، دوهم دا چي د رسول (عليه الصلاة والسلام) مقصود د حضرت عآئشې ددغي خبري ردول نه ؤ چي دغه انصاري کوچنئ به په جنت کښي وي ، بلکي مقصود يې دا ؤ چي حضرت عائشې چي دغه خبره کوله نو په دغه وخت کښي له دې سره ددغي خبري کوم شرعي دليل نه ؤ موجود بلکي له خپله ګومانه څخه يې دا خبر وکړه ؛ نو ځکه ده مبارک رَد باندي وکړ .
والسلام .