فتوی نمبر (۶۱) .
دارالافتآء علامه، محقق محمد معين الدين أبوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته .
مستفتي : مولوي عبدالقیوم .
ځای : أفغانستان ـــ بولدک .
محترم أبوالفضل صاحب الله مو ژوندي لره !
ځما پوښتنه داده چي اصحاب الأعراف کوم چي په قرانکريم کښي يې هم ذکر راغلئ دئ څوک دي ، څه قسم خلګ به په أعراف کښي وي ؟
الجواب وهوالموفق للصواب :
نحمده ونصلي علی رسوله الکریم وعلی آله واصحابه اجمعین .
محترمه وروره ! دا چي په أعراف کښي به څوک اوسي ؟ نو په دې باره کښي علماوو مختلف قولونه ذکر کړيدي ، چي بيان يې په لاندي شرحه دئ :
(۱) قول دادئ چي أصحاب الأعراف هغه کسان دي چي نيکۍ اوبدۍ يې سره برابري وي ، ابن مردويه له حضرت جابر (رضي الله عنه) څخه روايت کړئ دئ چي له رسول الله (صلی الله عليه وسلم) څخه د هغه چا په باره کښي پوښتنه وسوه کوم چي نيکۍ او بدۍ يې سره برابري وي (چي دوۍ به په کوم ځائ کښي وي) نو رسول عليه السلام ورته وفرمايل چي هغه کسان (چي نيکۍ او بدۍ يې برابري وي) خاوندان د أعراف دي .
(۲) قول دادئ چي أصحاب الأعراف هغه شهيدان دي کوم چي د مور او پلار په نافرماني کښي په شهادت رسیدلي وي ، طبراني له حضرت عبدالرحمن المزني څخه روايت کړئ دئ چي له رسول (عليه السلام) څخه د أصحاب أعراف په باره کښي پوښتنه وسوه نو ده وفرمايل چي دوۍ (يعني اصحاب الأعراف) هغه خلګ دي چي دوۍ د الله په لار کښي قتل سويوي په نافرماني کښي د مور او پلار خپل ، نو د مور او پلار نافرماني يې له جنت څخه راګرځوي ، او له دوږخ څخه يې د الله پاک په لار کښي شهادت رامنع کوي .
(۳) قول دادئ کوم چي په تفسير ثعلبي کښي يې ذکر راغلئ دئ چي أعراف په جنت کښي د يو لوړ مقام نوم دئ ، چي أنبيآء ، شهدآء او أفاضِل د مومنانو به هلته پورته کيږي او بيا به د جنت او دوږخ د عجآئباتو ننداره کوي .
( ۴) قول هغه دئ کوم چي له مُجاهد څخه را نقل سوئ دئ چي په أعراف کښي به هغه څوک وي کوم چي دوۍ په مور او پلار کښي یو راضي کړئ وي او هغه بل ناراضه وي ورڅخه .
علماوو په دې تصريح کړيده چي د مذکورو قولو مطابق به أصحاب الأعراف اخير وجنت ته ځي .
(۵) قول دادئ کوم چي بيهقي له حضرت أنس څخه مرفوعًا په ضعيف سند سره روايت کړئ دئ چي أصحاب الأعراف به د جناتو (پيرانانو) مومنان وي . له دغه قول سره د امام أعظم أبوحنيفه هغه خبر موافقه ده چي ده فرمايلي دي چي ثواب د جناتو دادئ چي دوۍ له اوره څخه خلاص سي نه دا چي و جنت ته داخل سي .
(۶) قول دادئ چي أصحاب د أعراف هغه خلګ دي کوم چي أهل الفترة ورته ويل کيږي ، أهل فترَة وهغو خلګو ته ويل کيږي چي د نبي د نبوت دعوت نه وي وررسيدلئ ، له دعوت څخه د ناخبرۍ په حال کښي مړه سويوي .
(۷) قول دادئ چي أصحابُ الأعراف أطفال او کوچنيان د مشرکانو او کافرانو دي .
په دغو درو سرو قسمو کښي مشهور قول دئ چي دوۍ درې سره قسمه به په جنت کښي وي .
(۸) قول هغه دئ چي ابن نوبخت شيعي ذکر کړئ دئ چي أصحاب أعراف سُـــنيان دي ، چي له دوږخ څخه به راووزي او جنت ته به نه ورځي بلکي په أعراف کښي به اوسي .
کذا في النبراس (ص ۳۰) .
والسلام .