فتوی نمبر (۶۳) .
دارالافتآء علامه، محقق محمد معين الدين أبوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته .
مستفتي : Faizullah
سوال می داده سی دعذاب قبر اودعذاب برزخ څه فرق سته که يا ؟
الجواب وهوالموفق للصواب :
نحمده ونصلي علی رسوله الکریم وعلی آله واصحابه اجمعین .
له مخه تر دې چي ددغه ورور وپوښتني ته جواب ووايو ددې خبري وضاحت پکار دئ چي «قبـــــَر» وکوم شي ته ويل کيږي او «بـــــــــــرزَخ» وڅه ته ويل کيږي ، دارنګه قبر او برزخ يو له بله څه نسبت سره لري ؟
د بـــــرزخ لفظ په أصل کښي د دوو شيانو په منځ کښي و حَاجز او پردې ته ويل کیږي او په معنی د مانِع هم راځي ، په دغه مبارک آيت کښي چي «ومِن ورائهم برزخ الی يوم يبعثون (المؤمنون : ۱۰۰) د برزخ د لفظ تفسير صاحب د تفسير خازن په حاجز او مانع سره کړئ دئ او مراد يې ورڅخه مرګ ګرځولئ دئ .
او ځينو علماوو ويلي دي چي برزخ عبارت دئ له هغه قسم حيات او ژوند څخه کوم چي و مرده ګانو ته ثابت دئ او د هغه حيات په سبب دوۍ د ثواب يا د عذاب ادراک کوي .
او ځينو علماوو ويلي دي چي برزخ عبارت دئ له هغه زمانې څخه چي وروسته له مرګه پر سړي باندي راسي بيا د آخرت تر ورځي پوري .
او ځينو علماوو ويلي دي چي برزخ و هغه ټولو ځايو ته ورشامل دئ کوم چي د مرده بدن يا د بدن اجزا ، يا دده روح په هغو ځایو کښي قرار لري ، چي له عليين څخه شروع کيږي بيا تر سجين پوري .
اوس و قــبَر ته راځو ،جمهور د أهل السنت والجماعت (که محدثين دي که مُفسرين دي) دا وايي چي قبر أصلا و دغه مشهور ځائ ته ويل کيږي کوم چي مرده پکښي دفن او ښخ کړ سي ، چي عام خلګ هم وهمدغه ځائ ته قبر وايي ، او متعدد حديثونه هم پر دغه باندي دلالت کوي چي قبر عبارت له همدغه ځائ څخه دئ ، البته کوم شخص چي په اور وسوځل سي او اجزاوي يې ايره او منتشر کړه سي ، يا په اوبو کښي غرق سي او يا يې يو درنده وخوري نو په دغه وخت کښي دده دپاره قبر هغه ځايونه بلل کيږي کوم چي دده د بدن اجزا پکښي موجود وي ، که هوا وي او که د مځکي مختلفي اجزاوي وي او که د درنده او حيوان نس وي .
او ځيني علماء قبر او برزخ سره يو شئ بولي ، دوۍ وايي چي قبر د عالم برزخ نوم دئ ،خو صحيح خبره هغه ده کومه چي جمهورو کړېده ، چي قبر عبارت دئ له هغه څخه کوم چي ذکر يې وسو .
د أصلي پوښتني جواب :
ابن قيم جوزیه (رحمه الله) په خپل کتاب « الروح ص ۹۵ » کښي فرمايلي دي چي عذاب د قبر او ثواب د قبر نوم دئ د عذاب د برزخ او د ثواب د برزخ ، او برزخ و هغه مودې ته ويل کیږي چي په منځ کښي د دنيا او آخرت ده ، ده زياته کړېده چي څرنګه چي په غالب ډول مُرده ګان په قبرو کښي ښخیږي نو په دې وجه و عذاب د برزخ ته عذاب د قبر ويل کيږي .
يعني که څه هم کله يو انسان چي مثلا درنده يې وخوري يا پر دار باندي راوځړول سي او مرغان يې مثلا وخوري نو په دغه وخت کښي خو دده دپاره قبر نسته ليکن عذاب د برزخ سته ، خو دغه عذاب د برزخ هم عذاب د قبر بلل کيږي ؛ ځکه چي غالبا عذاب د برزخ ومُرده ته په قبر کښي ورکړ کيږي .
ليکن مخکښي موږ دا خبره ذکر کړه چي د قبر د لفظ اطلاق پر نس د مرغه یا درنده باندي هم کيږي کوم چي اجزاوي د مُرده پکښي واقع سي ، او پر هوا باندي يې هم کيږي کله چي د مړي اجزاوي قرار پکښي پيدا کړي ، نو په دې اعتبار عذاب د قبر او عذاب د برزخ يو شئ دئ ، صرف دونه خبر ده چي برزخ ظرف زمان دئ ددغه عذاب دپاره او قبر يې ظرف مکان دئ .
تنبـــــــــــيه :
ځيني علمآء داسي وايي چي روح د مرده چي په هر ځائ کښي الله پاک قرار ورکړي نو له هغه ځایه څخه د مُرده له جسد سره په قبر کښي يو قسم تعلق او ارتباط الله پاک ودغه روح ته ورکوي چي د همدغه تعلق په وجه و روح او بدن و دواړو ته ثواب يا عذاب حاصليږي ، نو ددغه قول مطابق عذاب او ثواب د برزخ عام دئ تر عذاب او ثواب د قبر ؛ ځکه چي دغه عذاب چي په قبر کښي و جسد د مړي ته ورکول کيږي عذاب د قبر هم بلل کيږي او عذاب د برزخ هم بلل کيږي .
او وروح ددغه جسد ته چي دغه عذاب رسيږي نو دا عذاب د برزخ دئ او عذاب د قبر نه دئ ؛ ځکه چي ددغه قول مطابق روح په قبر کښي نه ده ، مګر که تعلق د روح له جسد سره کوم چي په قبر کښي تحقق پیدا کوي داسي فرض کړ سي لکه نفس روح چي په قبر کښي وي نو بيا دروح عذاب هم د قبر عذاب بلل کيږي .
(أنظر رياض السنن شرح ترمذي ج۲ ص ۲۴۵ ) .
قال ابن القيم في کتابه الروح ص ۹۵ : الامر التاسع انه ینبغي أن یعلم أن عذاب القبر و نعيمه اسم لعذاب البرزخ ونعيمه ، وهو مابين الدنيا والاخرة . قال الله تعالی « ومن ورائهم برزخ الی يوم يبعثون» و هذا البرزخ يشرف أهله فيه علی الدنيا والاخرة ، وسمي عذاب القبر ونعيمه و أنه روضة او حفرة نار باعتبار غالب الخلق فالمصلوب والحرق والغرق و أکيل السباع والطيور له من عذاب البرزخ ونعيمه قسطه الذي تقتضيه أعماله وان تنوعت أسباب النعيم وکيفياتهما .
عجيبه قصه :
بيا ابن قيم (رحمه الله) پدې باره کښي يوه نادره قصه ذکر کړېده ، پدې ډول چي په پخوانيو خلګو کښي يوه سړي داسي ګمان کړئ ؤ چي د يو مُرده جَسد چي په اور وسوځل سي او ايره سي بيا يوه برخه ددغه ايري په درياب کښي وپاشله سي او بله برخه يې په وچه مځکه کښي وپاشله سي په داسي ورځ کښي چي تيزه هوا او تند باد پکښي چليږي ، نو دغه سړئ بيا د برزخ او د قبر له عذاب څخه نجات پیدا کوي .
بيا هغه مهال چي دده د مرګ وخت راغلئ نو يې و خپلو ځامنو ته وصيت وکړ چي زه چي مړ سم نو همدغه ډول چم به په ما باندي کوۍ ، کله چي دَئ مړ سو نوځامنو يې هم هغسي وکړل ، نو الله (جل جلاله) ودرياب ته حُکم وکړ چي دده د بدن ايره سوي اجزاوي کوم چي په درياب کښي لويدلي دي راټولي کړي ، او وچي مځکي ته يې حُکم وکړ چي دده د بدن ايره سوي اچزاوي راټولي کړي ، نو بيا د الله پاک په حُکم سره دده د بدن أجزا سره راټول کړه سوه ، بيا الله پاک حُکم ورته وکړ چي ولاړ سه ! نو ناڅاپه دَئ د الله په حضور کښي ودريدئ ، بيا الله پاک له ده څخه پوښتنه وکړه چي کوم شي ته باعث کړي پر هغه کار باندي چي ودي کړ (يعني چي وځامنو ته دي دا ډول وصيت وکړ) ؟ ده ورته وويل چي ستا د ويري له وجي مي وکړ اې ځما ربه ! او ته ښه عالم يې (يعني په هغه باندي چي د هغه په وجه ما دا کار وکړ) .
ددې قصې روايت بخاري په کتابُ التوحيد ، دارنګه په کتابُ الأنبيآء کښي ، دارنګه مسلم په کتاب التوبة کښي او نسايي په کتاب الجنآئز کښي ، او ابن ماجه په کتابُ الزهد کښي کړئ دئ .
والسلام ومن الله التوفیق
د کاتب لخوا يو څو يادګاري بيتونه :
این دست من از خاک است
هم خاک شود روزی
این خط من از کاغذ
هم پاک شود روزی
آن کس که مرا داند
یا خط مرا بخواند
شاید که کند یادم
غمناک شود روزی