دمیني اومحبت شرعي بیان
فتوی نمبر (۶۵) .
دارالافتآء علامه، محقق محمد معين الدين أبوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته .
مستفتية : رابعه ،
زماپوښتنه داده چي پاکه مينه اومحبت چي له يوچاسره يوڅوک کوي نوداسلام له نظره داکارڅنګه دۍ روادئ اوکه ناروا ؟
الجواب وهوالموفق للصواب :
نحمده ونصلي علی رسوله الکریم وعلی آله واصحابه اجمعین .
زماپه ديني خوندوکي دااوله خورده چي داستفتاء ليک يې وماته راورسېدئ اوډېره ستره مهمه پښتنه يې کړېده له مخه تردې چي دمستفتيې خوررابعې دپښتني جواب وکړم دميني اودمحبت انواعي اوقسمونه اول بايدبيان کړم ، مينه اومحبت اول ځل پردوه قسمه ده ،يواختياري اوعقلي مينه اومحبت دئ ، دوهم طبعي اوغيراختياري مينه اومحبت دئ ، اختياري مينه اومحبت په خپل ذات کي بيا خورازياته ساحه لري خوله دې سره سره په دوقسموکي منحصره ده ، اول قسم يې هغه مينه اومحبت دۍ چي اسلام له خلګوڅخه دهغه غوښتنه کوي اودوهم قسم هغه ده چي اسلام دهغه قسم غوښتنه له خلګوڅخه نه کوي بلکي صرف روااويا ئې پرمخ ناروا بولي ،مثلااسلام هرمسلمان په دې سره مکلف کړيدئ چي خدائ اورسول به ترهرچاوده ته محبوب وي اودارنګه اسلام هرمسلمان په دې سره مکلف کړيدۍ چي دي چي مينه اومحبت له يوچاسره کوي نو هغه به خاص دخداۍ لپاره وي لکه چي دبخاري شريف په يوه حديث کي راغلي دي چي «درې خويونه داسي خويونه دي چي په هر چاکي چي دغه درې خويونه موجودسي نوحلاوت اوشیريني دايمان به پيداکړي چي يوله همدغو دروخويوڅخه دادئ چي وي الله اورسول دده ډېرمحبوب وده ته له ټول ماسوا ددوۍ دواړو څخه اودهم داچي مينه اومحبت کوي له يوسړي سره په داسي حال کي چي دغه مينه اومحبت نه کوي له دغه سړي سره مګر دپاره دخداۍ (جل جلاله ) » اودریم داچي وکفرته راګرځېدل داسي بدګڼي لکه په اورکي لوېدل بخاري ج ، ۱ باب حلاوة الأيمان ـ
همدارنګه په يوه بل حديث کي دبخاري شريف داسلام پيغمبر صلي الله تعالي عليه وسلم فرمايلي دي « چي نه سي ګرځيدلائ مومن هيځ يوله تاسي څخه ترهغه پوري چي سم زه ډېر محبوب وده ته ترموراوپلار دده اوتراولاد دده اوترټولوخلګو » بخاري ج ،۱ ، باب حب الرسول من الأيمان ـ
همدارنګه اسلام انسان په دې سره مکلف کړيدۍ چي کوم خلګ چي دخداۍ اودرسول اودالله پاک ددين خدمتګار ان اومدتګاران وي نوله هغوۍ سره به مينه اومحبت کوي ، لکه دبخاري شريف په يوبل حديث کي چي رسول عليه السلام فرمايلي دي چي علامه اونښانه دمومن والي محبت کول دي له انصارو اومدتګارانودرسول دخداۍ سره اوعلامه دمنافق والي بغض کول دي له انصارو دده سره ـ بخاري ج،۱ ، باب علامة الايمان حب الأنصار ـ
همدارنګه اسلام هرانسان په دې سره مکلف کړيدۍ چي له بل مسلمان ورورسره به مينه اومحبت کوي اودغه مینه اومحبت به خاص په دې نيت سره کوي چي دازما ديني اواسلامي ورور دۍ اوله ده سره چي زه داسلامي ورورولۍ په خاطرمحبت وکړم نوالله پاک له ماڅخه راضي کيږي ، لکه چي په يوه قدسي حديث کي راغلي دي چي الله پاک فرمايلي دي چي واجب سويدۍ محبت زما هغوخلګولره چي يوله بل سره محبت کوي دوۍ زما په خاطر اويوله بل سره کښيني زما په سبب اويودبل زيارت ته سره ورځي په سبب زما اوويوه اوبل ته ورکړه دمال کوي په سبب زما » مشکوة ج۲ ، ص ، ۴۲۶ ـ
داخومي دهغه اختياري ميني اومحبت يوڅه وضاحت درته وکړ کوم چي اسلام يې له مسلمان څخه غوښتنه کوي اوهغه اختيار ي مينه اومحبت چي اسلام له هغه څخه مسلمان منعه کوي نوهغه عبارت دۍ له دې څخه چي يوسړي يې له ناروا انسانانوسره اويايې له سموخلګوسره کوي خودطمع اودلالچ په وجه وي دالله درضاپه خاطرنه وي ، اختياري مينه اومحبت عبارت دۍ له دې څخه چي يوڅوک ديوچاخبره مني اخلاص ورسره کوي په بدن ا وپه مال کومک ورسره کوي اوتګ اوراتګ ورسره کوي اوداسي نور ـ
طبعي اوغيراختياري مينه :
طبعي مينه وهغه کشش اوميلان ته ويل کيږي چي بې اختياره دانسان په زړه کي له بل چا سره پيداسي لکه دپلار اومور مينه له خپل اولادسره اولکه داولادمينه له پلاراومورسره په دغه طبعي مينه کي يوقسم هغه مينه ده چي دانسان په زړه کي بې اختياره له يوچاسره دهغه دحسن اوجمال اوښايښت په وجه پيداسي ودغه قسم ميني ته په عرف کي دخاصواوعاموعشق ويل کيږي دمحترمي رابعې خورهم شايدددغه قسم ميني په باره کي پوښتنه مقصدوي ـ
قديموطبيبانودغه قسم مينه يوقسم مرض اوناجوړي بللې ده خواسلامي علماووپه دې باره کي په زړه پوري معلوماتونه ورکړيدي ، علامه ابن جوزي کوم چي داسلامي نړۍ له پرمختلليوديني امامانو اوعلماوو څخه دۍ دخپل کتاب ذم الهوي په «۲۳۰ » مخ کي دعشق مختلفي مرتبې اومقامات بيان کړيدي چي په دې شرحه دي :
اوله مرتبه دعشق استحسان بلله کيږي اودوهمي مرتبې ته دعشق اراده ياارادة القرب ويل کيږي اوودريمي مرتبې ته يي موَدَّت ويل کيږي اووڅلورمي مرتبې ته يې محبت ويل کيږي اووپنځمي مرتبې ته يې خُلَّت ويل کيږي اووشپږمي مرتبې ته يي هوي ويل کيږي اوواومي مرتبې ته يې عشق ويل کيږي اوواتمي مرتبې ته يې تَتَيُّمْ ويل کيږي اوونهمي مرتبې ته يې وَلَهْ ویل کيږي ـ
همدارنګه ابن جوزي دمذکور کتاب په «۲۴۱ » مخ کي دهمدغه عشق اوپاکي ميني په باره کي ذکرکړيدي چي دعشق په باره کي اختلاف دۍ په دې معني چي عشق ممدوح اوښه کاردۍ اوکه مذمو اوناخوښه کاردۍ ، ځنوويلي دي چي داممدوح کار دۍ ځکه چي داډول عشق په هغه انسان کي پيداکيږي چي طبيعت يې سالم اولطيف وي اودکوم چا چي طبيعت ناروغه اوغيرسالم وي نوهغه له عشق څخه محروم وي اودعشق دافايده ده چي دعقل اودذهن تصفيه کوي په دې شرط چي دافراط ودرجې ته ونه رسيږي اوکله که دافراط ودرجې ته ورسېږي نوبيازهرقاتل ګرځي ، اوځنونوروعلماوبياويلي دي چي عشق په انسان کي يومذموم اوبدصفت دۍ ځکه دعشق په وجه عاشق دمعشوق اسيرګرځي اودمريۍ په درجه کي قرارنيسي ـ
ددغه اختلاف له ذکرکولووروسته ابن جوزي خپل نظرپه دې ډول څرګند کړيدۍ چي عشق ترهغه وخته پوري دمدحي اوثنا صفت دۍ ترڅوچي وحددافراط ته ونه رسيږي اوانسان پر عقل باندي منفي اثرات وانچوي ده پرهغه علماوو باند بدويلي دي چي مطلقا عشق بد صفت بولي ـ
اودارنګه ده زياته کړېده چي ډېر لوۍ لوۍ علماء خاوندان دعشق غيرمفرط تېر سويدي ، ده دامام شعبي هغه عربي بيت راوړيدي کوم چي هغه دعشق په صفت کي ویلَیْ دۍ، بيت دادۍ :
اذاانت لم تعشُق ولم تدرِ ماالهوي ـ ـ ـ فانت وعَيْربالفلاة سواء]
يعني کله چي ته عاشق نه يې اوپه دې نه پوهيږي چي عشق څنګه شي دۍ ، نو بياته اودصحراخردواړه سره برابرياست ـ
عشق دعلماوو دطريقت په نظر کي :
علماء دطريقت وهغه عشق ته چي له خداۍ اورسول سره وي عشق حقيقي واي اوچي له بل چاسره وي نوو هغه ته دوئ عشق مجازي وايې عشق مجازي دوۍ دحقيقي عشق دپاره يونردبان اوزينه بولي دوۍومجازي عشق ته خوراډېر اهميت ورکوي، مولانا عبدالرحمن جامي رحمه الله تعالي په «يوسف زليخا » کي داسي فرمايلي دي :
متاب ازعشق روګرچه مجازي است ـ ـ ـ کان بحرحقيقت کارسازيست ]
درانګه مولاناروم په مثنوي کي فرمايلي دي :
عاشقي ګرزين سروګرزان سرست ـ ـ ـ عاقبت مارا بدان شاه راه برست ]
دطريقت ديوه کامل پير داعادت وو چي کله به يوڅوک دمريدۍ دپاره ورته راغلۍنوده به ورته وويل چي عاشق سوي يې اوکه نه يې که به هغه ورته وويل چي نه يم عاشق سوۍنوده به ورته وويل چي ولاړ سه عاشق سه بياراسه ، جامي صاحب په زليخاکي ددې قصې ذکر په دې ډول کړيدۍ :
شنيدم شدمريدي پيش پيري ـ ـ ـ که باشد درطريقت دستګيري ]
بګفت ارپانشد درعشقت ازجاي ـ ـ ـ بروعاشق شو انګه پيش من آي ]
که بي جامي مئ صورت چشيدن ـ ـ ـ نياري جرعهء معني کشيدن ]
دپښتونامتومتصوف شاعر عبدالرحمان بابا (رحمه الله تعالي ) داسي ويلي دي :
پسران دي عار زما له عشقه نه که ـ ـ ـ پاک عاشق پدرپسردرې واړه يودي ]
پخوړ دخبري دادۍ چي عشق اوپاکه مينه له دې وجي چي دبنده په زړه کي بې اختياره پيداکيږي په خپل ذات کي ګناه نه ده ترڅوچي دګناوکاروته ياوداسي کاروته چي سبب دتهمت وي مفضي نسي اوداصفت وډېرو اکابروته دامت ورپيښ سويدئ اودطريقت له نظره عشق له مختلفووجومهم دۍ ، اول له دې وجي چي مجازي عشق دحقيقي عشق لپاره وسيله ده ، دوهم له دې وجي چي مجازي عشق کله په دې وجه پيداکيږي چي الله پاک خپلي تجلياتي په يوه بنده کي وبل بنده ته ورښکاره کړي لکه چي امام رباني په مکتوبات کي ذکرکړيدي، دوهم له دې وجي چي عشق سبب تصفيې دانسان ګرځي له خبيثو اخلاقو څخه ، لکه مولانا رومي چي فرمايلي دي :
شادباش اي عشق خوش سودائ ما ـ ـ ـ اي طبيب جمله علتهائ ما ]
اي دوائ نخوت و ناموس ما ـ ـ ـ اي تو افلاطون وجالينوس ما ]
عقل درشرحش چوخردرګِل بخفت ـ ـ ـ شرح عشق وعاشقي هم عشق ګفت ] ـ
والسلام ومن الله التوفيق ـ